د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

په ولسواکو نظامونو کې سیاسي ګوندونه د لوبې اصلي لوبغاړي دي. هر سیاسي ګوند د سیاسي تشکیلاتو او د خپلو سیاسي هڅو له لارې د ولسواک نظام د ټینګښت لپاره د ټاکنو د ترسره کیدو په چاره کې رغنده ونډه اخلي. هر سیاسي ګوند د سیاسي عقیدو د یو ځای کولو سیاسي جوړښت ته وايي، نن سبا سیاسي ګوندونه هغه سیاسي جوړښت دی چې د نظام د ننه د سیاسي لوبغاړو په توګه د سیاسي واک د تر لاسه کولو او د حکومت د جوړولو لپاره رامنځته کیږي او په معاصره ولسواکۍ کې یې ونډه د پام وړ ده.

د ګڼو کتونکو په باور په ټوله کې ولسواکي له ګوندي سیالیو پرته بله معنی نه شي لرلای، او ټاکنې هم د سیاسي ګوندونو له سیالۍ پرته ناشونې دي، په ټوله کې د سیاسي ګوندونو له بیلابیلو تعریفونو څخه چې کیږي یو یې دا هم دی چې سیاسي ګوند د یو هیواد د اوسیدونکو څخه جوړ هغه سیاسي جوړښت دی چې ګډ سیاسي نظریات ولري او د خپلو هلو ځلو له لارې غواړي چې پر حکومت واکمن شي او د سالمې او مشروع سیالۍ له لارې حکومتي واګې تر لاسه کړي.

سیاسي ګوندونه د نني عصر لاسته راوړنه ده چې د لومړي ځل لپاره د نوولسمې پیړۍ په لومړیو کې په امریکا کې را د بره شوه.بیا وروسته د رأی کارولو حق په نورو هیوادونو کې هم عام شو او د سیاسي ګوندونو فعالیتونه منظم شول [1].
د افغانستان د تاریخ په تیرو دورو کې په یو ډول نه یو ډول سیاسي ګوندونو فعالیتونه درلودل، خو د افغانستان په نوي پیر کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له یوولسمې نیټې راوروسته دغلته د نوي حکومت تر جوړیدو را په دې خوا د اساسي قانون تر تصویب وروسته سیاسي ګوندونه له یو بل سره سیالۍ ته راووتل.

د افغانستان د اساسي قانون په ۳۵ ماده کې د سیاسي ګوندونو جوړول په رسمیت وپیژندل شوه چې دا مهال د عدلیې په وزارت کې ګڼ سیاسي ګوندونه راجستر شوی هم دي او رسما فعالیت لري. په هره ټولنه کې د سیاسي ګوندونو د رامنځته کیدو لپاره یو لړ شرطونه په پام کې نیول شوي چې د هغې په رڼا کې سیاسي ګوندونه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. په دغو شرطونو کې:

  • د مرکزي دوامداره تشکیلاتو لرل؛
  • په ولایتونو کې د دفترونو پرانیسته چې له مرکز سره په همغږی او اړیکه کې وي؛
  • له سیاسي ګوندونو څخه د خلکو ملاتړ؛
  • د سیاسي واک تر لاسه کولو لپاره هڅې؛ 

د ځواکمنو او قوی سیاسي ګوندونو د جوړولو لپاره په کار ده چې هغوی د همدغو معیارونو په رڼا کې د سیاسي واک د تر لاسه کولو لپاره سیاسي فعالیتونه تر سره کړي. پاتې دې نه وي چې په پارلماني ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو ونډه د هماغه هیواد د ټاکنو د څرنګوالي سره نیغ په نیغه تړاو لري، دا چې کوم نظام کولای شي د خلکو لپاره اسانه، د منلو او پلي کولو وړ وي، او ورسره د سیاسي ګوندونو د کړو وړو څرنګوالی هم وټاکل شي. د افغانستان ټاکنیز نظام تر دې مهاله SNTV یا نه لیږدیدونکې واحده رأیه غوره کړې ده. له دې کبله د افغانستان سیاسي ګوندونه کولای شي خپلواک نوماندان ټاکنیز بهیر ته واستوي او له هغوی ځینې خپل ملاتړ په ډاګه کړي.

ګوندونه او ټاکنې

نن سبا په ډیموکراتیکو هیوادونو کې د سیاسي ګوندونو موضوع د سیاست له ټولو اړخونو او په تیره بیا له ټاکنو سره نژدې تړاو لري. سیاسي ګوندونه د شته سیاسي تړاونو له مخې د افکارو په بدلون کې سره له دېچې خلک د بیلابیلو افکارو خاوندان دي. سیاسي ګوندونه د دغو افکارو د یو ځای کولو په برخه کې ځانګړی ځای ځایګی لري. دغه بهیر د ټاکنیزو هلو ځلو پر مهال لا پراخیږي او د سیاسي مبارزې له شکلي بڼې وځي او فلسفي او ریښتینې سیاسي رنګ خپلوي.

په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو ونډه ډیره اړینه او ارزښتناکه ده چې له پامه نه شي غورځیدای ځکه په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو ګډون دی جې ټاکنو ته ډیموکراتیکه او ریښتینې بڼه وربخښي. دا رنګه د ټاکنو پر مهال باید سیاسي ګوندونه، او د نظام د ننه شته مخور کسان هڅه وکړي چې د نظام د بنسټونو د پیاوړتیا او سیاسي جوړ جاړي لپاره د اساسي قانون او سیاسي فرهنګ سره سم باید داسې ګامونه پورته کړي چې د نظام د پایښت او بقا لپاره ګټور او اړین وي.

په واک او سیاسي ګوندونو کې ښکیلې غاړې د یو بل حقونو ته د اساسي قانون سره سم او د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره سالمې سیالۍ تر سره او په هغې برخه کې بنسټیز ګامونه پورته کړي چې ټاکنې د دغه فرهنګ د ودې لپاره ښه فرصت هم ګڼل کیږي. ځکه د ټاکنو په بهیر کې هر کس کولای شي چې په عملي توګه خپل ګوندي مخکښان او مخور سیاسي شخصیتونه معرفي کړيچې له هغوی سره لا زیاته بلدتیا پیدا شي.

خلک پر دغه مهال او د ټاکنیزو هلو ځلو په وخت د دوی ویناوې له نژدې اوري او ویني چې دوی څنګه پخپلو ویناو سره د خلکو پر افکارو اغیز پرې باسي. د ټاکنو په بهیر کې تر ډیره د سیاسي ګوندونو هڅې د نوماندانو په معرفي کولو او هغوی ته د رأی ورکونکو په ورماتولو را څرخي. د دې تر څنګ سیاسي لوبغاړي باید دا خبره هم له پامه و نه غورځوي چې سیاسي سیالي د نورو سیاسي ډلو د را منځته کولو په موخه ترسره کیږي، له انحصار او ځان غوښتنې څخه د ژغورنې یواځینی لاره همدا ده او له همدغې لارې شونې ده چې ډیموکراتیکې او پرمختللې ټولنې ته د رسیدو لارې او واټن را لنډ شي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې هغه سیاسي ګوندونه چې دغلته فعالیت لري د ټاکنو په بهیر کې باور لیکونه ورکول کیږي چې د ټاکنو د بهیر ټول پړاونه په تیره بیا د نوم ثبتونې او د ټاکنو پر ورځ د رأی ورکولو له محلونو څارنه وکړي، دا رنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټولو ټاکنیزو پړاونو کې د سیاسي ګوندونو او د ټاکنو په بهیر کې د نورو ښکیلو بنسټونو لکه د کورنیو او بهرنیو څارونکو په څیر مشورې کوي او د ټاکنو د بهیر په ښه ترسره کیدو او په ټاکنو کې د لا رڼښت له پاره د هغوی نطریات په پام کې نیسي.
1. نظری، عبداللطیف (1387)، د ولسواکۍ مفهوم ؛ د معلوماتو سرد چینې مرکز کابل، افغانستان، ص64؛