د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون سره په هماهنګۍ، د کارکوونکو د کړنو د ارزونې د نوي جوړ شوي طرزالعمل، چې د لوړو مقاماتو او ټيټ رتبه مامورینو د ارزونې لپاره جوړ شوی دی؛ د دري ورځو په جریان کې به د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې له لوري د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو ته وپیژندل شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون د څارنې او ارزونې کارپوه ښاغلي احمد فواد معروفي یاده برنامه پرمخ وړي، وې ویل، چې نوموړی طرزالعمل پخواني طرزالعمل سره په کم توپیر، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د وزیرانو شورا له لوري نافذ شوی دی، چې په ۱۴۰۰ مالي کال کې به په ټولو اداري کارکوونکو تطبیق شي.

په دې زده کړیزه برنامه کې به د کاري پلان سربیره، د ګزارشونو ترتیب، د ارزونې د پاڼو تکمیلول او د نوي طرزالعمل له مخې د څارنې نوی جوړ شوی فارمټ، د مرکزي کمېسیون او ولایتي رییسانو لپاره په غوره شکل تشریح شي.

د ارزونې په نویو پاڼو کې د کارکوونکو د کړنو، د حساب ورکونې په برخه کې تعادل او د کار مصونیت په نظر کې نیول شوی دی.

همدارنګه د ارزونو د پاڼو پر اساس، چې په نوي طرزالعمل کې تغیر راغلی، نو د ادري کارکوونکو مکافات او مجازات د ښو کړنو د ترسره کولو په بنسټ ترسره کیږي.

دغه راز په بنسټیز ډول د کارکوونکو هغه اړتیاوې په نښه کیږي، چې د دوی ظرفیت لوړونې لپاره ګټور رول لري، د دوی لپاره زده کړیزې برنامې جوړیږي، ترڅو دوی وشي کولای د لایحې مطابق خپلې چارې په مسلکي شکل ترسره کړي.

IEC Social Pages