د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن(د لړم په ۲۶مه) په ۲۸ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر بیا پیل کړ.

د ترلاسه شوو راپورونو پر اساس، دغه بهیر په بدخشان، بغلان، هلمند، کندهار، پکتیکا، خوست، زابل، کابل، غزنی، پروان، کاپیسا، ننګرهار، کنړ، .. او نورو ولایتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو او ټاکنیزو څارونکو، د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د استازو او کتونکو په حضور کې عملاً جریان لري.

 

دا په داسې حال کې ده چې دغه بهیر د لړم په ۱۸مه په ۳۴ولایتونو کې پیل شو چې په ځينو ولایتونو کې د ځینو ټاکنیزو ټيمونو له مخالفت سره مخ شو. کمیسیون د دوی غوښتنو ته د رسېدو په موخه دغه بهیر ودراوه او دوی ته تر ځواب ویلو وروسته یې بېرته پیل کړ.

د یادولو وړ ده چې دغه بهیر د ۳۴ولایتونو له ډلې څخه په پکتیا، کنړ، نورستان، زابل، غور، دایکندی، سمنګان، فراه، کندز، هرات، لوگر، بادغیس، ارزګان، بامیان، لغمان، بلخ، میدان وردګو او نیمروز ولایتونو کې بشپړ شو.

IEC Social Pages