د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال او سرپرست ښاغلي سید عصمت الله مل، د افغانستان آزاد او عادلانه ټاکنو موسسې(FEFA) له اجرايي رئيس ښاغلي يوسف رشيد او د پروګرامونو مسوول ښاغلي محمد نعيم اصغري او همداشان د ملګرو ملتونو سازمان د ټاکنو ملاتړ پروژو (UNESP) له مسوول، ښاغلي علي البیاتي سره د خپل په کاری دفتر کې جلا، جلا وکتل.

په دغو جلا لیدنو کې د ټاکنيزو پر اصلاحاتو، د UNESP پر پروژو، راتلونکو ټاکنو او د تېرو پارلماني ټاکنو د کارکوونکو د تنخواوو په اړه خبرې اترې وشوې.

همداشان په پاى کې د افغانستان آزاد او عادلانه ټاکنو موسسې(FEFA) له لوري چمتو شوې، ټاکنيزه اصلاحاتي کڅوړه ښاغلي ښاغلي مل ته وسپارل شوه.

IEC Social Pages