د ټاکنو تر ورځې د وخت شمېرنه

ورځ
ساعت
دقيقه
ثانيه
د ۱۳۹۸ د ميزان ۶ مه، شنبه - د ولسمشریزو ټاکنو ورځ

تازه خبرونه

تاریخ انتشار ۱۲ اسد ۱۴۰۰

د کمېسیون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د مسودې بررسي!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مسوده د دارالانشاء لوی ریاست د ستراتیژیکو اړیکو د مرستیال له لوري د کمېسیون مشر او غړو ته وړاندې شوه او په یادې مسودې یې بحث او خبرې وکړې.

تاریخ انتشار ۱۲ اسد ۱۴۰۰

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند د درېیمو او څلورمو بستونو د شارټ لیسټ پروسه!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند د ۴۹ درېیمو او څلورمو بستونو د شارټ لیسټ پروسه، د د ګمارنې کمېټې تر رهبرۍ لاندې، چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې استازي، بشري سرچینو، جنډر او د ټاکنو خپلواک کمېسیون اړوند رياستونو استازي په کې برخه لري، شنبې ورځ څخه تر پنجشبې ورځ پورې د کمېسیون په مقر کې جریان لري.

تاریخ انتشار ۱۱ اسد ۱۴۰۰

د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو د پراخ ګډون پاليسۍ، تر عنوان لاندې تشريحي ورکشاپ!

د ملکي خدمتونو په ادارو کې د ښځو د پراخ ګډون پاليسي په یو ځانګړي ورکشاپ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون کارکوونکي ته د کمېسيون په مقر کې د يو پریزنټيش له لارې تشريح شوه.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د غزني په ولايت کې د رای ورکونکو د نوم ثبتونې بهير د روان کال د غبرګولي په اتلسمه نيټه پيلوي چې د چنګاښ تر اتمی نيټې پورې به بشپړه شي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د رای ورکونکو د تقويتي نوم ثبتونې بهير په ټولو ولسواليو او د ټولو ۳۳ ولايتونو د ښارونو په ناحيو کې (پرته د غزني له ولايته چې هلته نوم ثبتونه عمومي ده) پيلوي. په شرايطو برابر کسان کولای شي چې د روان کال د غبرګولي له اتلسمې نيټې څخه د چنګاښ تر اتمی نيټې پورې د نوم ثبتونې نژدې مرکز ته ورشي او خپل نومونه ثبت کړي.

ټاکنې څه شی دي؟

ټاکنې د ولسواکۍ یا ډیموکراسۍ هغه غوښنه برخه ده چې له مخې یې د خلکو له خوا د حکومت واکمني ټینګیږي. د ټاکنو معنا دا ده چې خلک د خپل ولسمشر، د ملي شورا، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د استازو په ټاکنه کې برخه اخلي او خپل سیاسي مشران ټاکي

IEC Social Pages