د ټاکنو خپلواک کميسيون مشرتابه پلاوي، د دغه بنسټ مرستيال او سرپرست، ښاغلي سيد عصمت الله مل په مشرې، د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستيال او سرپرست ښاغلي راميز الاکبروف او د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو د ملاټړ برخې(UNESP) ستر سلاکار، ښاغلي گرنت کیپن (Grand Kippin) سره ناسته ترسره کړه.

د کميسيون مشرتابه پلاوي، په تيرو ټاکنو کې د ملګرو ملتونو سازمان د تخنيكي او مشورتي له همکاريو څخه د مننې په ترڅ کې وويل، چې کميسيون د تخنيکي پلوه د ولايتي شوراګانو، د غزني ولايت ولسي جرګې، ولسواليو اوښارواليو ټاکنو ترسره کولو ته چمتوالى لري.

مشرتابه پلاوي زياته کړه، چې کميسيون تل د نړېوالې ټولنې په ځانګړې توګه د يوناما مرستو او همکاريو ته اړتيا درلوده او د راتلونکو ټاکنو ترسره کولو له پاره، لا هم د دغه بنسټ همکاريو ته اړتيا لري.

په همدې وخت کې، ښاغلي راميز الاکبروف د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو له پاره د يوناما پر ملاتړ او همکارۍ ټينګار وګړ او د دغه بنسټ له همکارۍ او ملاتړ يې پوره ډاډ ورکړ.

IEC Social Pages