د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ریاست د ګزارش لیکنې ترعنوان لاندې درې ورځنۍ زده کړیزه برنامه، د ملګرو ملتونو د انکشافي ادارې (UNDP) په همکارۍ، د کمېسیون په مقر کې پیل کړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د عملیاتي چارو مرستیال محمدعثمان فروتن د یادې زده کړیزې برنامې د پرانیستې مراسمو کې خبرې وکړې، دا برنامه یې د ظرفیت لوړونې په برخه کې مهمه وبلله، له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه، چې دې برنامې څخه په نظري او علمي برخه کې اعظمي ګټه واخلي، ترڅو تاسو ته زده کړي شیان، په کاري ساحه کې ګټور تمام شي.

ښاغلي فروتن وویل، چې ددې برنامې ستره موخه د کارکونکو ظرفیت لوړونه او په اطلاع رسونه کې ترې مسلکي ګټه اخیستنه ده. نوموړي وویل، چې د دا ډول برنامو جوړولو سره د کمېسیون په شته ظرفیت کې مثبت تغیر راځي او زموږ کارکونکي له پخوا ډېر مسلکي کیږي؛ نوموړي وویل، چې له پخوانیو زده کړیزو برنامو څخه جوتیږي، چې د کمېسیون په شته ظرفیت کې زیات تغیر راغلی او چارې له پخوا ښې شوي دي.

په دې برنامه کې د اجنډا اړوند د ګزارش لیکنې بنسټونه، برخې، ډولونه، جوړښت او د ګزارش لیکنې روشونه شامل دي؛ ددې برنامې پرانیستې مراسمو کې د دارلانشا ریاست د عملیاتي چارو مرستیال سربیره، د روزنې رییس رحمت الله صالحي او د UNDP استازي برخه درلوده.

IEC Social Pages