د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

کوم کسان کولی شي چې رأی ورکړي؟
هغه کسان چې د رأی اچونې په شرایطو برابر وي اصلي تذکره‌یې د نوم ثبتونې تصدیق ولري، د افغانستان تبعه، د محکمې له خوا له مدني حقوقو څخه په محرومۍ نه وي محکوم شوی. حق لري چې خپل نوم د رأی ورکوونکي یا کاندید په توګه ثبت او په ټاکنو کې کډون وکړي. د ولسمشرۍ ټاکنو په تقویتي نوم ثبتونه کې د لاندي کسانو له پاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون ثبتونې زمینه برابروي.

  • چې ، د میزان تر ۶ مې پوري ۱۸ کلن شي.
  • تازه هېواد ته راستون شوی وي.
  • مخکې یې نوم نه وي ثبت کړي.
  • د تذکرې پرشا استیکر داسې تخریب شوی وي چې د پیژندلو وړ نه وي.
  • مخکې یې نوم ثبت کړی وي، خو له یوي حوزې نه بلې ته کډه شوی وي.

ټول رأی ورکوونکي کولی شي خپل نومونه د رأی ورکوونکو په نوملړ کې وګوري ، که نومونه یې په نوملړ کې نه وي او یا غلط وي ، کولی شي خپله تذکره چې د نوم ثبتونې تصدیق ولری وړاندې کړي او یا هم هغه تصحیح کړي.

د رأی ورکوونکو د نوملړ او نوم ثبتونې بهیر د روان کال د جوزا له ۱۸ مې نه د سرطان تر ۸ مې نیټې پوري د ولایتونو په مرکزونو، ناحیو، او د ولسوالیو په مرکزونوکې تر سره کیږي. نوم لیکنه د غزنی ولایت د نوم ثبتونې تولو مرکزونو کې د سرطان تر ۸ مه دوام لري.  له همدي کبله د رأی ورکوونکو د نوم ثبتونې مرکزونه او محلونه د جمعې په ګډون هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه د مازیګر تر ۴ بجو پرانیستي دي.

د نوم ثبتونې او نوملړ برابرونې په بهیر کې په شرایطو د برابرو کسانو د پېژندګلوۍ له پاره کمیسیون د تابعیت له تذکرې څخه د یوازیني معتبر ملی سند په توګه کار اخلي چې ټول ډولونه یې اعتبار لري.

په کوم ځای کې رأيه ورکولی شو؟ هغه کسان چې نومونه یی د ۱۳۹۸ کال د رأی ورکوونکو په نوملړ کې ثبت وي په هغه مرکز کې چې له وړاندې یی ځان په کې ثبت کړی وي د ټاکنو په ورځ کولی شي په هماغه مرکز کې رأیه ورکړي.

نوټ :د ولسي جرګې په ټاکنو کې کوچيان او اهل هنود (سکهـ) رأی ورکوونکو له پاره ټول هیواد یوه ټاکنیزه حوزه ټاکل شوېده او د نوملیکنې هر مرکز چې هغوی ته نژدې وي کولی شي نوملیکنه وکړي او هم د رأی اچونې په ورځ کولای شي هماغه مرکز کې رأيه واچوي چې ورته نژدې وي.

څه وخت کولی شو رأیه ورکړو؟ د ټاکنو د مهال وېش له مخې، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د رأی اچونې ورځ د ۱۳۹۸ کال د میزان ۶ مه نیټه ټاکل شویده. د رأی اچونې مرکزونه یوازې د یوې ورځې لپاره پرانیستي دي.

یادونه :د ښځو د نوم ثبتونې محلونوکې ښځینه کارونکی ګومارل شوې دي، د رأی اچونې په شرايطو برابرې ښځې، کولی شي د نوم ثبتونې له پاره د نوم ثبتونې مرکزونه ته ورشي او په ټاکنو کې د ګډون له پاره خپل نومونه ثبت کړي.