د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییس ښاغلی اورنګ زیب

محترم اورنگ زیب کمیشنر کمیسیون مستقل انتخابات

ښاغلی اورنګزیب د محمدحسن زوی د (۱۳۵۸ل.ل) د وري (حمل) په لسمه په پکتیا ولایت کې په یوه دینداره کورنۍ کې زېږدلی دی. منځنۍ او ثانوي زدکړې یې د کندز ولایت په شېرخان لېسه کې ترسره کړي او په (۱۳۸۲ل.ل) کې له همدې لېسې فارغ شوی دی. ښاغلی اورنګزیب د (۱۳۸۳ل.ل) د کانکور په پروسه کې د کابل پوهنتون د زراعت پوهنځي ته بریالی شو او په (۱۳۸۶ل.ل) کې یې دغه پوهنځي په اعلی درجه پای ته ورساوه.

ښاغلی اورنګزیب د لوړو زده کړو تر بشپړولو وروسته له (۱۳۸۷/۲/۳) نه تر (۱۳۸۹/۱۰/۲۲) پورې د د لوړو زده کړو وزارت د ترانسپورت عمومي مدیر و. نوموړی له (۱۳۸۹/۱۰/۲۲) نه تر (۱۳۹۰/۱۲/۲۲) پورې د پکتیکا ولایت د مالي او اداري چارو رییس و او څو ځله د والي لخوا د کارونو د ښه ترسره کولو له امله ستایل شوی دی. نوموړي په پکتیکا کې تر ډېرو لاسته راوړنو وروسته د ازادې سیالۍ له لارې په کابل کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د تهیې او تدارکاتو رییس وټاکل شو او له (۱۳۹۰/۱۲/۲۴) تر (۱۳۹۲/۸/۱۵) دلته پر کار بوخت و. په (۱۳۹۲/۸/۱۸) د ازادې سیالۍ له لارې او د جمهوري ریاست د منظورۍ پر اساس د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د مالي او اداري مرستیال وټاکل شو.

په وروستیو کې د ټاکنو د نوي قانون له مخې د (۱۳۹۸ل.ل) کال د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په خپلمنځي ټاکنو او د ولسمشرۍ ریاست د (۱۳۹۷/۱۲/۱۲) نېټې د (۱۵۵) شمېرې فرمان له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر وټاکل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال، ښاغلی مولانا عبدالله

محترم مولانا عبدالله کمیشنر کمیسیون مستقل انتخابات  

د ټاکنو خپلواک کمېسیون منشي او کمېشنر ښاغلی مسافر قوقندي

محترم مسافر قوقندی منشی و کمیشنر کمیسیون مستقل انتخابات ښاغلی مسافر قوقندي د خدای بښلي محمدرحیم زوی د (۱۳۶۱ل.ل) د لړم (عقرب) میاشتې په ۲۴مه چې د (۱۹۸۲ز) کال د نومبر له ۱۶مې نېټې سره سمون لري، په کابل ولایت کې په یوه روښانفکره او دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي واده کړی او د څلورو اولادونو پلار دی.

ښاغلي قوقندي لومړنۍ زده کړې د کابل د ریشخورو د فامیلیو په لېسه کې ترسره کړي. منځنۍ دوره یې په بلخ ولایت کې په شهید بلخي لېسه او د لېسې دوره یې په (۱۳۷۸ل.ل) کې د جوزجان ولایت په ابن یمین لېسه کې په اعلی درجه بشپړه کړې ده.

ښاغلی قوقندي په (۱۳۸۰ل.ل) کې د نوي حکومت په منځته راتګ د کانکور پروسې له لارې د بلخ پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي ته بریالی شو؛ خو دوه کاله وروسته د مالي، اقتصادي او نورو ستونزو له امله له زده کړو بې برخې شو. ښاغلی قوقندي دغو ستونزو ناهیلی او خواشینی نه کړ. د ژوند له ناخوالو سره یې په مېړانه مبارزه کوله. کار یې هم کاوه او له علم او پوهې سره د ځانګړې مینې په وجه یې یو ځل بیا د کانکور په پروسه کې خپل بخت وازمایه او دا ځل د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي ته بریالی شو. په (۱۳۹۲ل.ل) کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو د پوهنځي د شپې له برخې په کادري درجه فارغ شو. په (۱۳۹۴ل.ل) کې یې په کابل پوهنتون کې د جندر د مساواتو په برخه کې ماسټري پیل کړه او په (۱۳۹۶ل.ل) کې یې په بریالیتوب پای ته ورسوله.

د ټاکنو د کمیسیون منشي او کمیشنر ښاغلی قوقندي په دولتي بستونو او رسنیو کې د کار دوولس کلنه تجربه لري.  

  • له (۱۳۸۶ل.ل) نه تر (۱۳۸۸ل.ل) پورې د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نړیوالو اړیکو د ریاست د عامه اړیکو  کارکوونکی/مامور.
  • له (۱۳۸۸ل.ل) نه تر (۱۳۹۰ل.ل) پورې د نګاه تلویزیون خبریال.
  • له (۱۳۹۰ل.ل) تر (۱۳۹۲ل.ل) پورې د اریانا تلویزیون خبریال او د اقتصادي خبرونو پروډیوسر.

او له (۱۳۹۲ل.ل) د (۱۳۹۷ل.ل) د کب (حوت) تر ۱۲مې نېټې پورې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس او ویاند و. د یادولو وړه ده چې نوموړي په پورته یادو شوو دندو کې ډېرې لاسته راوړنې درلودې او په اړوندو برخو کې یې د پام وړ بدلونونه رامنځته کړي دي.

ښاغلي قوقندي په تېرو ولسمشریزو، پارلماني او د ولایتي شوراګانو په ټاکنو کې د فعال کتونکي په توګه ګډون درلود او په ټاکنیزو پروسو کې یې د شفافیت د تامین او له دیموکراسۍ نه د ملاتړ په موخه داوطلبانه، بې طرفه او جدي کار او څارنه کوله.

ښاغلی قوقندي په (۱۳۹۶ل.ل) کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتماب ولسمشر لخوا د میرمسجدي خان په مډال وستایل شو. پر دې سربېره یې د خپل فعالیت په جریان کې له بېلابېلو بنسټونو څخه ډېر ډېر نور ستاینلیکونه هم ترلاسه کړي دي. په وروستیو کې د ټاکنو د نوي قانون له مخې د (۱۳۹۸ل.ل) کال د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په خپلمنځي ټاکنو او د ولسمشرۍ ریاست د (۱۳۹۷/۱۲/۱۲) نېټې د (۱۵۵) شمېرې فرمان له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر وټاکل شو او وروسته د دغه کمیسیون په داخلي ټاکنو کې د ټولو رایو په اتفاق د کمیسیون د منشي دنده هم وروسپارل شوه. 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنره میرمن حوا علم نورستانۍ

خانم حوا علم نورستانی رئیس کمیسیون مستقل انتخابات

حوا علم نورستانۍ د حاجي پاینده محمد خان توره خېل لور، د فیض محمد خان لمسۍ او د سپهسالار محمدعلم خان کړوسۍ ده چې د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په یوه مشهوره او بانفوذه کورنۍ کې زېږېدلې ده.

زده کړې

حوا علم نورستانۍ لومړنۍ او ثانوي زده کړې په ننګرهار کې کړي دي. د لسانس سند یې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي اخیستی او د نړیوالو اړیکو په برخه کې ماسټري لري.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر ښاغلی عصمت الله مل

محترم سید عصمت الله ښاغلی سید عصمت الله مل د سیداحمدالله زوی په (۱۳۶۱ل.ل) کې په یوه روښانفکره او دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي واده کړی، مورنۍ ژبه یې پښتو ده او له انګلیسي ژبې سره هم اشنايي لري.

ښاغلي مل تر څوارلسم پورې ټولګي پورې زده کړې د بلخ ولایت د نفت و ګاز د تخنیکم  انستیتیوت د کیمیاوي ټکنالوژۍ په برخه کې کړي. د لیسانس سند یې د بلخ پوهنتون د انجینرۍ پوهنځي د کیماوي ټکنالوژۍ له برخې ترلاسه کړی اوس په دونیا پوهنتون کې د عامه ادارې د پوهنځي د ادارې او سوداګرۍ په برخه کې د ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دی. 

کاري تجربه:

  • له (۱۳۸۶ل.ل) نه تر (۱۳۹۰ل.ل) پورې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شمال ساحوي زون اداري او امنیتي مسوول.
  • له ۱۳۹۰ل.ل) نه تر (۱۳۹۱ل.ل) پورې د بلخ ولایت د سولې شورا اوپراتیفي مسوول.
  • له (۱۳۹۱ل.ل) نه تر (۱۳۹۷ل.ل) پورې د بلخ ولایت د حیرتانو د نفتي موادو او اوبلن ګاز د ریاست کارکوونکی.
  • (۱۳۹۷ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۹ لمریز کال) پورې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال

په وروستیو کې د ټاکنو د نوي قانون له مخې د (۱۳۹۸ل.ل) کال د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو په خپلمنځي ټاکنو او د ولسمشرۍ ریاست د (۱۳۹۷/۱۲/۱۲) نېټې د (۱۵۵) شمېرې فرمان له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر وټاکل شو.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنر ښاغلی محمد حنیف دانشیار 

محترم محمد حنیف دانشیار کمیشنر کمیسیون مستقل انتخابات محمد حنیف دانشیار د زوارشاه زوی په (۱۳۶۲ل.ل) کې د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د مرادینې سیمې په یوه دینداره او فرهنګي کورنۍ کې زېږېدلی دی. ښاغلي دانشیار لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ د مرادینې په عالي لېسه کې په اعلی درجه پای ته رسولې دي او د کانکور تر ازموینې وروسته په (۱۳۸۴ل.ل) کې د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي ته بریالی شو.

نوموړي د زده کړو پر وخت د پراخو ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو ترڅنګ د نوي افغانستان  غورځنګ د سازمان د رهبرۍ پلاوی او د سولې او اصلاحاتو د خدمتګارانو د ځانګړي مرکز مشر هم و. ښاغلی دانشیار په (۱۳۸۷ل.ل) کې د کابل پوهنتون د ټولنپوهنې له پوهنځي نه په اعلی درجه فارغ شو او اوس په دونیا پوهنتون کې د عامه ادارې په برخه کې د ماسټرۍ پر زده کړو بوخت دی. پر دوو ملي ژبو (پښتو او دري) برلاسی دی او له انګلیسي سره هم اشنايي لري.

ښاغلی دانشیار له (۱۳۹۲ل.ل) نه د (۱۳۹۷ل.ل) کال تر پایه یعنې تر پنځو کلو زیات له نېشه يي توکو سره د مبارزې وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس و. درې کاله د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د څارنې او ارزیابۍ آمر و. دوه کاله د «راه سبز باافتخار» موسسې د پروژو عمومي مالي او اداري مدیر و. نوموړی د (۱۳۹۷ل.ل) کال په پای کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنرۍ ته نوماند شو چې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو لخوا د لازمو رایو په ترلاسه کولو کمیشنر وټاکل شو. اوس د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کمیشنر په توګه په ژمنتیا دنده ترسره کوي.

ښاغلی دانشیار په مخکنیو بستونو کې لاندې لاسته راوړنې لري:

  • له نیشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي د پالیسۍ طرح او تدوین
  • په (۱۳۹۳ـ ۱۳۹۷) کلو کې د کورنیو، بهرنیو، بحراني حالاتو، رسنیزو او جندر اړیکو د ستراتیژیو طرح، تدوین او پلي کول.
  • د نیشه یي توکو پر وړاندې د انسجام د اونۍ د پروګرام طرح، تدوین او پلي کول، چې دغه پروګرام تر (۱۳۹۴ل.ل) کال وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت په پروګرامونو کې درج شو.
  • د نیشه یي توکو پر وړاندې د تبلیغاتي مبارزې په برخه کې د بهرنیو ډونرانو په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو د (INL) دفتر د مالي او تخنیکي همکاریو جلبول.
  • له نیشه توکو سره د مبارزي په موخه د ملي او سیمه ییزو خبریالانو د شبکې جوړول او
د سیمه ییزو ارګارنونو په خپلواکه اداره کې د سیمه ییزو ارګانونو د کارونو د نظارت لپاره د اغېزمنو نظارتي مکانیزنونو رامنځته کول.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون کمېشنره میرمن رحیمه ظریفي

خانم رحیمه ظریفی کمیشنر کمیسیون مستقل انتخابات

شخصي معلومات:

نوم: رحیمه ظریفي

د پلار نوم: محمد جمعه

 اصلي استوګنځی: د بلخ ولایت، خلم ولسوالي. 

زده کړې:

په (۱۳۹۱ـ ۱۳۹۴ل.ل) کلو کې یې د طلوع افتاب د لوړو زده کړو د موسسې د اقتصاد له پوهنځي د لیسانس سند اخیستی.

په (۱۳۸۸ـ ۱۳۹۰ل.ل) کلو کې یې په پلخمري ښار کې د بغلان فرهنګ په ښوونیز انستیتیوت کې د محاسبې برخه لوستې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د دارالانشاء لوی رئیس ډاکټر حبيب الرحمن ننګ

د ټاکنو خپلواک کمېسيون، د دارالانشاء لوی رئیس ډاکټر حبيب الرحمن ننګ

 ډاکټرحبیب الرحمن ننګ په ۱۳۵۴ لمریز کال، چې ۱۹۷۵ میلادي کال سره سمون خوري، د لغمان ولایت مرکز اړوند، د میدانیو کلي په یو معارفپاله، علمي او دینداره کورنۍ کې زېږیدلی دی. نوموړي لومړنۍ زده کړې په لغمان ولایت کې کړي دي، ورپسې يې ننګرهار عالي لېسه لوستې ده او په عالي درجه ترې فارغ دی.

غه راز ډاکټر حبیب الرحمن ننګ په طب برخه کې د لیسانس ترکچې زده کړې لري او په ۱۳۸۳ لمریز کال یې د فراغت سند ترلاسه کړی دی. ښاغلي ډاکټر ننګ ۲۰۰۴ میلادي کال څخه تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې ګڼو روغتیایي، ټولنیزو، سیاسي او ولسي ادارو سره په ملي او نړیواله کچه کار کړی دی.

ښاغلی ننګ د زیاتو معلوماتو، تجربو او پوهې ترلاسه کولو په موخه مالیزیا، کمبودیا او تاجکستان هېوادونو ته علمي سفرونه کړي دي، چې له امله یې زیاتې علمي او ټولنیزې تجربې هم ترلاسه کړي دي.

ډاکټر ننګ په کور دننه او بیرون د ظرفیت لوړونې زیاتې برنامې تعقیب کړي دي، نوموړی په ملي او نړیواله کچه زیات معلومات لري او د ښې تجربې خاوند دی.

حبیب الرحمن ننګ په ۱۳۹۶ لمریز کال د ټاکنو په برخه کې د متخصص په توګه مقرر شو او بیا يې په ۱۳۹۷ لمریز کال د جمهوري ریاست د عالي مقام د یو ځانګړي فرمان له مخې په خارج رتبه بست کې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء د لوی رئیس په صفت یې دنده پیل کړه.
د دارالانشاء لوی رئیس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ د خپلې مورنۍ ژبې سربیره انګلیسي او عربي ژبو سره هم اشنایي لري.

 

IEC Social Pages