نن له غرمې مخکې سهار مهال د روان کال د مرغومې په شپږمه نیټه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د غونډو په تالار کې، د کمیسیون مشرتابه غړو نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ملګرو ملتونو له تخنیکي او سیاسي مرستو څخه مننه وکړه. همدارنګه د کمیسیون قدرمنو غړو د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي څخه کورودانی وکړ چې د کمیسیون ترسره شویو چارو ته یی په نیويارک کې د یاد سازمان په امنیت شورا انعکاس ورکړ.

ترڅنګ یی، د کمیسیون غړو د کمیسیون چارې، په متحدانه ډول او په پوره ځواک سره سمې لارې ته برابرولو  په اړه پوره ډاډ ورکړ.

په همدې ترتیب د رأی ورکوونکو د ۷۳۵۵ مرکزونو د ارزونې بشپړیدلو، د رأی ورکوونکو د نوملړ طرحې، د ټاکنیزو شریکانو ترمنځ د تفاهم لیکونو لاسلیکولو، له سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او اړونده ادارو سره د کاري ډلو جوړولو او ګمارنې د بهیر د پیلولو په اړه یی معلومات ورکړل.

د کارکوونکو ګمارنه او د خالي بستونو ډکول، د ټاکنو د پروژې د تمویل د سند لاسلیکول، د سیاسي ګوندونو له شورا سره لیدنه، د نوم لیکنې د بهیر او رأی ورکوونکو د نوملړ چمتو کول، له اړونده ادارو سره د ګډو کاري ډلو جوړول، د خلکو، حکومت او نړیوالې ټولنې لا ډیر ملاتړ ترلاسه کول یی تر لاس لاندې برنامې وګڼلې.

ښاغلي تادامیچي یماماتو وروستي پرمختګونه او د کمیسیونونو ترمنځ همغږي یی مثبت وارزول او دا یی د ټاکنو د سیستم د بیا فعاله کولو لپاره مهمه وګڼله او زیاته یی کړه چې د هیواد د سولې او ثبات لپاره د خلکو اصلي اراده انعکاس کول ډیر مهمه دي. 

نوموړي زیاته کړه چې باور، ګډون، روڼتیا او عدالت د پام وړ عناصر دي او کمیسیون باید د خلکو سیاسي اراده منعکسه کړي او د بشري حقونو نړیوال ارزښتونه پلې کړي همدارنګه هغه د نړیوالې ټولنې له تخنیکي، سیاسي او مالي مرستو او همکاریو څخه ډاډ ورکړ.

IEC Social Pages