د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

ښځې د افغانستان د نفوس عمده برخه تشکیلوي او د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ، ښځې لکه سړي حق لري ترڅو د ټاکنو په بهیر کې رأيه ورکړي او د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلي.

د اساسي قانون له مخې ښځې د سړیو په څیر کولای شي ځان کاندید کړي و یا د رأی ورکوونکې په توګه رأيه ورکړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټاکنو کې د ګډون لپاره ښځو ته د آسانتیا برابرولو په موخه، د نوملیکنې او رأی اچونې مرکزونو کې د ښځو لپاره ځانګړي محلات او ښځینه کارکوونکی په پام کې نیولي دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ښځو لپاره شرایط لري ترڅو ډیرې آساتیاوې لکه په ټاکنو کې اختیاري ګډون کول، یا د ښځو د رأی له حق څخه ناوړه ګټه نه اخیستل، د کمیسیون هر دفتر او د رأی اچونې مرکزونو ته د ننوتلو پر مهال له امنیتي پلوه د ښځینه پولیس سره د هغوی پلټل.

د ښځو کانديداتوري، د ولسي جرکې او ولسوالي شوراګانو ټاکنې

د ټاکنو خپلواک کميسيون چې په افغانستان کې د هر ډول ټاکنو د ترسره کولو مسؤول دی، غواړي چې د ۱۳۹۷ کال د ميزان پر ۲۸مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د کرسيو د ترلاسه کولو له پاره ټاکنې وکړي. له دې امله چې د هېواد ټاکنيز نظام د عمومي او عادلانه استازيتوب تأمينوي، په هر ولايت کې د ښځينه کانديدانو د لږ تر لږه حد د تعيين له پاره داسې طرزالعملونه او فورمول ترتيب کړی چې د هر ولايت د نفوسو شمېر باندې اډاڼه دی او د منتخبو ښځينه کانديدانو شمېر ورسره د ولايتونو د اوسني شمېر دوه برابره کېدلی شي.

که د کانديدانو فهرست کې د ښځو شمېر هومره نه وي چې معينه ټاکنيزه حوزه کې ښځو ته ځانګړې شوې کرسۍ ترلاسه کړي، کميسيون داسې لارې چارې ورته ګوري چې ښځو ته ځانګړې شوې کرسي تشې پاتې نه شي. د ښځو د چارو وزارت او ولايتي رياستونه هم د اړوند ولايت د ښځو د چارو او بشری حقونو د ډګر له فعالو مؤسسو او د مدني ټولنې له بنسټونو سره په مشوره او تفاهم هلې ځلې کوي چې د کانديداتورۍ شرايطو باندې برابرې ښځې وهڅوي چې ټاکنو کې د کانديدانو په توګه ونډه واخلي. دغه راز، که د ولسوالي شورا د کانديداتورۍ په درخواست ورکوونکيو کې هم هومره ښځې نه وي چې هغوی ته ځانګړې شوې کرسۍ ترلاسه کړي، نو د ښځو د چارو د وزارت رياستونه يا آمريتونه د ولسوالۍ په کچه د مدني ټولنې د ښځو د چارو د ډګر له فعالو بنسټونو سره په مشوره او مفاهمه او د ښځو په موافقه د هغو ښځو نهايي لسټ ترتيبوي او کميسيون ته يې سپاري چې اړوندې ولسوالۍ کې يې د رأی ورکوونکيو په توګه نومونه ثبت کړي.

که د رأی ورکوونکيو د ابتدائي فهرست د برابرولو پر مهال معلومه شي چې د ولسي جرګې يا ولسوالي شورا په کومه ټاکنيزه حوزه کې د کانديديدا شرايطو باندې د برابرو ښځو شمېر کافي نه دی، لاندې لارو چارو ته پام کېږي:

  • ښځينه درخواست ورکوونکيوته چې شرايطو باندې برابرې دي، خو سندونه او معلومات يې نيمګړي دي، وخت ورکول کېږي چې هغه بشپړ کړي؛
  • که هېڅ يوه درخواست ورکوونکې ښځه په شرايطو برابره نه وي، د کانديداتورۍ له پاره وخت ورکول کېږي. کميسيون د ښځو د چارو له وزارت، د بشر د حقونو له کميسيون، د مدني ټولنې له بنسټونو، په تېره بيا د ښځو د حقونو له ملاتړيو بنسټونو څخه غواړي چې ښځې کانديداتورۍ ته وهڅوي.
  • له نورو بنسټونو سره د همغږۍ او کانديديدا ته د ښځو د هڅولو څرنګوالی په جلا طرزالعمل کې تنظيم شوی.