د ټاکنو خپلواک کمیسیون رئیس ښاغلي اورنګ‌زیب د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو موسسه (فیفا) له سرپرست ښاغلي نعیم اصغري سره په خپل دفتر کې وکتل.

په دغې لیدنه کې چې د دغه بنسټ مرستیال ښاغلي مولانا عبدالله او منشي ښاغلي مسافر قوقندي هم شتون درلود، د راتلونکو ټاکنو اړوند طرحو او پلانونو باندې خبرې اترې وشوې.

نوي مشرتابه د راتلونکو ټاکنو اړوند پلانونه او طرحې د فیفا له مسئول سره شریکې او د دغو ټاکنو اړوند چمتووالي په اړه يې مالومات ورکړ.

ښاغلي اصغري د نوي مشرتابه پر ټاکنه خوښي څرګنده کړه او د دوی ټاکنه يې د ټاکنیزو اصلاحاتو پر لور مثبت ګام وباله، همداراز ښاغلي اصغري د دغه بنسټ له همکاریو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې، فیفا بنسټ د ټاګنو د شریک په توګه هر اړخیزي همکارې ته چمتو او ژمن دی.

IEC Social Pages