د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ، د ټاکنو په برخه کې د ملګرو ملتونو د UNESP ادارې ستر سلاکارښاغلي ګرنټ کیپن (Grand Kippin) سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او پر یو لړ مسایلو یې خبرې وکړې.

په یاده لیدنه کې دواړو لورو د راتلوونکو ټاکنو پر امنیت، بودجې او د ملل متحد د انکشافي ادارې (UNDP) په همکارۍ او مالي ملاتړ نظرونه تبادله شول.

میرمن نورستانۍ د مننې ترڅنګ، د (UNESP) ادارې له مرستو او د یادې پروژې د تطبیق پرسند، د غزني ولایت د ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د ښاروالیو شوراګانو ټاکنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

همدارنګه میرمن علم نورستانۍ، د امنیت، بودجې او مشورو ورکولو په برخه کې د ملل متحد سازمان رول ډېر مهم وباله او له اړوند ادارو څخه یې غوښتنه وکړه، چې په دې برخه کې د ټاکنو کمېسیون سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

ښاغلي کیپن د UNESP پروژې سند د تعهد پر تطبیق ټینګار وکړه او ژمه یې وکړه، چې د دوی اداره به په یاده برخه کې له دې ډيره همکاري کوي او خپلو مرستو ته به دوام ورکوي.

ښاغلي کیپن وویل: ( د امنیت، بودجې، د سلاکارانو په ګمارلو او ددې پروژې پر تطبیق به اړوند ښکیلو ادارو سره خبرې کوو او دا برخه به تعقیبوو. همدارنګه به هڅه وکړو، چې وړ او مستعد سلاکاران کمېسیون ته معرفي کړو؛ ترڅو د ټاکنو کمېسیون د اړتیا پر وخت له هغوی څخه لازمه ګټه واخلي.)

IEC Social Pages