د ټاکنو خپلواک کميسيون مشرتابه پلاوي د را تلونکو ټاکنو او د چارو د لاښه سمبالښت او سمون په اړه د ولسمشر له لمړي مرستيال ښاغلي امر الله صالح سره ناسته ترسره کړه.

دغه ناسته چې د کميسيون د مرستيال او کميشنر ښاغلي سيدعصمت الله مل، کميشنرانو ښاغلي مسافرقوقندي، ښاغلي اورنګ زيب، ښاغلي محمد حنيف دانشيار او ښاغلي مولانا محمد عبدالله په ګډون ترسره شوه، د هېواد د ولايتي شورا، ښارواليو او د غزني ولايت د ولسي جرګې پر ټاکنو باندې په کې خبرې اترې وشوې.

IEC Social Pages