د ټاکنو تر ورځې د وخت شمېرنه

ورځ
ساعت
دقيقه
ثانيه
د ۱۳۹۸ د ميزان ۶ مه، شنبه - د ولسمشریزو ټاکنو ورځ

تازه خبرونه

تاریخ انتشار ۰۷ اسد ۱۴۰۰

د زمري ۷ مه، د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مبارکۍ پیغام!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رهبري هيئت او د یاد کمېسیون کارکونکي د زمري اوومه د ملي بیرغ د ورځې په مناسب خپل بیرغ ته د درناوي مراتب وړاندې کوي او دا بیرغ د افغانستان د ملي یووالي سمبول یادوي.

تاریخ انتشار ۰۷ اسد ۱۴۰۰

د ملي بيرغ د ورځې نمانځنه!

د ټاکنو خپلواک کمېسيون په مقر کې د افغانستان د ملي بيرغ ورځ ‌په‌ داسې حال کې ونمانځل شوه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء لوی رئیس ډاکټر حبيب الرحمن ننګ، رئیسانو، کارکوونکو او د کمېسيونونو د ساتنې قطعې سربازانو شتون درلود.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په هغو ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې بهیر پیل کړی چې ستونزې یې لرلې. د تفتیش او بیا شمیرنې د طرزالعمل له مخې د کمیسیون ولایتي دفترونه موظف دي چې د ستونزمنو رایو تفتیش او بیا شمیرنه د هغه تخنیکي پلاوي چې د کمیسیون له خوا لیږل شوی او د هغو څارونکو، ملي اونړیوالو کتونکو او ځانګړو میلمنو (ملګرو ملتونو) استازو په حضور کې چې باور لیکونه ولرې او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون او رسنیو په شتون کې ډیر ژر او په کره توګه پر مخ یوسي.

تفتیش                     

تفتیش هغه بهیر دی چې په هغه کې کمیسیون خپلې ارزونې د ټاکل شویو معیارونو او د محافظتي کڅوړو، د پایلو د فورمو، د رای ورکونکو د نوملړ، او د قرنطین شویو صندوقونو ژورنال او نور اړونده توکي چې ستونزې لري، یا هم شک پرې کیږي او یا هم په هغو کې د یو محل یا یو مرکز د ځینو رایو د شاملولو یا ایستلو خبره وي  پریکړه کیږي.

بیا شمیرنه

بیا شمیرنه د کارول شویو رایو بیا ځلي شمیرنې ته وايي چې د لومړنۍ شمیرنې وروسته د ډاډ تر لاسه کولو لپاره ترسره کیږي. په دغه پړاو کې د ټولو هغو صندوقونو رایې بیا شمیرل کیږي چې د اعتراض وړ وي او یا اعتراض پرې شوی وي، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د تګلارو سره سم بیا به سره شمیرل کیږي. د ټاکنو د بهیر د یو کاندید رایې چې  (د تفتیش او بیا شمیرنې د تګلارې په دریمه او څلورمه پاڼه کې راغلي) بیا به سره شمیرل کیږي. د یو محل رایې باطلول د هغو تګلارو له مخې چې لا له وړاندې ټاکل شوي او د محل د پایلو د فورمو او د جمعبندۍ د ملي مرکز له پایلو سره چې توپیر ولري ( د تفتیش او بیا شمیرنې د طرزالعمل په څلورم مخ کې د مندرجو جالاتو په رڼا کې) د ټولو هغو پیښو شویو ستونزو له کبله چې د رای ورکولو پر کهال پیښې شوي او یا هم د بایو متریک په اړه راټوکیدلې ستونزې ټول هغه لاملونه دي چې رایې تفتیش او یا بیا شمیرنې ته ځي.

د کمیسیون مرکزي دفتر ته د بیا شمیرنې د پایلو د فورمو استول  د په ډیجیټلي بڼه

په ولایتونو کې د ټاکنو د دفترونو مشران موظف دي چې د رایو د تفتیش او بیاشمیرنې تر بشپړیدو وروسته د بیا شمیرنې د اصلي فورمو عکسونه لومړی باید څارونکي، کتونکي او د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون  استازي وویني او مخکې له دې چې په صندوق کې یې کیږدي باید عکس یې واخیستل شي او د رسمي ایمیل یا برښنا لیک له لارې د ټاکل شوي ایمیل په پته د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرکزي دفتر ته واستوي.

د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې رپوټ

د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د تفتیش رپوټ د دیتابیس د توحیدولو وروسته  چمتو کوي او د کمیسیون دارالانشاء ته یې سپاري. د دارالانشاء ریاست وروسته دغه رپوټ د کمیسیون په غونډه کې شریکوي او کمیسیون د اړونده طرزالعملونو په رڼا کې خپله پریکړه صادروي.  په همدې توګه، د کمیسیون پریکړه د تفتیش په اړه پلې کوي او د بیا شمیرنې او تفتتیش رپوټ اعلان او وروستۍ پایلې وروستۍ کیږي. له همدې امله، د تفتیش او بیاشمیرنې پایلې د کمیسیون د تائید نه وروسته د باور وړ او د مخکینیو پایلو ځای نیسي.

 

یوولسمه معلوماتي پاڼه

زموږ هیواد د ډیرو سترو او ارزښتناکو تاریخي، سیاسي، او ټولنیزو پیښو په درشل کې دی. د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه نیټه ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیدونکې دي، او خلک به یې له مخې د پنځو کالو له پاره خپل سیاسي برخلیک وټاکي،  له همدې امله په ټاکنو کې د خلکو پراخه ونډه د زیات ارزښت وړ بلل کیږي، په ټاکنو کې خلک چې د هرې کچې او هره  پوړه وي د هغوی ونډه اخیستنه زیاته ضروری او اړینه ده، له دې ډلې په ټاکنو کې د ښځو پراخ ګډون بنسټیزه اړتیا ده چې د هغوی له ونډې پرته ښايي ټاکنې بې ارزښته، پیکه او نیمګړې وي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د اساسي قانون له مخې د نارینه و او ښځینه و حقونه برابر ښودل شوي او په ټاکنو کې یې د هغوی پر وړانډې تاکید کړی. دغه څه د اسلام په سپیڅلي دین کې هم راغلي او په ټاکنو کې یې د نارینه و تر څنګ د ښځو پر برخې اخیستنې ټینګار کړی، او په دې برخه کې یې د هغوی برخه اخیستنه د بیعت په توګه یاده کړې، او په دې برخه کې هیڅ ډول شرعي ستونزه نه لیدل کیږي.

له ښه مرغه، په تیره یوه نیمه لسیزه کې په هیواد کې د ولسواکي د تمثیل په پړاو کې میرمنې د نارینه و تر څنګ په ټولو سیاسي، فرهنګي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې دریدلي او په ډیرو سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو کې د هغوی ونډه د پام وړ ده. میرمنې کولای شي چې د روان وضیعت څخه په ګټه اخیستنې د خپل اوسني او راتلونکي ژوندانه په اړه پریکړه وکړي، هغوی اوس دا واک تر لاسه کړی چې په خپله خوښه خپل مشر وټاکي، او د خپل ځان او خپل هیواد برخلیک په خپله تعیین کړي. هغوی غواړي چې په خپله د هیواد د راتلونکې له پاره پریکړه کونکي، مدیرانې او راتلونکې مشرانې واوسي. او د دغه هیواد له ګوټ، ګوټ څخه خپل غږ اوچت او تر ټولو خلکو یې ورسوي.

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون هڅه کوي چې داسې ټاکنې تر سره کړي چې ټول وګړي په کې برخه واخلي، او د جنسیتي تعصبونو څخه یې پاکې تر سره کړي. په بله وینا کمیسیون په پام کې لري چې د خلکو ټول قشرونه، که ښځې وي که نارینه له تعصبه پرته په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې ورکړي.

خو تیر ته په کتو چې دغلته ښځمنې په  ډیرو برخو کې محرومې پاتې شوې وې او د افغانستان دودیزې ټولنې د یو شمیر ستونزو له امله میرمنې تر ډیره د سیاسي برخلیک په ټاکلو کې بې برخې وې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پتییلې چې میرمنې به په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه ولري چې «یا ټاکنو ته ځانونه ونوموي» او یا هم  «بل کس وټاکي».  دا رنګه د هر اړخیز پرمختګ له پاره ضروری ده چې د ټولنې د ټول ځواک څخه ګټه واخیستل شي، چې بیا د ټولنې نیمايي ځواک میرمنې جوړوي. افغان میرمنو په ټولو برخو کې په پت، میړانې، او سپیڅلتیا برخه اخیستې، او دا یې حق دی چې له نارینه و سره له برابرو سیاسي او ټولنیزو حقونو څخه برخمنې واوسي.

د اسلامي اصولو له مخې نه نارینه لومړنی جنس بلل شوی او نه هم میرمنې په دویم جنس کې یادې شوي؛ بلکې ښځینه او نارینه برابر حقونه لري، او د هیواد په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي چارو کې یو شان ونډه لرلای شي.  

له همدې امله د هیواد په ټولو میرمنو غږ کوو چې د هیڅ ډول شرعي او قانوني محدودیتونو پرته د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې د شپږمې نیټې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د خپل راتلونکي ولسمشر په ټاکنو کې خپله وجیبه پر ځای کړي.

د زیاتو معلوماتو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ.

 

معلوماتي پاڼه ۳

د ټاکنو قانون او د ټاکنیزو مبارزو لایحه، د ټاکنیزو مبارزو د پای په شیبو کې ۴۸ ساعتونه د سکوت پړاو ښودلی دی. د دغې لایحې له مخې په ولسمشریزو ټاکنو کې د نوماندانو ټاکنیزو مبارزو ته شپیته ورځې یا دوه میاشتې ځانګړې شوي چې د ټاکنو له ورځې (۴۸) ساعته مخکې پای ته رسیږي. د ټاکنو د تعدیل شوي قانون په ۷۹ ماده کې راغلي چې «کمیسیون، د ټاکنو له ورځې (۴۸) ساعته وړاندې ټولو هغو کاندیدانو ته سپارښتنه کوي چې د رای ورکولو د مرکزونو په سل مترۍ کې خپلې تبلیغاتي پاڼې را ښکته کړې او یا یې له هغو سیمو څخه لرې کړي.»

دا رنګه د ټاکنو قانون د اته اویایمې مادې په دریمه فقره  کې راغلي چې «رسنۍ مکلفیت لري چې د ټاکنو له ورځې (۴۸) ساعته مخکې د ټاکنیزو مبارزو اړوند تبلیغات خپاره نه کړي.»

د ټاکنیزو مبارزو په لسمه ماده کې بیا راغلي:

  1. کاندیدان او سیاسي ګوندونه د ټاکنیزو مبارزو نه مخکې او وروسته د خپلو ټاکنیزو مبارزو لنډ ټیلیفوني پیغامونه خپاره کړي.  
  2. کاندیدان باید د ټاکنیزو مبارزو وروسته د (سکوت په پړاو) کې تبلیغاتي ویدیويي پیغامونه له خپله آدرسه او یا د ټاکنیز کمپاین له ادرسه په خواله رسنیو لکه: ( فیسبوک، ټویټر، انسټاګرام او......) کې خپاره نه کړي.
  3. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه، نه شي کولای د ټاکنیزو هلو ځلو په ترڅ کې د خواله رسنیو له لارې قامي، ډله یزو، مذهبي، ژبنیو، سیمه یزو، او جنسیتی مسلو له خپرولو چې د خلکو احساسات راپاروي خپاره کړي، باید له دغه کاره په کلکه ډډه وکړي.
  4. هیڅ یو کاندید نه شي کولای د ټاکنیزو مبارزو له پیله وړاندې په بیلابیلو نومونه که هغه شعار وي یا بل څه چې تبلیغاتی بڼه ولري په خواله رسنیو کې خپاره کړي.

د کاندیدانو د وروستي نوملړ وروسته او د ټاکنیزو مبارزو له پیله مخکې په ټاکنیزو مبارزو محدویتونه:

  1. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او د هغوی پلویان نه شي کولای خپلې ټاکنیزې مبارزې د کاندیدانو د وروستي نوملړ له خپریدا وروسته او د ټاکنیزو مبارزو له پیله وړاندې نشرې او خپرې کړي.
  2. کاندیدان، سیاسي ګوندونه او د هغوی پلویان نه شي کولای په بیلابیلو پلمو لکه د سیمینارونو، کنفرانسونوؤ د سوداګریزو شرکتونو، د اختریزو مبارکیو، یا د لوبعاړو د بریالیتوبونو، د یو ملی بهیر په ملاتړ، یا د ځینو خلکو سره د غمرازۍ په پلمو خپل تبلیغاتی پيغامونه خپاره کړي.
  3. د ټاکنیزو مبارزو تر سره کول د ټاکل شوې مودې وړاندې یا وروسته، ټاکنیزه سرغړونه ده چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له لورې څیړل کیږي او رسیدنه ورته کیږي.
  4. کله چې یو کاندید، سیاسي ګوند او یا هم ائتلاف ته د ټاکنیزو مبارزو د لایحې د (۱، ۲ او ۳) مادې له مخې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له خوا د جریمې سزا ورکړل شوې وي، د دغو فعالیتونو لګښت، د کاندیدانو په ټاکنیز مالی لګښت کې حسابیږي.

سرغړونه:

  1. د ټاکنیزو مبارزو د لایحې او د ټاکنو قانون د احکامو څخه د سرغړونې یا د ټاکنیزو مبارزو د وخت نقضول د سکوت په پړاو کې سرغړونې پر مهال کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه کولای شي د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې خپل شکایت درج کړي.
  2. کمیسیون کولای شي چې د شکایت د شته والي پرته، د ټاکنیزو مبارزو د لایحې له احکامو څخه د ارتباط له پلوه د شکایتونو کمیسیون ته وروپيژني.

 د زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره د کمیسیون ویب پاڼې www.iec.org.af  ته مراجعه وکړئ او یا هم

 

 

۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ

ستاسو رایه، ستاسو راتلونکې

 معلوماتي پاڼه ۹

د ټاکنیزو مبارزو وخت یا میعاد

د ټاکنیزو مبارزو د لایحې د دریمې مادې له مخې د ۱۳۹۸ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې، د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو له پاره، (۶۰) ورځې په پام کې نیول شویدي او دغه دوره د ټاکنو له ورځې (۴۸) ساعته مخکې پای ته رسیږي.  

د کاندیدانو او سیاسي ګوندونو مکلفیتونه او د ټاکنیزو مبارزو شرطونه

کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ایتلافونه کولای شي په ټاکل شوي وخت، د قوانینو، لوایحو او تګلارو سره سمې، او د ټاکنیزو کمیسیونونو سره د هغې ژمنې له مخې چې په کې راغلي: (باید کاندیدان،سیاسي ګوندونه او ټلوالې، څارونکی او کتونکي) د دواړو کمیسیونونو سره پر شویو ژمنو ولاړ پاتې او خپلې ټاکنیزې مبارزې دې د هغې له مخې پر مخ یوسي.

  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه، د کاندیدانو د وروستي لست له خپریدلو او ټاکنیزو مبارزو له پیله وروسته بیا د سکوت په پړاو او د ټاکنو پر ورځ نه شي کولای خپلې ټاکنیزې هلې ځلې لکه: (د غونډو جوړول، د غږیزو، انځوریزو او چاپي رسنیو له لارې د تبلیغاتي کمپاین تر څنګ د دې حق هم نه لري چې پلساینونه، پوسترونه او بیلبورډونه ولګوي، او د خواله رسنیو له لارې خلکو ته پيغامونه ولیږي او یا هم د تیلیفون له لارې، ورته چارې تر سره کړي.
  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړو ته نه ده په کار چې د کاندیدانو او یا نورو ګوندو په ټاکنیزو هلو ځلو کې لاسوهنه وکړي، یا د نورو کاندیدانو تبلیغاتي پاڼې وشکوې او یا یې تخریب کړي او یا هم د هغوی هلې ځلې ګډوډې کړي.
  • په ټاکنیزو مبارزو کې باید عامه نظم مختل نه شي.
  • کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او ټلوالو ته نه ښايي چې په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې د وسله وال پوځ کارکونکي قاضیان، څارنوالان او د دولت کارکونکي ورګډ کړي، دا رنګه امنیتي ځواکونه، قاضیان، څارنوالان او دولتی کارکونکي دې هم د کاندیدانو، سیاسي ګوندونو او ټلوالو په ټاکنیزو مبارزو کې لاس وهنه نه کوي.
  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه باید د ټاکنیزو مبارزو پر مخ بیولو کې له ماشومانو باید کار وانخلي.
  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ائتلافونه حق نه لري چې بهرنیو وګړو او بنسټونو ته بلنه ورکړي چې د دوی په تبلیغاتي مبارزو کې برخه واخلي، دا رنګه بهرنیان هم نه شي کولای چې د کاندیدانو په تبلیغاتي مبارزو کې ګډون وکړي.
  • هیڅوک نه شي کولای چې خلک په زور او جبر یا په ټاکنیزو مبارزو کې د برخې اخیستنې له پاره وهڅوي او یا یې له هغو څخه منع کړي.
  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي نه شي کولای د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یا د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له نښو یا علامو څخه ګټه پورته کړي.
  • کاندیدانو ته نه ښايي چې په خپلو ټاکنیزو هلو ځلو کې (قامي، مذهبي، ژبني، سمتي، جنسیتي او ډله یزو) مسلو ته چې حساسیتونه پاروي لمن ووهي.
  • کاندیدان مکلف دي چې د ټاکنیزې مبارزې تر بشپړیدو وروسته د شلو ورځو په موده کې ټول ځوړند شوي تبلیغاتي توکي لرې کړي او د ښارونو په پاکولوکې ونډه واخلي.
  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي باید د خلکو شخصي ملکیتونو ته درناوی ولري، او وړاندې له دې چې هلته خپلې تبلیغاتي پاڼې ځوړندې کړي باید د هغه ملکیت د خاونده اجازه او رضایت تر لاسه کړي.
  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي نه شي کولای، چې په دولتی ودانیو خپلې تبلیغاتی پاڼې ونښلوي او یا هلته دغه شان پاڼې سریښ یا ولیکي. 
  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي د ښار د ښکلا او پاکوالي له پاره کولای شي خپل تبلیغات په بلبورډونو، پول ساینونو او په ټولنیزو بریښنايي پاڼو خپاره کړي.
  • ښاروالۍ او اړونده ادارې مکلفې دي، ټولې سیمې او د ټاکنیزو بلبورډونو تر منځ واټن په پام کې ونیسي او ځایونه په هماغه کچه ورته وټاکي.
  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه، ټلوالې او د هغوی ملاتړي، نه شي کولای چې د نورو کاندیدانو پر پوسترونو او انځورونو خپل پوسترونه او انځورونه سریښ او یا هغه له منځه یوسي.
  • د کمیسیون کارکونکي او ښاروالیانې کولای شي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د سپارښتنو سره سمې خپلې ټاکنیزې مبارزې تر سره کړي، او هغه څه چې د (ټاکنیزو مبارزو) له لایحې مخالف وي هغه پوسترونه دې له سیمو ټول کړي.
  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې او د هغوی ملاتړي باید خپلې ټاکنیزې غونډې د قانون سره سمې ترسره کړي، او له هغې وړاندې دې د خپلو ټاکنیزو غونډو په تړاو اړونده ادارو سره د غونډې پر وخت او سیمې خبرې وکړي او هغوی ته دې معلومات ورکړي.
  • که چیرته د کاندیدانو سیاسي ګوندونو او ټلوالو او د هغوی د ملاتړو له خوا پورتنۍ موضوعګانې نه مراعتیږي ، نو موضوع دې په رسمي بڼه له اړونده ادارو سره شریکه شي چې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال دغو سرغړونو ته رسیدنه وشي.   
  • د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ټاکنیزو سرغړونو ته د ټاکنیزو مبارزو پر مهال رسیدلي شکایتونه څیړي.

د ټاکنیزو مبارزو مالي سرچینې:

  • د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د عامه پوهاوي، له پاره ټولې دولتي رسنۍ د کاندیدانو نظریات، موخې او مرامنامې د کمیسیون د تصویب شویو تګلارو سره سمې په منصفانه او بې پرې توګه خپروي.
  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې نه شي کولای د ټاکنیزو مبارزو پر مهال د عامه ودانیو او ملګیتونو څخه ګټه واخلي، خو په دې شرط چې د واکمن مقام له خوا د یوې ټاکنیزې حوزې  ټولو کاندیدانو ته ورته اسانتیاوې برابرې شوي وي.
  • کاندیدان، سیاسي ګوندونه او ټلوالې حق نه لري چې د بهرنیو اتباعو، یا بهرنیو هیوادونو او یا د هغو له سیاسي نماینده ګیو څخه چې په افغانستان کې دي مادی یا معنوي مرستې تر لاسه کړي.
  • کاندیدان باید تر لاسه شوې مرستې او خپل لګښتونه د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو د تنظیمولو د تګلارې سره سمې جوړې او کمیسیون ته دې په اړه رپوټ وړاندې کړي.
  • خصوصي رسني دنده لري هغه شمیر افغانۍ چې د ټاکنیزو مبارزو پر مهال له کاندیدانو تر لاسه کوي باید په اړه یې کمیسیون ته رپوټ ورکړي.
  • د کاندیدانو د ټاکنیزو مبارزو د مالي لګښتونو په اړه نورې موضوعګانې د ټاکنیزو مبارزو د مالي چارو په لایحه کې تنظیمیږي.

د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره ۱۹۰ شمېرې ته زنګ ووهئ.

 

 معلوماتي پاڼه ۵

IEC Social Pages