د افغانستان ټاکنو خپلواک کميسيون په ۱۳۸۴ کال کې ايجاد شو. د اساسي قانون د ۱۵۶مې مادې مطابق، د ټاکنو د ټولو ډولونو او ټولپوښتنې د ادارې او څارنې صلاحيت لري. د ټاکنو د خپلواک کميسيون دندې او مسؤوليتونه د ټاکنو د خپلواک کميسيون او د ټاکنيزو شکايتونو د مرکزي کميسيون د تشکيلاتو، دندو او صلاحيتونو په قانون کې، چې ملي شورا تصويب کړی، د هغه وخت جمهور رئيس جلالتمأب حامد کرزي د ۱۳۹۲ کال په جوزا کې تأييد او توشيح کړ.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون د کميشنرانو بورډ عموما د پاليسي جوړولو مسؤوليت لري. د ټاکنو اعتبار باندې د ډاډه کېدا اقدامات تصويبوي او د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشاء چارې څاري چې د ټاکنو تخنيکي او عملياتي بهير تطبيقوي.

د کمیسیون د ریاست مقام د رییس، مرستیال او منشي په ګډون اووه غړي لري. همدارنګه د ریاست د مقام تر اثر لاندې ستر، حقوقي، اداري او بهرنیو چارو مشاوریتونه او د داخلي تفتیش، نظارت او ارزیابۍ او دفتر ریاستونه موقعیت لري.

د کمیسیون دارالانشا د ټاکنو د پروسې اجرايي او عملیاتي برخې پر مخ بیايي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا په جوړښت کې درې معاونیتونه( عملیاتي، د ستراتیژیکو اړیکو او مالي او اداري) ځای لري. دیارلس ریاستونه په مرکزي دفتر کې د یادو معاونیتونو او ۳۴ریاستونه د دارالانشا د عمومي ریاست تر اثر لاندې د زونونو او ولایتونو په کچه دایمي فعالیت کوي.

دارالانشاء د ټاکنو د خپلواک کميسيون اجرائي مټ او بازو دی او د همدغه کميسيون د معينې پاليسۍ په چوکاټ کې ټاکنيز عمليات تطبيقوي. دارالانشاء يو رئيس لري چې د ټاکنو خپلواک کميسيون يې د متخصصو کانديدانو له ټوله جمهور رئيس ته وړاندېزوي او جمهور رئيس يې بيا د تقرر فرمان ورکوي.

لاندېنی چارټ د ټاکنو د خپلواک کميسيون او د هغه د دارالانشاء اداري جوړښت راښيي:

د کميسيون جوړښت

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له تشکیل سره سم ۵۸۲ دایمي (۱۷۶ مرکزي او ۲۶۳ ولایتي) بستونه لري چې تر اوسه په مرکز او ولایتونو کې (۴۳۹) تنه کارکوونکي پر دغو بستونو ګومارل شوي دي.

د یادولو وړ ده چې په مرکزي دفتر کې ۱۷۶ کارکوونکي ګومارل شوي چې له دې ډلې ۲۴ تنه ښځینه او ۱۵۲ تنه نارینه او په ولایتونو کې هم د بشري ځواک له ۲۶۳ تنو څخه ۹ تنه ښځينه او ۲۵۴ تنه نارینه پر کار بوخت دي او پر رسمي کارکوونکو سربېره د ټاکنو په ورځ قراردادي کارکوونکي هم ګوماري.

 

په ۱۳۹۸ کال کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په تشکیل کې د شاملو کارکوونکو د احصایې لنډيز

په تشکېل کې د ټولو شاملو بستونو شمېر

د ولایتي دفترونو د کارکوونکو شمېر

د مرکزي دفتر د کارکوونکو شمېر

اداره

شمېره

582

9 تنه ښځينه

254 تنه نارینه

24 تنه ښځينه

152 تنه نارینه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون

1