د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي اورنګ زیب د معلولینو او معیوبینو شورا له استازو سره د کمېسیون په مقر کې وکتل.

په دې لیدنه کې د یادې شورا استازو ښاغلي اورنګ زیب ته د کمېسیون د نوي رئیس د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویله او د راتلونکو ټاکنو د پلانونو ملاتړ یې وکړ او پر راتلونکې ټاکنیزې پروسې یې د خلکو باور جوړونې په برخه کې د کمېسیون سره د همکاریو ژمنه وکړه.

ښاغلي اورنګ زیب د نوموړې شورا د استازو له ملاتړ او هڅونې مننه وکړه او په دې ملي پروسه کې یې د ټولنې د نورو قشرونو سربیره د معلولینو او معیوبینو ګډون اړین وباله.

IEC Social Pages