د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ، د ملل متحد سازمان (UNESP) پروژې، له مسول ښاغلي علي البیاتي سره په خپل دفتر کې ولیدل او په یو شمېر مسایلو یې بحث وکړ.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د ۱۴۰۰ لمریز کال ټاکنو د غوره ترسره کولو، د نړیوالو سلاکارانو ګمارلو، د مسلکي او مجربو کارکوونکو پر ځای پاتیدنې او د دایمي کارکوونکو د روزلو اړوند خبرې وشوې.

میرمن نورستانۍ د ملل متحد له هر اړخیزو همکاریو مننه او هرکلی وکړ، وې ویل، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون راتلوونکو ټاکنو لپاره بشپړ چمتوالي لري او نوموړې په ټاکنیزه پروسه کې، د نړیوالو سلاکارنو ګمارنه غوره اقدام وباله.

همدارنګه میرمن نورستانۍ وویل، چې کمېسیون له غوره کادرونو او ظرفیت څخه برخمن دی، چې راتلوونکو ټاکنو کې به خورا مثمر تمام شي.

ښاغلي علي البیاتي د ټاکنیزې پروسې څخه د ملاتړ ترڅنګ، د نور همکاریو ډاډ هم ورکړ، نوموړي وویل، چې زموږ تخنیکي مشورې به دوام ولري او له نیکه بخته د سلاکارانو د ګمارلو پروسه هم پیل شوې ده.

دغه راز البیاتي وویل، هغه کارکوونکي، چې په کمېسیون کې روزل شوي او تجربه هم لري، دوی باید کمېسیون کې وساتل شي، ځکه د دوی پر روزنه لګښت راغلی، باید دا ظرفیت په کمېسیون کې حفظ او له وړتیا یې ګټه پورته شي.

IEC Social Pages