د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارلانشا د رییس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ، د دارالانشا د مرستیالانو، محمد عثمان فروتن او د علي شاه مصباح په شتون کې د مخه ښې مراسم ترسره او عزیز امین خپلې نوې دندې په لور روان شو.

د مراسمو ګډونوالو د ښاغلي امین لوړې زده کړې، د هېواد په سطحه کم سارې وبللې او د دارالانشا ریاست ترچتر لاندې یې د نوموړي د زحمتونو د ګاللو او د ښو عملیاتي او نظارتي برنامو د ترتیبولو ستاینه وکړه.

عزیر امین په خپلو خبرو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو همکارانو مننه وکړه، ژمنه یې وکړه، چې له خپل ظرفیت څخه به د هېواد په ابادۍ او رغونه کې د پام وړ ګټه اخلي او خپلو خلکو ته به خدمت کوي.

د عزیز امین د مخه ښې په مراسمو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یو شمېر ادارو مسولین هم ګډون درلود؛ یاده برنامه د دارالانشا ریاست له لوري، عزیز امین ته د تقدیر نامې په ورکولو پای ته ورسیده.

IEC Social Pages