د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا عمومي رئیس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ، د ټاکنو کمېسیون د مرکزي دفتر د رئیسانو کاري اونیز ګزارشونه واوریدل.

په دې ناسته کې د مرکزي کمېسیون رئیسانو د خپلو کړنو اونیز ګزارشونه، چې راتلونکو ټاکنو په اړه چمتوالی او د رایه ورکونکو د نوملړ اصلاح کول په شامل و، د یو شمېر وړاندیزونو او نظریاتو سره د دارالانشاء رهبرۍ ته واورول.

ښاغلي ننګ د کاري اونیزو ګزارشونو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته، د کارونو د چټکتیا په موخه یو شمېر مسولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

IEC Social Pages