د ټاکنو تر ورځې د وخت شمېرنه

ورځ
ساعت
دقيقه
ثانيه
د ۱۳۹۸ د ميزان ۶ مه، شنبه - د ولسمشریزو ټاکنو ورځ

تازه خبرونه

تاریخ انتشار ۱۲ اسد ۱۴۰۰

د کمېسیون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د مسودې بررسي!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مسوده د دارالانشاء لوی ریاست د ستراتیژیکو اړیکو د مرستیال له لوري د کمېسیون مشر او غړو ته وړاندې شوه او په یادې مسودې یې بحث او خبرې وکړې.

تاریخ انتشار ۱۲ اسد ۱۴۰۰

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند د درېیمو او څلورمو بستونو د شارټ لیسټ پروسه!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند د ۴۹ درېیمو او څلورمو بستونو د شارټ لیسټ پروسه، د د ګمارنې کمېټې تر رهبرۍ لاندې، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې استازي، بشري سرچینو، جنډر او د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند رياستونو استازي په کې برخه لري، شنبې ورځ څخه تر پنجشبې ورځ پورې د کمېسیون په مقر کې جریان لري.

تاریخ انتشار ۱۱ اسد ۱۴۰۰

د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو د پراخ ګډون پاليسۍ، تر عنوان لاندې تشريحي ورکشاپ!

د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو د پراخ ګډون پاليسي په یو ځانګړي ورکشاپ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کارکوونکي ته د کمېسيون په مقر کې د يو پریزنټيش له لارې تشريح شوه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ، د رای ورکونکو د رای ورکولو په ټولو مرکزونو کې کوټلي امنیتي ګامونه پورته کړي او د ټاکنو د ښه ترسره کولو له پاره یې امنیت ټینګ کړیدی. د رای ورکولو د مرکزونو د امنیت ټینګښت، د تقنیني اسنادو او تفاهم لیکونو له مخې د امنیتي ځواکونو په غاړه دی او امنیتي ځواکونه کولای شي د رای ورکولو په ټولو مرکزونو کې حضور ولري.

سیمه ییز تنظیمونکي او د رای ورکولو د مرکزونو چارواکي، د ټاکنو پر ورځ دنده لري چې د رای ورکولو په مرکزونو کې نظم او سمون راولي، د ټاکنو کارکونکي، رای ورکونکي، څارونکي، کتونکي او ځانګړي میلمانه د رای ورکولو په خاصو محلونو کې دنده لري چې د رای ورکولو په مرکزونو کې د سیمه ییزو ناظمانو او د رای ورکولو د مرکزونو د مسوولینو پریکړې په پام کې ونیسي.

د رای ورکولو په مرکزونو کې د حضور پر مهال باید دغه ضروري ټکو ته پاملرنه وشي:

  • د امنیتي چارواکو پرته، هیڅوک نه شي کولای وسلې یا داسې نور څیزونه چې د وسلو په بڼه وکاریږي د رای ورکولو مرکزونو ته له ځانه سره یوسي، آن تر دې چې د رای ورکولو په  ۱۰۰ مترۍ کې هم د وسلو ګرځول منع دي.
  • امنیتي چارواکي کولای شي د رای ورکولو په مرکزونو کې د نظم او ښه امنیت د ټیګښت له پاره یا د څارونکو او د رای ورکولو د مرکزونو د چارواکو په غوښتنه د رای ورکولو مرکزونو ته د ننه شي او د نظم او امنیت د ټینګښت وروسته دې ډیر ژر له هغې سیمې ووځي.

امنیتي مسولین باید:

  • د رای ورکولو د مرکزونو د باندې دې امنیت ټینګ کړي.
  • د رای ورکولو په مرکزونو د ننه دې د بې نظمیو او ګډوډیو مخه ونیسي.
  • د مرکزونو یا د رای ورکولو د محلونو د مسولینو په غوښتنه دې د رای ورکولو د ننه د نظم په ټینګښت کې مرسته وکړي.
  • د رای ورکولو مرکز د مسوول په غوښتنه دې، هغه څوک چې د رای ورکولو په مرکز کې ګډوډي جوړوي هغه دې د رای ورکولو له مرکزه د باندې وباسي.
  • د رای ورکولو د محل د ریس په غوښتنه دې د ټاکنیزو توکو امنیت ټینګ وساتي.

لومړۍ یادونه: د کورنیو چارو وزارت دې هغه امنیتی مسوولین چې د ټاکنو د تګلارو په برخو کې یې روزنه لیدلې باید د ټاکنو پر ورځ د رای ورکولو په مرکزونو کې وګوماري.

دویمه یادونه: د ملي پوځ ځواکونه هم کولای شي چې د رای ورکولو د مرکزونو د امنیت په ټینګښت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره مرسته وکړي.

دریمه یادونه: نړیوال ځواکونه هم کولای شي چې په ترینګلیو حالاتو کې د رای کولو بهیر د امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي.( خو په دې شرط چې  د افغانستان حکومت یې غوښتنه وکړي)

 

د زیاتو معلوماتو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ.

ستاسو رایه، ستاسو راتلونکې

 

معلوماتي پاڼه ۴

کوچیان د افغانستان هغه اوسیدونکي دي چې د موسم په بدلیدلو سره د هغوی مېنې هم بدلیږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې په شپږمه نیټه د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د کوچیانو له پاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د ټاکنیزو مبارزو وخت یا میعاد

د ټاکنیزو مبارزو د لایحې د دریمې مادې له مخې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو له پاره، (60) ورځې په پام کې نیول شویدي او دغه دوره د ټاکنو له ورځې (48) ساعته مخکې پای ته رسیږي.  

د کاندیدانو او سیاسي ګوندونو مکلفیتونه او د ټاکنیزو مبارزو شرطونه

کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ایتلافونه کولای شي په ټاکل شوي وخت، د قوانینو، لوایحو او تګلارو سره سمې، او د ټاکنیزو کمیسیونونو سره د هغې ژمنې له مخې چې په کې راغلي: (باید کاندیدان،سیاسي ګوندونه او ټلوالې، څارونکی او کتونکي) د دواړو کمیسیونونو سره پر شویو ژمنو ولاړ پاتې او خپلې ټاکنیزې مبارزې دې د هغې له مخې پر مخ یوسي.

  1. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه، د کاندیدانو د وروستي لست له خپریدلو او ټاکنیزو مبارزو له پیله وروسته بیا د سکوت په پړاو او د ټاکنو پر ورځ نه شي کولای خپلې ټاکنیزې هلې ځلې لکه: (د غونډو جوړول، د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو له لارې د تبلیغاتي کمپاین تر څنګ د دې حق هم نه لري چې پلساینونه، پوسترونه او بیلبورډونه ولګوي، او د خواله رسنیو له لارې خلکو ته پيغامونه ولیږي او یا هم د تیلیفون له لارې، ورته چارې تر سره کړي.
  2. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړو ته نه ده په کار چې د کاندیدانو او یا نورو ګوندو په ټاکنیزو هلو ځلو کې لاسوهنه وکړي، یا د نورو کاندیدانو تبلیغاتي پاڼې وشکوې او یا یې تخریب کړي او یا هم د هغوی هلې ځلې ګډوډې کړي.
  3. په ټاکنیزو مبارزو کې باید عامه نظم مختل نه شي.
  4. کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او ټلوالو ته نه ښايي چې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې د وسله وال پوځ کارکونکي قاضیان، څارنوالان او د دولت کارکونکي ورګډ کړي، دا رنګه امنیتي ځواکونه، قاضیان، څارنوالان او دولتی کارکونکي دې هم د کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او ټلوالو په ټاکنیزو مبارزو کې لاس وهنه نه کوي.
  5. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه باید د ټاکنیزو مبارزو پر مخ بیولو کې له ماشومانو باید کار وانخلي.
  6. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه حق نه لري چې بهرنیو وګړو او بنسټونو ته بلنه ورکړي چې د دوی په تبلیغاتي مبارزو کې برخه واخلي، دا رنګه بهرنیان هم نه شي کولای چې د کاندیدانو په تبلیغاتي مبارزو کې ګډون وکړي.
  7. هیڅوک نه شي کولای چې خلک په زور او جبر یا په ټاکنیزو مبارزو کې د برخې اخیستنې له پاره وهڅوي او یا یې له هغو څخه منع کړي.
  8. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي نه شي کولای د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یا د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له نښو یا علامو څخه ګټه پورته کړي.
  9. کاندیدانو ته نه ښايي چې په خپلو ټاکنیزو هلو ځلو کې (قامي، مذهبي، ژبني، سمتي، جنسیتي او ډله یزو) مسلو ته چې حساسیتونه پاروي لمن ووهي.
  10. کاندیدان مکلف دي چې د ټاکنیزې مبارزې تر بشپړیدو وروسته د شلو ورځو په موده کې ټول ځوړند شوي تبلیغاتي توکي لرې کړي او د ښارونو په پاکولوي ونډه واخلي.
  11. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي باید د خلکو شخصي ملکیتونو ته درناوی ولري، او وړاندې له دې چې هلته خپلې تبلیغاتي پاڼې ځوړندې کړي باید د هغه ملکیت د خاونده اجازه او رضایت تر لاسه کړي.
  12. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي نه شي کولای، چې په دولتی ودانیو خپلې تبلیغاتی پاڼې ونښلوي او یا هلته دغه شان پاڼې سریښ یا ولیکي. 
  13. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي د ښار د ښکلا او پاکوالي له پاره کولای شي خپل تبلیغات په بلبورډونو، پول ساینونو او په ټولنیزو بریښنايي پاڼو خپاره کړي.
  14. ښاروالۍ او اړونده ادارې مکلفې دي، ټولې سیمې او د ټاکنیزو بلبورډونو تر منځ واټن په پام کې ونیسي او ځایونه په هماغه کچه ورته وټاکي.
  15. کاندیدانو، سیاسي ګوندونو، ټلوالو او د هغوی ملاتړي، نه شي کولای چې د نورو کاندیدانو پر پوسترونو او انځورونوخپل پوسترونه او انځورونه سریښ او یا هغه له منځه یوسي.
  16. د کمیسیون کارکونکي او ښاروالیانې کولای شي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د سپارښتنو سره سمې خپلې ټاکنیزې مبارزې تر سره کړي، او هغه څه چې د (ټاکنیزو مبارزو) له لایحې مخالف وي هغه پوسترونه دې له سیمو ټول کړي.
  17. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي باید خپلې ټاکنیزې غونډې د قانون سره سمې ترسره کړي، او له هغې وړاندې دې د خپلو ټاکنیزو غونډو په تړاو اړونده ادارو سره د غونډې پر وخت او سیمې خبرې وکړي او هغوی ته دې معلومات ورکړي.
  18. که چیرته د کاندیدانو سیاسي ګوندونو او ټلوالو او د هغوی د ملاتړو له خوا پورتنۍ موضوعګانې نه مراعتیږي ، نو موضوع دې په رسمي بڼه له اړونده ادارو سره شریکه شي چې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال دغو سرغړونو ته رسیدنه وشي.  
  19. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ټاکنیزو سرغړونو ته د ټاکنیزو مبارزو پر مهال رسیدلي شکایتونه څیړي.

د ټاکنیزو مبارزو مالي سرچینې:

  1. د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د عامه پوهاوي، له پاره ټولې دولتي رسنۍ د کاندیدانو نظریات، موخې او مرامنامې د کمیسیون د تصویب شویو تګلارو سره سمې په منصفانه او بې پرې توګه خپروي.
  2. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې نه شي کولای د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د عامه ودانیو او ملګیتونو څخه ګټه واخلي، خو په دې شرط چې د واکمن مقام له خوا د یوې ټاکنیزې حوزې  ټولو کاندیدانو ته ورته اسانتیاوې برابرې شوي وي.
  3. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې حق نه لري چې د بهرنیو اتباعو، یا بهرنیو هیوادونو او یا د هغو له سیاسي نماینده ګیو څخه چې په افغانستان کې دي مادی یا معنوي مرستې تر لاسه کړي.
  4. کاندیدان باید تر لاسه شوې مرستې او خپل لګښتونه د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو د تنظیمولو د تګلارې سره سمې جوړې او کمیسیون ته دې په اړه رپوټ وړاندې کړي.
  5. خصوصي رسني دنده لري هغه شمیر افغانۍ چې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال له کاندیدانو تر لاسه کوي باید په اړه یې کمیسیون ته رپوټ ورکړي.
  6. د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو د مالي لګښتونو په اړه نورې موضوعګانې د ټاکنیزو مبارزو د مالي چارو په لایحه کې تنظیمیږي.

د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره ۱۹۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.

د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي او په دغو ټاکنو کې د روڼوالي له پاره، د (سیاسي ګوندونو او د کاندیدانو د استازیو)، کتونکو (د مدني ټولنې او نړیوالو بنسټونو استازي) او د رسنیو پراخه ګډون چې په قانوني توګه کار او فعالیت کوي ډیر ارزښتناک او اړین بریښي. یوازې هغه څارونکي او کتونکي بنسټونه کولای شي چې د ټاکنو له بهیر څخه څارنه او کتنه وکړي او یا هم رپوټ پرې چمتو کړي چې باور لیک یې تر لاسه کړی وي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو د قانون د نولسمې مادې د لومړۍ فقرې د لسم بند د حکم او د ټاکنیز مهالویش له مخې چې ټولو څارونکو، کتونکو او رسنیو ته د  ۰۶/۰۲/۱۳۹۸ څخه تر ۳۰/۰۶/۱۳۹۸، نیټې پورې یعنې د ولسمشریزو ټاکنو څخه شپږ ورځې وړاندې باور لیکونه ورکول کیږي. د دغو بنسټونو له پاره د باور لیکونو ورکول چې په طرزالعمل او تګلارو کې یې وړاندوینه شوې په لاندې ډول دي: 

الف) د کاندیدانو له پاره د باور لیکونو ورکول                  

کمیسیون د هغو کاندیدانو له پاره باورلیکونه جوړ او چاپوي او د کمیسیون د مشر  په لاسلیک او مهر یې هغوی ته سپاري چې د کاندیدانو په وروستي نوملړ کې یې نومونه راغلي وي. هغه کاندیدان چې باورلیکونه تر لاسه کوي، حق لري چې خپل څارونکي د ټاکنو له بیلابیلو بهیرونو د نظارت په موخه د کمیسیون له خوا د تصویب شویو لوایحو او تګلارو سره سم وټاکي.

ب) د سیاسي ګوندونو له پاره د باور لیکونو د صادرولو شرطونه

د سیاسي ګوندونو د څارونکو له پاره د باور لیکونو ورکول، د هغو وړاندیز شویو لایحو او تګلارو له مخې کیږي چې کمیسیون وضع کړیدي، دغه شرطونه په لاندې ډول دي:

  1. په لیکلې بڼه د غوښتنلیک وړاندې کول (د څارنې د باورلیک د تر لاسه کولو په موخه) چې د ګوند د مشر یا واکمن استازي پرې لاسلیک کړی وي؛
  2. د سیاسي ګوند د هغه معتبره جواز وړاندې کول چې له شپږو میاشتو زیات یې د اعتبار نیټه پاتې وي؛ او
  3. د (۰۱) فورمې لاسلیکول او بشپړول او د [(۰۱) فورمې هغه معلومات چې د سیاسي ګوند سره تړاو لري.]
  4. د (۰۱) فورمې لاسلیکول او بشپړول اود [(۰۱) فورمې او سیاسي ګوند سره تړلي معلومات.]
  5. او د کړنلارې هغه  اصول [د (۰۱) فورمې هغه معلومات چې سیاسي ګوند سره تړاو لري.]

ج) د کتونکو له پاره د باور لیک د ورکولو شرطونه

د کتونکو له پاره د باور لیکونو صادرول (د مدني ټولنې هغه بنسټونه چې د ټاکنو او نړیوالو بنسټونو سره تړاو لري.) د هغو شرایطو په پام کې نیولو سره چې د باور لیکونو له پاره په طرزالعمل او تګلارو کې راغلی تر سره کیږي، دغه شرایط په لاندې ډول دي:

  1. په لیکلې بڼه د غوښتنلیک سپارل (د کتونکي له پاره د باور لیک په تړاو) چې د بنسټ د مشر لاسلیک پرې شوی وي او یا د بنسټ د واکمن استازي لاسلیک ولري؛
  2. د هغه جواز لرل چې د عدلیې، اطلاعاتو او فرهنګ او یا د اقتصاد وزارت له خوا ورکړل شوی وي او لږ تر لږه شپږ میاشتې یې د اعتبار موده پاتې وي؛
  3. د (۰۱) د فورمې بشپړول او لاسلیک چې د کمیسیون له خوا د ژمنلیک او تګلارو سره سمه وي؛
  4. د ټاکنو، ولسواکۍ، بشري حقونو، د ښځو سیاسي ټولنو، معلولینو او لږکیو یوه برخه د کتونکو په اساسنامه کې ځای لري او په دې تړاو وړاندوینه هم شویده؛
  5. د ځانګړې خپرونې او ویب پاڼې او په تشکیلاتو کې د یو یا څو کتونکو له پاره د بستونو لرل ؛
  6. د کتونکو له خوا کمیسیون ته د رپوټ وړاندې کول، د هغو بنسټونو له خوا چې په تیرو ټاکنو کې یې باورلیکونه تر لاسه کړي وو؛ او
  7. په افغانستان کې د پاتې کیدو او اقامې ویزې او د کار د جواز لرل (په دې شرط چې ورسره وي) او هغه نړیوالو کتونکو ته وښيي.

 د) رسنیو ته د باور لیکونو د صادرولو شرطونه

رسنیو ته د باورلیکونو صادرول د لایحو ، تګلارو او وړاندیز شویو شرایطو له مخې ترسره کیږي. دغه شرایط په لاندې توګه دي:

  1. د رپوټولو له پاره د باورلیک تر لاسه کول په لیکلې بڼه کیږی، خو چې د هماغه بنسټ د مشر یا واکمن استازي لاسلیک پرې شوی وي؛
  2. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه یې جواز ترلاسه کړی وي؛ او
  3. د (۰۱) د فورمې لاسلیک کول او بشپړول او د [(۰۱) فورمې ډکول چې د رسنۍ په تړاو معلومات په کې راغلي وي.]

څارونکي، کتونکي او رسنیز بنسټونه کولای شي په حضوري توګه د کمیسیون د دارالانشاء د حقوقو په ریاست کې، په ولایتي دفترونو یا د آن لاین له طریقه د دغه ادرسه http://hq.iec.org.af/accreditation د باور لیک د تر لاسه کولو له پاره غوښتنلیک واستوي. بهرني خبریالان، ځانګړي میلمانه او نړیوال کتونکی کولای شي چې د کمیسیون د دارالانشاء د بهرنیو اړیکو له ریاسته په آن لاین توګه د کارت د تر لاسه کولو غوښتنه وکړي.

 د غوښتنلیک او بارو لیک د صادرولو بهیر:

  1. د باورلیک د ترلاسه کولو له پاره په لیکلې بڼه د غوښتنلیک استول او د (۰۱) فورمې بشپړول او لاسلیک کول د تګلارو سره سم اړین بریښي، څارونکي او کتونکی بنسټونه ژمن لیک هم باید لاسلیک کړي.
  2. د باورلیکونو د غوښتونکو د اسنادو ارزونه او د ډاډ تر لاسه کول چې اسناد په سمه توګه بشپړ شوي او د کمیسیون په واک کې ورکړل شوي وي.
  3. د کمیسیون په غونډه کې د غوښتونکو پر اسنادو پریکړه تر څیړنو وروسته کیږي چې باورلیک ورکړل شي که نه؟
  4. په شرایطو د برابرو غوښتونکو له پاره د باورلیکونو برابرول. په دغه پړاو کې اړونده څانګې، باورلیکونه جوړوي او د کمیسیون د ریس له لاسلیکولو وروسته یې اړونده بنسټ ته سپاري.
  5. د باور لیکونو د ویش سره هم مهاله د باور لیکونو صادرول په آن لاین بڼه د کارونکو په حساب (User) او (Password) چې د هماغه کس په شان بنسټونو ته هم جوړیږي. هغه بنسټ چې باورلیک لري، کولای شي د همدغه حساب له مخې د استازو په تړاو معلومات او د ( څارونکو، کتونکو، خبریالانو، او همغږی کونکو) په اړه معلومات په سیستم کې ثبت کړي او د څارونکو یا کتونکو له پاره کارټونه جوړ او چاپ کړي.
  6. د باور لیکونکو لرونکی بنسټونه باید د مهر او تصدیق له پاره چاپ شوي کارټونه په کابل کې مرکزي دفتر یا (د ولایتی دفترونو اړونده څانګې) ته د کمیسیون ولایتی دفترونو ته ورشي. دغه کارتونه له تائید وروسته د تګلارو له مخې د اعتبار وړ دي او د بنسټونو له خوا د هغوی پر استازیو ویشل کیږي.
  7. کمیسیون د نړیوالو کتونکو د پیژنګلوۍ کارټونه په (انفرادي) توګه چاپ، تصدیق او مهر پرې لګوي.
  8. باورلیکونه او ویشل شوي کارتونه یوازې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال اعتبار لري، خو چې په اړه یې  د کمیسیون له خوا بله پریکړه و نه شي.

په دې اړه نور اړونده اسناد  

د باورلیکونو لایحه او تګلاره، د پیژنګلوۍ د کارټونو صادرول، د باورلیکونو او پيژنګلوۍ د کارتونو تخنیکي لارښونې او د څارونکو، کتونکو او ځانګړو میلمنو له پاره د کارتونو ویش په تخنیکی برخو کې راځي.

 

ستاسو رایه، ستاسو راتلونکې

د زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ

 

 معلوماتي پاڼه ۱۰

IEC Social Pages