د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري هیئت د ټاکنو خپلواک کمېسیون په انګړ کې د هېواد سمسورتیا په موخه یو شمېر مثمر او غیر مثمر نیالګي وکرل.

د کمېسیون رئیس اورنګ زیب د نیالګیو کرل، د هوا پاکوالي او د هېواد سمسورتیا لپاره اړین وګڼل، نوموړي وویل: (( دا د نیالګیو کرلو پیل دی، موږ خواري کوو، چې نور مثمر او غیر مثمر نیالګي هم د کمېسیون په انګړ کې وکرو، ترڅو کمېسیون هم سمسور شي او دلته هوا هم پاکه شي.))

د نیالګیو کرلو په دې مراسمو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس اورنګ زیب، د کمېسیون مرستیال مولانا محمد عبدلله، د دارلانشاء عمومي رئیس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ او د مرکزي کمېسیون یو شمېر رئیسانو شتون درلود.

IEC Social Pages