د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا اړوند د روزنې ریاست په هڅو او د UNDP په مالي لګښت د رهبرۍ او مدیریت پنځه ورځنۍ زده کړیزه برنامه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي رییسانو لپاره پیل شوه.

دا برنامه، چې د ایم. بي. جي. ټي. ویل ( (Mgtwell Consulting Servicesمشورتي دفتر له لوري پر مخ وړل کیږي؛ یو شمېر مهم مسایل، د رهبرۍ او مدیریت اهمیت، د مدیریت اجزاوې او وظایف، پلان جوړونه، رهبري کول، د یو رهبر اصول او مسولیتونه او د یوې پروژې تغیر، چې پنځه ورځې په دوام وکړي، یعنې د دلوې ۹ مه نېټه به پای ته ورسیږي، په برکې نیسي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې، میرمن حوا علم نورستانۍ، چې په یاده روزنیزه برنامه کې یې ګډون کړی و، د رهبرۍ او مدیریت په اهمیت یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

اغلې نورستانۍ په تېرو ټاکنو کې د ولایتي رییسانو مدیریت او فعالیتونه بریالي وبلل، نوموړې زیاته کړه، چې له تیرو بریالیو ټاکنو معلومه شوه، چې ستاسو مدیریتي پوهه مناسبه ده او تاسو وښودله، چې په بهراني حالت کې هم د مدیریت وړتیا لرئ، وې ویل، چې دا برنامه ستاسو مدیریتي پوهه لا غني کوي او ستاسو مسلکي پوهه کې مثبت تغیر راولي.

میرمن علم نورستانۍ له کورنیو او بیرونیو همکارانو مننه وکړه، چې د کمېسیون د کارمندانو ظرفیت لوړونې لپاره برنامې جوړوي، دغه راز میرمن نورستانۍ د راتلونکو ټاکنو اړوند د حکومت د ښه نیت لرلو ستاینه او مننه هم وکړه.

نورستانۍ وړاندې وویل، چې راتلونکو ټاکنو ته پوره چمتوالی لري او د رایه ورکوونکو د نوملړ په تصحیح کولو یې کار پیل کړی دی.

ددې ترڅنګ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ هم خبرې وکړې، دا ډول رونیزې برنامې یې ګټورې وبللې.
نوموړي په دې برخه کې له مرستندویه ادارو مننه وکړه او په ولایتي رییسانو یې سپارښتنه وکړه، چې یاده برنامه دقیقه تعقیب کړي او په خپله کاري ساحه کې دې ترې ګټه واخلي.

ښاغلي ننګ د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د اړوند ادارو په هماهنګۍ او همغږۍ ټینګار وکړاو زیاته یې کړه، چې ښه هماهنګي کولای شي، چې د راتلوونکو ټاکنو پروړاندې ستونزې راکمې او راتلونکې ټاکنې بریالۍ کړي.

دا روزنیزه برنامه په داسې حال کې پیل شوه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ، کمېشنرې اومنشي میرمن رحیمه ظریفي، د دارالانشا رییس ډاکټر حبیب الرحم ننګ، د عملیاتي چارو مرستیال محمدعثمان فروتن، د روزنې رییس رحمت الله صالحي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي رییسانو، د UNDP استازو، د ایم. بي. جي. ټي. ويل مشورتي دفتر استادانو ګډون درلود.

IEC Social Pages