د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي اورنګ زیب، د ټاکنو په برخه کې د ملل متحد (UNAMA) د معاونیت پلاوي له ستر سلاکار ښاغلي (Grant Kippen) سره د راتلونکو ټاکنو د ملاتړ په موخه وکتل.

په دې ناسته کې دواړو لورو د ټاکنو پر اصلاحاتو، د ټاکنو د اصلاح کولو پر پلان، د ولایتي شوراګانو، د غزني ولایت ولسي جرګې ټاکنو او همدارنګه د ټاکنو لپاره د نورو نړیوالو سازمانونو سربیره، د ملل متحد سازمان د مرستو د جذب په اړه خبرې وکړې او نظرونه یې تبادله کړل.

ښاغلي کیپن د ټاکنو کمېسیون له پلانونو او برنامو څخه د ملاتړ ترڅنګ، د ملل متحد سازمان پر دوامدارې همکارۍ ټینګار وکړ او کمېسیون سره یې په اړینو برخو کې د دوامدارې همکارۍ ژمنې هم وکړې.

په پای کې د کمېسیون رئیس اورنګ زیب د ملل متحد سازمان، د هغو همکاریو او ژمنو قدردانی وکړ، چې راتلونکو ټاکنو کې به یې له یاد کمېسیون سره ترسره کوي.

IEC Social Pages