نن د روان کال د سې شنبې په ورځ د مرغومي په ۱۲ نیټه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په مقر کې د دواړو لورو ترمنځ د همکاری او مرستې تفاهم نامه لاسلیک شوه. ددې لاسلیک څخه مخکې، لومړی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د عملیاتي مرستیالې او چارسمبالې ددې سند د اهمیت په اړه خبرې وکړي او هیله یی څرګنده کړه چې چې ددې تفاهم نامې په لاسلیک سره به، د دواړو کمیسیونونو ترمنځ د ټاکنو په ترسره کیدو کې همکاري او مرستې لا ډیرې شي.

ورپسې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون رئیس ښاغلي عبدالعزیز آریایی د موضوع په اړه وغږید او هیله یی څرګنده کړه چې د دواړو کمیسیونونو ترمنځ به همکاري وي ترڅو چارې په پوره همغږی او پوهاوی مخته لاړې شي.

همدارنګه د دواړو کمیسیونونو چارواکو له کمیشنرانو او رئیسانو مننه وکړه چې ددې سند په جوړولو کې یی مرستې کړي دي.

ددې شپږ پاڼه ئیزې تفاهم نامې پر بنسټ چې د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون له مخې ترتیب شوېده او د اتلسو مادو لرونکې ده چې د دواړو کمیسیونونو د مرکزي او ولایتي دفترونو په کچه د تخنیکي همکارۍ لارې چارې په مسلکي او کره ډول په پام کې نیول شویدي.

په پای کې، یاده تفاهم نامه د دواړو کمیسیونونو د کمیشنرانو او د دارالانشاء د رئیسانو په مخ کې د عملیاتي مرستیالې او چارسمبالې آغلې وسیمې بادغیسي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون رئیس ښاغلي عبدالعزیز آریایی له لوري لاسلیک شوه.

IEC Social Pages