د ټاکنو خپلواک کمېسيون ‌رهبري، د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت، ټولو هغو مبارزينو ته، چې د بيان ازادۍ د حقونو دفاع په موخه فعاليت کوي، ددې ملي ورځې مبارکي وايي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د خبريالانو د سرښندنو قدردانی کوي او د ټاکنو په برخه کې د دوی د څار او پوښښ له امله مننه کوي.

د کمېسيون رهبري او کارکونکي، يو ځل بيا ددې ملي ورځې درناوي کوي او د رسنيو کارکوونکو څخه په رسنيز ډګر کې د عدالت د تامين غوښتنه کوي.

IEC Social Pages