د ټاکنو تر ورځې د وخت شمېرنه

ورځ
ساعت
دقيقه
ثانيه
د ۱۳۹۸ د ميزان ۶ مه، شنبه - د ولسمشریزو ټاکنو ورځ

تازه خبرونه

تاریخ انتشار ۱۲ اسد ۱۴۰۰

د کمېسیون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د مسودې بررسي!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مسوده د دارالانشاء لوی ریاست د ستراتیژیکو اړیکو د مرستیال له لوري د کمېسیون مشر او غړو ته وړاندې شوه او په یادې مسودې یې بحث او خبرې وکړې.

تاریخ انتشار ۱۲ اسد ۱۴۰۰

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند د درېیمو او څلورمو بستونو د شارټ لیسټ پروسه!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند د ۴۹ درېیمو او څلورمو بستونو د شارټ لیسټ پروسه، د د ګمارنې کمېټې تر رهبرۍ لاندې، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې استازي، بشري سرچینو، جنډر او د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند رياستونو استازي په کې برخه لري، شنبې ورځ څخه تر پنجشبې ورځ پورې د کمېسیون په مقر کې جریان لري.

تاریخ انتشار ۱۱ اسد ۱۴۰۰

د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو د پراخ ګډون پاليسۍ، تر عنوان لاندې تشريحي ورکشاپ!

د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو د پراخ ګډون پاليسي په یو ځانګړي ورکشاپ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کارکوونکي ته د کمېسيون په مقر کې د يو پریزنټيش له لارې تشريح شوه.

د نړیوالو معیارونو پر بنسټ، د ټاکنو په بیلابیلو بهیرونو کې د څارونکو او کتونکو شتون، په ټاکنو کې د رڼښت، عدالت او سرتاسري والي ضمانت کوي. څارونکي او کتونکي د ټاکنو له بهیر پر کره  څارنې، د ټاکنیزو جرمونو مخنیوی کوي، تر څنګ یې له ټاکنو وروسته د پیښیدونکو شخړو مخه هم نیسي. هغه څارونکي او کتونکی چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه باور لیکونه تر لاسه کوي، لاندې دندې او مکلفیتونه لري:

الف. کورني څارونکی او کتونکي

کورني څارونکي چې د سیاسي ګوندونو او خپلواکو کاندیدانو له خوا پر ټاکنو د څار په موخه پیژندل کیږي، د ټاکنو د قانون له مخې لاندې حقونه او مکلفیتونه لري:

  • د کمیسیون څخه د باور لیک تر لاسه کول او د طرزالعمل له مخې معلوماتو ته لاسرسی.
  • د ټاکنیزو توکو پر تخصیص یا ځانګړتیا څارنه، د رای ورکولو په مرکزونو کې د محلونو پرانیسته، د رای ورکولو په مرکز کې رای شمیرنه، په فورمو کې د پایلو رسول، په ځانګړو کڅوړو کې د پایلو ځای پر ځای کول، په محلونو کې د ټاکنیزو توکو ساتنه، د رایو بیا شمیرنه، د ځانګړو کڅوړو د محلونو میندنه (انتک) او د رایو د ملي جمعبندۍ مرکز.
  • د څارونکو له خوا د شکایت رسول او د اعتراض کول اړونده ادارې ته کله چې سرغړونه او یا ټاکنیز جرم وویني.
  • د ټاکنو د بهیر په اړه د رپوټ ورکول او د رپوټ لیکلو په وخت کې ریښتینی پاتې کیدل او د څارونکي له خوا د شکایت درجول.
  • د پروپاګند له خپرولو څخه ډډه کول، او په تګلارو کې د وړاندې شویو مواردو په پام کې ساتل.

ب. نړیوال څارونکي او کتونکي

نړیوال څارونکي او کتونکي، د ټاکنو د قانون سره سم لاندې حقونه او مکلفیتونه لري:

  • نړیوال څارونکي او کتونکي د ټاکنو په بهیر کې معلوماتو ته د لاسرسي حق لري، په بې پرې توګه د ټاکنو له بهیره رپوټ چمتو کوي چې وروسته هغه بیا حکومت، د ملګرو ملتونو استازي دفتر او رسنیو ته استوي. نړیوال څارونکي او کتونکي د ټاکنو د قانون د حکمونو او نورو تقنیني اسنادو او تګلارو مراعتولو ته ژمن دي او په ځینو برخو کې کولای شي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته اعتراض یا شکایت وکړي.

اړین او ضروري ټکي:  

  • کله چې څارونکي او کتونکي د رای شمیرنې پر مهال حاضر نه وي، نو د رای ورکولو د مرکز مشر رای شمیرنه پیلوي او د څارونکو او کتونکو ناسوبتیا په ژورنال کې ثبتوي. په دې حالت کې د هغو محلونو رایې معتبرې شمیرل کیږي چې په اړه یې شکایتونه نه وي درج شوي.
  • هیڅوک حق نه لري چې څارونکي یا کتونکي د رای ورکولو یا رای شمیرنې له مرکزه وباسي، خو کله چې رای شمیرنه بشپړه شي او صندوقونه مهر و لاک شوي وي.
  • څارونکي او کتونکي کولای شي چې د دغو څیزونو په کتو سره اعتراض وکړي: که رای ورکونکی په شرایطو برابر نه وي، یا یې د رای ورکولو پر وخت تذکره سټیکر و نه لري، یا سټیکر له رای ورکونکي سره سر و نه خوري او یا هم یو څوک دوه ځلې رایه ورکړي. اعتراض هغه وخت کیدای شي چې یو کس رای پاڼه مخکې له دې چې صندوق کې یې واچوي تر لاسه کړي، د دې له پاره چې د کتونکو او څارونکو اندیښنه د رای ورکولو د مرکز د چارواکي له خوا له منځه تللی وي، څارونکي او کتونکي کولای شي خپل اعتراض د کمیسیون په ولایتي دفتر یا د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې ثبت کړي.

محدودیتونه:

  • څارونکي او کتونکي نه شي کولای د ټاکنو په بهیر کې د رای ورکولو او یا د پټو رایو په اړه مداخله وکړي. هغوی ته نه ښايي چې د رای ورکونکو په شخصي چارو کې لاسوهنه وکړي. دا رنګه هغوی نه شي کولای د ټاکنو په اجرایي چارو کې ځانونه ښکیل کړي، یا د رای ورکونکو سره د رای ورکولو په اړه همکاري وکړي. که د څارونکو او کتونکو شمیر په یو محل کې زیات شي، د مرکز مدیر یا د محل ریس کولای شي هغوی ته په نوبت سره د حضور اجازه ورکړي.
  • د ټاکنو پر مهال او رای شمیرنه کې یوازې ښځینه څارونکې کولای شي چې ښځینه محل ته وردننه شي.
  • د ټاکنو خپلواک کمیسیون کولای شي د اصولو څخه د سرغړونې پر مهال د سیاسي ګوند یا بنسټ او یا د څارونکو او کتونکو د پيژنګلوۍ کارټونه باطل کړي.

 

د زیاتو معلوماتو له پاره د کمیسیون ویب پاڼې  www.iec.org.af  ته سر ورښکاره کړئ او یا هم ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ.

 

معلوماتي پاڼه ۸

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ کال د تلې شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو نیټه اعلان کړې، او په هغو کې د درغلیو د مخنیوي له پاره د بایومتریک سیستم څخه ګټه اخلي. د رای ورکولو د لایحې له مخې، د رای ورکولو د هر محل له پاره د بایومتریک یوه دستګاه ځانګړې شوې او د هر محل د برښنايي نوملړ له پاره د تګلارې سره سم د بایومتریک یو ماشین د ګټې اخیستلو له پاره ایښودل شوی. د رای ورکولو د هر محل چاپي نوملړ د ټاکنیزو توکو سره یو ځای هماغه محل ته استول کیږي. دغه نوملړ د بار کود یوه ځانګړې شمیره لري چې بایړومتریک دستګاه د هغو په لوستلو سره د هماغه محل د رای ورکونکو نوملړ موندلای شي. رای ورکونکي اړ دي، وړاندې تر دې چې رای پاڼه تر لاسه کړي، خپله د تابعیت اصلي تذکره، یا د نوم ثبتونې هغه تصدیق له ځانه سره ولري چې کمیسیون یې د پیژنګلوۍ له پاره ورکړیدی .

 موظف کارکونکی، د رای ورکونکي د نوم ثبتونې د ځانګړي تصدیق سره د رای ورکونکو په نوملړ کې د شته معلوماتو له مخې نور ټول معلومات د بایومتریک سیستم ته وردننه کوي.  کله چې د رای ورکونکی نوم د نوم ثبتونې نوملړ ته د نورو معلوماتوو سره وردننه شو، د رای ورکونکي ځانګړنې اخیستل کیږي او په هماغه محل کې د رای ورکونکو په ډله کې ورزیاتیږي. دا رنګه د رای ورکونکو په چاپي نوملړ کې د رای ورکونکي د نوم مخې ته نښه ایښودل کیږي چې له هغې سره سم بیا هغه کس ته د رای ورکولو اجازه ورکول کیږي. د رای ورکونکو چاپي نوملړ د بایو متریک په دستګاه کې د شته نوملړ سره باید یو شان وي. خو که چیرته د رای ورکونکي د نوم ثبتونې ځانګړی تصدیق د رای ورکونکو په نوملړ کې نه وي، او یا د هغه په اړه معلومات سره سر و نه خوري، نو د اړونده تګلارې له مخې هغه کس چې د رای ورکولو په محل کې په شرایطو برابر ونه ګڼل شي نو هغه ته دې سپارښتنه وشي چې هغه مرکز یا محل ته ورشي چې هلته یې نوم ثبت شوی وي.

په بایو متریک سیستم کې د ځانګړتیاو د ثبتولو لارې چارې

موظف کارکونکی په شرایطو د برابرو رای ورکونکو عکس، څیره، تذکره او دواړو لاسونو د ګوتو نښې له هغو څخه اخلي. د دغو ځانګړنو تر معلومیدو او بایو متریک ثبت وروسته QR)  Code) چاپیږي او د رای ورکولو د پاڼو د ویش کارکونکی د رای پاڼې په شاتنۍ برخه کې چې رای ورکونکي ته سپارل کیږي نصبوي. خو دغه څه د رایو محرمیت له منځه نه وړي. کله چې د رای ورکونکي ګوته غوڅه شوې وي، د بل لاس د ګوتې نښه یې اخیستل کیږي، که چیرته د رای ورکونکي ټول لاس پرې شوی وي، د تګلارې له مخې د هغه د بل لاس د دواړو ګوتو نښه اخیستل کیږي، او که د رای ورکونکي دواړه لاسونه پرې شوي وي، نو یوازې د هغه په عکس، څیرې او تذکرې بسنه کیږي، او هغه کس کولای شي رایه ورکړي، چې په دې حالت کې دغه موضوع د محل په ژورنال کې ثبتیږي.

  د رای ورکولو د هر مرکز له پاره د بایومتریک سیستم یوه اضافي دستګاه هم په پام کې نیول شوېده. که چیرته په کوم محل کې کومه دستګاه کار ور نه کړي، نو له دغې اضافي دستګاه څخه هلته کار اخیستل کیږي.

کله چې په کوم محل کې د هر دلیل له مخې که دغه دستګاه کار ورنه کړي، د محل مشر دې په سر کې هڅه وکړي دغه ستونزه هواره کړي، خو که ډیر ژر دغه ستونزه نه هواریده، د رای ورکولو د مرکز مدیر کولای شي د بایومتریک اضافی دستګاه د هماغه مرکز د ریس په واک کې ورکړي، او موضوع دې ژورنال ته ورسوي او په اړه یې باید ولایتي دفتر ته هم معلومات ورکړي.

د محل ریس او کارکونکی د بایو متریک سیستم له وسیلو نه باید سم کار واخلي، او د دغه سیستم په ساتنه  کې د هغوی زیات مسوولیت لري، او که په دستګاه کې هر ډول خرابي پیښه شوه، نو مسوولیت یې د هغو په غاړه دی.

 

د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ.

  معلوماتي پاڼه ۱۱

د ټاکنو خپلواک کمیسیون، ژمن دی چې د تلې د شپږمې نیټې ولسمشریزې ټاکنې  رڼې، ازادې، عادلانه او په سرتاسري توګه ترسره کړي. کمیسیون په ټاکنیز بهیر کې د ټاکنیزو جرمونو او د درغلیو د مخنیوي په کار کې یو لړ ګامونه اخیستي چې له ډلې یې د بایو متریک سیستم څخه کار اخیستنه (د ګوتو د نښه کولو ثبت، د څیرې او تذکرې عکس، د تذکرې په شاتنۍ برخه کې د لګیدلي ستیکر عکس او رسید) هغه څه دي چې یادونه یې کولای شو. دا رنګه د رای ورکونکي د ګوتې رنګول، د هغوی د تذکرې نښه کول په هغه مارکر چې ماورای بنفش  یا (د لیدلو وړ نه وي)، د ټاکنو پر ورځ له دریو بجو څخه رای شمیرنه پیلیږي او  د رای ورکولو مرکزونو ته د بایو متریک سیستم له لارې هغه په چټکه او دیجیتلي توګه استول کیږي. دا رنګه دغه بهیر د کورنیو څارونکو ( د ټاکنیزو څارونکو بنسټونو، د نوماندانو څارونکو، ګوندونو او سیاسي ټلوالو له خوا)،  هغو رسنیو او نړیوالو کتونکو له خوا چې له کمیسیون څخه یې باور لیکونه اخیستي څارل کیږي. نو له همدې امله خلکو او اړونده ښکیلو خواو ته په کار ده چې په خپل وخت، رڼو، عادلانه، سرتاسري او له درغلیو او ټاکنیزو سرغړونو پرته ټاکنو په اړه پوره ډاډمن واوسي.

د رای شمیرنې په بهیر کې روڼوالی

رای شمیرنه د ټاکنیزو څارونکو او کتونکو تر څارنې لاندې ترسره کیږي او نامسوله کسان نه شي کولای چې په مستقیمه یا غیرمستقیمه توګه دغه بهیر ته وردننه شي. هغه څارونکي او کتونکي چې د پیژنګلوۍ باوري کارتونه لري کولای شي د رای ورکولو په مرکزونو کې د رای شمیرنې له بهیره کتنه او څارنه وکړي. څارونکي، کتونکي، د رسنیو استازي او ځانګړي میلمانه باید د رای شمیرنې په محلونو کې د ګډوډۍ سبب نه شي چې ورسره دغه بهیر وروسته پاتې شي او یا ځنډ په کې پيښ شي.

د رای شمیرنې د مرکزونو کارکونکي د رای شمیرنې په محلونو کې د څارونکو، کتونکو او د رسنیو د استازو د حضور په برخه کې خنډ نه پیښوي، خو که د رای شمیرنې په محلونو کې له حده تیره  د څارونکو، کتونکو، د رسنیو د استازیو او ځانګړو میلمنو ګڼه ګوڼه ولیدل شي، د رای ورکولو د مرکز مشر کولای شي چې نورې لازمې لارې خپلې کړي او د ټولو خواو له پاره یو لازم حد وټاکي او په محدود شمیر کې هغوی ته اجازه ورکړي. د رای شمیرنې په بهیر کې د څارونکو او کتونکو نشتوالی باید په ژورنال کې ثبت او د مرکز له مدیره دې وغوښتل شي چې دغه موضوع تائید کړي. څارونکو، کتونکو او د رسنیو استازو ته نه ښايي چې د رای شمیرنې پر مهال په تیره بیا د کاندیدانو د رایو د شمیرلو په وخت کې احساسات په ډاګه کړي چې نظم ورسره ګډوډیږي. 

د رای شمیرنې د محل کارکونکي مسوولیت لري چې د رایو د صندوقونو د مهرولاک شمیرې دې د ټولو څارونکو، کتونکو، د رسنیو د استازیو او ځانګړو میلمنو په حضور کې په لوړ غږ سره ولولي او د همدغو څارونکو او کتونکو پر وړاندې دې دغه صندوقونه پرانیزي.

د رای شمیرنې د محل کارکونکي دې په لومړي پړاو کې، باید په صندوقونو کې شته رایې د طرزالعمل سره سمې په لاندې توګه ډلبندي کړي:  

۱ـ هغه رای پاڼې چې د بایومتریک د ثبت تصدیق ولري (QR code):  دغه پاڼې دې د طرزالعمل سره سمې ډلبندي او وشمیرل شي.

۲ـ هغه رای پاڼې چې د بایومتریک ثبت تصدیق نه لري (QR code): دغه پاڼې د اعتبار وړ نه دي او په باطلو پاڼو کې شمیرل کیږي.

همدارنګه، په راتلونکو پړاوونو کې، ګومارل شوي کارکونکي، معتبره او نا معتبره پاڼې د طرزالعمل سره سمې له بیلولو وروسته ډلبندي کوي. د رای شمیرنې په پای کې د پایلو فورمه بشپړیږي او د طرزالعمل سره سمه سکاشتیپ کیږي او د پایلو په ډیجیتلي فورمه کې نصبیږي او  د محل د ریس یا کوم بل کارکونکي تر نظر لاندې په بایومتریک ماشین کې یې تشې خانې ډکیږي او د هرو دوو فورمو (د پایلو فورمه او دیجیتلي فورمه) د هغه له خوا پرتله کیږي. وروسته د محل ریس یا د کوم بل کارکونکي تر نظر لاندې د بایومتریک د ثبتولو د دستګاه نه په ګټې اخیستنې د اصلي فورمې عکس چې د هماغه کس له خوا لاسلیک شوی او د طرزالعمل سره سمه سکاشتیپ شوې اخیستل کیږي او مرکز ته استول کیږي.

د پایلو د فورمې د عکس اخیستلو په وخت کې، باید نیټه او د عکس اخیستلو وخت چې د بایومتریک په ماشین کې په خودکاره توګه ثبتیږي او د بایومتریک سیستم داسې تنظیمیږي چې د ګټه اخیستونکي پرته بدلون و نه مومي. 

 

د زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ

 

 معلوماتي پاڼه ۱۲

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه نیټه چې د ( ۲۰۱۹  کال د سپتمبر له  ۲۸) سره سمون خوري، ولسمشریزې ټاکنې ترسره کوي. ولسمشریزې ټاکنې، ډیرې ارزښتناکې او برخلیک ټاکونکې ملی ټاکنې بلل کیږي، چې په افغانستان کې د نوی ولسمشر د ټاکلو له پاره په هرو پنځو کالو کې یو ځلې ترسره کیږي. د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون له مخې د هیواد هر اوسیدونکی چې په شرایطو برابر وي، کولای شي د دغې مهمې څوکۍ د خپلولو له پاره ځان دغو ټاکنو ته ونوموي.  د دغه پست کاندیدان، د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره باید د ټولو قانونی رایو څخه پنځوس جمع یوه رایه خپله کړي که چیرې داسې و نه شي، د ولسمشریزو ټاکنو دوه تنه هغه کاندیدان چې تر نورو هغو یې زیاتې رایې اخیستې وي، د ټاکنو په دویم پړاو کې په خپلو کې سیالۍ ته وځي او رای ورکونکي هغوی ته خپلې رایې کاروي.

په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي په اړه تدبیرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون، ژمن دی چې د روان کال د تلې په شپږمه نیټه ترسره کیدونکې ولسمشریزې ټاکنې به په راڼه، خپلواکه، عادلانه او سرتاسري توګه ترسره کړي. کمیسیون د درغلیو او ټاکنیزو سرغړونو د مخنیوي له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي، چې په بایومتریک سیستم (د ګوتې نښه، عکس او څیره) په کې اخیستل کیږي او د رای ورکولو پر ورځ د رای ورکونکو د ګوتو رنګول، په داسې مارکر چې (دلیدو وړ نه وي)، دا رنګه دغه بهیر د کورنیو څارونکو (پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو، د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او ائتلافونو د څارونکو) رسنیو او نړیوالو کتونکو له خوا چې کمیسیون ورته باور لیکونه ورکړي څارل کیږي. نو خلک او نورې اړونده خواوې باید د ټاکنو، د پر وخت ترسره کولو، رڼو، عادلانه او له سرغړونو او درغلیو څخه د پاکو ټاکنو له امله ډاډمن واوسي.

په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون

د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون له مخې، ټول په شرایطو برابر کسان د رای ورکولو په برخه کې برابر حقونه لري، او د هرکس رایه له برابر ارزښت څخه برخمنه ده. نو د ټولو رای ورکونکو له پاره،
پرته د جنسیتي، قامي، مذهبي، دیني، ژبنیو او سیمه یزو تعصبونو، د دې زمینه برابره شوې چې په راتلونکو ولسمشریزو  ټاکنو کې برخه واخلي او په خلاص مټ د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي چې په دې توګه خپله ملي وجیبه تر سره کړي.

رای‌ ورکونکي باید لاندې شرطونه ولري:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • د ټاکنو په ورځ یې اتلس کلنۍ عمر بشپړ کړی وي.
  • په ټاکنو کې یې د رای ورکونکي په توګه خپل نوم ثبت کړی وي.
  • د قانون یا محکمې په حکم له مدنی حقوقو څخه محروم شوی نه وي.

د ټاکنو پر ورځ د ټاکنو بهیر، د سهار په اوو بجو پیل او د مازدیګر تر دریو بجو پورې به روان وي. رای ورکونکي کولای شي چې په ټاکلې ورځ او ټاکل شوي وخت د رای ورکولو مرکزونو ته ورشي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي. 

 

د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ.

ستاسو رایه، ستاسو راتلونکي

IEC Social Pages