د ټاکنو تر ورځې د وخت شمېرنه

ورځ
ساعت
دقيقه
ثانيه
د ۱۳۹۸ د ميزان ۶ مه، شنبه - د ولسمشریزو ټاکنو ورځ

تازه خبرونه

تاریخ انتشار ۳۱ جوزا ۱۴۰۰

په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس سره د اروپایي ټولنې د مسولینو خبرې!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي اورنګ زیب په کابل کې د اروپایي ټولنې مسولینو سره، د دوی د تېرو همکاریو، چې له کمېسیون سره یې کړې وې، د Zoom meeting له لارې بحث او خبرې وکړې.

تاریخ انتشار ۳۰ جوزا ۱۴۰۰

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رهبري هيئت ناسته!

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رئیس ښاغلي اورنګ زيب په مشرۍ د کمېسيون د رهبري هيئت ناسته د کمېسيون په مقر کې ترسره شوه.

تاریخ انتشار ۲۹ جوزا ۱۴۰۰

د ناوړه دودونو ضد غورځنګ له مشرتابه سره د کمیسیون د دارالانشاء لوی رئیس لیدنه!

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لوی رئیس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ، د ناوړه دودونو ضد غورځنګ له رئیس، ښاغلي خان ولي عادل او مل پلاوي سره یې د دغه بنسټ په مقرکې وکتل.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د رای ورکونکو د تقويتي نوم ثبتونې بهير په ټولو ولسواليو او د ټولو ۳۳ ولايتونو د ښارونو په ناحيو کې (پرته د غزني له ولايته چې هلته نوم ثبتونه عمومي ده) پيلوي. په شرايطو برابر کسان کولای شي چې د روان کال د غبرګولي له اتلسمې نيټې څخه د چنګاښ تر اتمی نيټې پورې د نوم ثبتونې نژدې مرکز ته ورشي او خپل نومونه ثبت کړي.

تقويتي نوم ثبتونه د هغو خلکو له پاره ده چې:

  1. د ټاکنو په ورځ قانوني عمر «18 کلنۍ» ته رسيدلي وي؛
  2. نوي هيواد ته راستانه شوي وي؛
  3. پخوا يې نومونه نه وي ثبت کړي؛
  4. يا پخوا يې د رای ورکونکو په نوملړ کې نوم غلط ليکل شوی وي يا يې تذکره ورکه شوي وي او يا هم تذکره يې دومره خرابه شوې وي چې د هغه کس اساسي ځانګړنې په کې د لوستلو نه وي؛ او
  5. د قانون يا محکمې په حکم له مدني حقونو نه وي محروم شوی.

 خلک چيرته خپل نومونه ثبتولای شي؟

 د ټاکنو خپلواک کميسيون د احصايې د مرکزي ادارې سره په همغږۍ، معارف، امنيتي ادارو او نورو ښکيلو بنسټونو په همکارۍ او همغږۍ داسې زمينه برابره کړې چې په شرايطو برابر هر سړی کولاي شي په ولسمشريزو ټاکنو کې د هيواد په هر ګوټ کې چې اوسيږي د نوم ثبتونې مرکزونو ته ورشي او خپل نومونه ثبت کړي. د نوم ثبتونې په هر مرکز کې دوه محلونه چې يو يې «ښځينه» او بل يې «نارينه» مرکز وي فعال دي، د ښځينه نوم ثبتونې په مرکز کې ښځينه کارکونکې ګومارل شوي چې په شرايطو برابرې ميرمنې کولای شي په راتلونکو ټاکنو کې د کډون په موخه دغو مرکزونو ته ولاړې شي او خپل نومونه ثبت کړي. کوچيان او هندوان هم کولای شي چې د تقويتي نوم ثبتونې مرکزونو ته ورشي او نومونه ثبت کړي.

 مينه وال کولای شي د  «جمعې»، په ګډون هره ورځ د سهار له اوو بجو څخه د مازديګر تر څلورو بجو پورې د رای ورکونکو د نوم ثبتونې مرکزونو ته ورشي او خپل نومونه ثبت کړي.

 د ټاکنو خپلواک کميسيون په شرايطو برابر رای ورکونکي د هغوی د تذکرو له مخې چې يواځينی معتبر ملي سند دی او هر ډول يې د باور او منلو وړ دی پيژني او په شرايطو برابر کس کولای شي په خپله د نوم ثبتونې مرکز ته ورشي او خپل نوم د رای ورکونکو په نوملړ کې وليکي. 

په ياد مو وي چې د نوم ثبتونې پر مهال ستاسو د پيژنګلوۍ له پاره ستاسو د تابعيت اصلي تذکره ضروري او حتمي ده.

 د رای ورکونکو نوملړ د ۱۳۹۸ کار د غبرګولي له اتلسمې څخه د چنګاښ تر اتمی نيټې پورې د رای ورکولو په ټولو مرکزونو کې نشر او خپريږي، تر څو رای ورکونکي و توانيږي خپل نومونه په نوملړ کې وويني، که چيرته د رای ورکونکو نومونه په نوملړ کې نا سم يا په تيروتنه ليکل شوي وي، رای ورکونکي کولای شي چې خپله اصلي تذکره چې د نوم ثبتونې تصديق ولري خپل نومونه درج او يا تصحيح کړي. که چيرته له يوې ټاکنيزې حوزې څخه بلې ته کډه شوي ياست د بلې فورمې په ډکولو سره خپل موقيعت تثبيت کړئ.

 يادونه: د زياتو معلوماتو د ترلاسه کولو له پاره ۱۹۰ شميرې ته زنګ ووهئ.

 

معلوماتی پاڼه  ۴

IEC Social Pages