د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ښځو چارو وزارت سره په هماهنګۍ د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت د مخنوي قانون د پوهاوي او پېژندنې پروګرام د کمېسیون کارکوونکو لپاره جوړ شو.

ددې زده کړیز پروګرام موخه د یاد قانون پېژندنه ده، چې په دوه ورځو کې به د یو سیمینار په شکل پای ته ورسېږي.

ددې سیمینار د پیل په مراسمو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ خبرې وکړې، د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت د مخنوي قانون یې د ښځو او ماشومانو د حقونو خوندي کولو لپاره اړین وباله.

دغه راز میرمن نورستانۍ د هېواد او سیمې په کچه د ښځو او ماشومانو ستونزو ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې په هره سیمه کې د ښځو او ماشومانو ټولنیزې ستونزې فرق کوي، بعضې ځایونو کې ستونزکمې او په بعضو ځایونو کې ستونزې زیاتې وي؛ نوموړې وویل، چې په افغانستان د ښځو او ماشومانو ټولنیز مشکلات زیات دي، چې ددې قانون په تطبیق سره به دا ستونزې تر یوې اندازې راکمې شي.

علم نورستانۍ د ښځو او ماشومانو د ستونزو په برخه کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي، فقر، بېسوادي، بې کاري او له یاد قانون څخه د بې خبرۍ یادونه وکړه.

حوا علم نورستانۍ د ښځو او ماشومانو د ستونزو د مخنیوي لپاره د قانون حاکمیت مهم وباله او وې ویل، چې د قانون تطبیق سره کولای شو، چې یادو ستونزو ته د پای ټکی کېدو.

دغه د دارالانشا ریاست د عملیاتي چارو مرستیال ډاکټر محمد عثمان فروتن د اسلام له نظره د ښځو او ماشومانو حقونه تشریح کړل او ټینګار یې وکړ، چې یاد قانون باید ټولو هېوادوالو ته وپېژندل شي، ترڅو خلک په دې وپوهیږي، چې د ښځو او ماشومانو ځورونه یو ډول جرم دی.
دا پروګرام چې د ټاکنو کمېسیون د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی و، رییس، منشي او د دارالانشا ریاست د عملیاتي چارو مرستیال، دغه راز د کمېسیون کارکوونکو هم ګډون درلود.

IEC Social Pages