د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء ریاست د عملیاتي چارو ناسته، د دارالانشاء د رییس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ په مشرۍ ترسره شوه.

په دې ناسته کې د دارالانشاء لوی رییس ډاکټر حبيب الرحمن ننګ د ملي مشورتي ناستې په ترسره کولو، د بایومټریک چمتو کولو، د رایه ورکونکو د نوملړ تصفیه کولو او راتلونکو ټاکنو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.

د تېرو سپارښتنو په تعقیب، د مرکزي کمېسیون رئیسانو خپل نظریات، وړاندیزونه او ترسره شوې چارې بیان کړې او راتلو ټاکنو ته یې چمتوالی وښود.

ښاغلي ننګ د رییسانو د ګزارشونو اوریدو ترڅنګ، د چارو د چټک ترسره کولو په موخه اړوند ادارو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په دې ناسته کې د دارالانشاء عمومي رییس، د دارالانشاء مرستیالانو، د دارالانشاء دفتر رییس، د حقوقو، د روزنې، د پلان او پالیسۍ، د بهرنیو اړیکو، د ټکنالوژۍ او معلوماتو، د عامه پوهاوي، مالي، د رسنیو او اړیکو او د بشري سرچینو رئيسانو، ددې ترڅنګ د تدارکاتو امریت او مدني نهادونو سره د اړیکو امریت استازو، دغه راز نړیوالو سلاکارانو هم برخه لرله.

IEC Social Pages