د ټاکنو تر ورځې د وخت شمېرنه

ورځ
ساعت
دقيقه
ثانيه
د ۱۳۹۸ د ميزان ۶ مه، شنبه - د ولسمشریزو ټاکنو ورځ

تازه خبرونه

تاریخ انتشار ۳۱ جوزا ۱۴۰۰

په کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس سره د اروپایي ټولنې د مسولینو خبرې!

د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیس ښاغلي اورنګ زیب په کابل کې د اروپایي ټولنې مسولینو سره، د دوی د تېرو همکاریو، چې له کمېسیون سره یې کړې وې، د Zoom meeting له لارې بحث او خبرې وکړې.

تاریخ انتشار ۳۰ جوزا ۱۴۰۰

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رهبري هيئت ناسته!

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رئیس ښاغلي اورنګ زيب په مشرۍ د کمېسيون د رهبري هيئت ناسته د کمېسيون په مقر کې ترسره شوه.

تاریخ انتشار ۲۹ جوزا ۱۴۰۰

د ناوړه دودونو ضد غورځنګ له مشرتابه سره د کمیسیون د دارالانشاء لوی رئیس لیدنه!

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لوی رئیس ډاکټر حبیب الرحمن ننګ، د ناوړه دودونو ضد غورځنګ له رئیس، ښاغلي خان ولي عادل او مل پلاوي سره یې د دغه بنسټ په مقرکې وکتل.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون نیوکو ته د رسېدنې لپاره لاریونونه د خلکو اساسي حق او د دیموکراسۍ د اصولو د نهادینه کېدو لپاره مهم ګڼي. دغه بنسټ د قانون پر اساس په ټول هېواد کې د ټاکنو د ترسره کولو مسوولیت لري او د خلکو د رایو د ساتنې او هغو قوانینو، مقرراتو، لایحو او طرزالعملونو د مراعاتولو مکلفیت لري چې د ټاکنو په برخه کې تصویب شوي دي.

کمیسیون د خپل وظیفوي مسوولیت په درک کولو تل پر معتبرو مدارکو او شواهدو ولاړو قانوني نیوکو ته ځواب ورکولو ته حاضر دی او خلکو او قانون ته ځان ځواب ویونکی ګڼي. له دې امله د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغو نیوکه کوونکو مننه کوي چې خپل غږ یې په سوله ییز ډول دغه بنسټ ته ورساوه او دوی ته د ځواب ویلو لپاره لاندې ټکو ته اشاره کوي:

۱ـ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د قانون او خپلواکۍ د اصل پر اساس د خلکو د رایو ساتنه کړې او په هېڅ ډول شرایطو کې یې اشخاصو، ډلو یا بنسټونو ته د لاسوهنې حق نه دی ورکړی او نه یې ورکوي.

۲ـ کمیسیون د ټاکنو ټول پړاوونه د نافذه قوانینو، لایحو او د کمیسیون له تصویب شوو طرزالعملونو سره سم مخ ته بیايي.

۳ـ کمیسیون د ټاکنو ټولو ښکېلو خواوو په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ درنو نوماندانو او د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکوي چې یوازې هغه رایې د منلو دي چې بایومتريکي اساس ولري.

همدارنګه کمیسیون یو ځل بیا د خلکو د سوله ییزو نیوکو قدرداني کوي او د ټاکنیزو مسایلو په اړه د دوی د حوصلې او د هغو د تعقیب له امله مننه ترې کوي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون له ټولو ښکېلو خواوو، سیاسیونو او په ځانګړي ډول د ولسمشرۍ له درنو نوماندانو غواړي چې د پاتې اوو ولایتونو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې په برخه کې همکاري وکړي او پرېږدي چې کمیسیون خپل قانوني مکلفیتونه د قانون د احکامو او تصویب شوو طرزالعملونو سره سم ترسره کړي. له دې امله کمیسیون له ټولو هېوادوالو غواړي چې د ټاکنو د پایلو د اعلان په موخه، د دې تر څنګ چې صبر او حوصله کوي، له کمیسیون سره همکاري وکړي تر څو د رایو د تفتیش او بیا شمېرنې بهیر پای ته ورسوي او د تلې د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې څومره چې زر کېږي، اعلان کړي.
د یادولو ده چې د ټاکنو قانون ۸۶مادې کمیسیون ملکف کړی چې «د موجه شکایاتو د شتون یا د رایو د صندوقونو په اړه د جرم یا سرغړونې د ښکاره نښو د لیدلو په صورت کې اړوند صندوقونه قرنطین او د څارونکو، کتونکو، رسنیو او نوماندانو د استازو په حضور کې یې وڅېړي.» پر دې اساس کمیسیون تر څېړنې(تفتیش او بیا شمېرنې) وړاندې رایې نشي باطلولای.

IEC Social Pages