د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو قانون په دې برخه کې چې کاندیدان وتوانیږي خپلې موخې او تګلارې خلکو ته وړاندې او د هغوی ملاتړ خپل کړي واضح او روښانه دی. په دغه پړاو کې رأی ورکونکي کولای شي د خپلواکو کاندیدانو او سیاسي ګوندونو په اړه کره معلومات تر لاسه کړي. دا رنګه نوماندان کولای شي د ټاکنیزو هلو ځلو په ترڅ کې سیاسي غونډې او ناستې جوړې کړي او پخپلو ویناو کې هغوی ته خپلې تګلارې روښانه کړي. د ټاکنو د قانون د ۷۶ مادې له مخې ټاکنیزې هلې ځلې داسې ځانګړې شویدي:

  • د ولسمشریزو ټاکنو لپاره دوه میاشتې یا ۶۰ ورځې؛
  • د ولسي جرګې له پاره ۲۰ورځې؛
  • د ولایتي شورا د ټاکنو له پاره ۲۰ورځې؛
  • د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو له پاره ۱۵ورځې؛
  • د کلیو د شوراګانو د انتخاباتو له پاره یوه اونۍ یا ۷ ورځې؛
  • د ښاروالانو د ټاکنو او د ښاروالیو د مجلسونو له پاره په قانون کې ۲۰ ورځې په پام کې نیول شویدي.

د ټاکنو په ټولو ډولونو او بڼو کې انتخاباتي مبارزې د ټاکنو له پیله ۴۸ ساعته وړاندې پای ته رسیږي، د دې له پاره چې د ټاکنو بهیر د ټولو کاندیدانو لپاره عادلانه او روڼ وي، هغه تګلاره چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري چمتو کیږي د هرې ټاکنې لپاره د انتخاباتي هلو ځلو تګلاره ټاکي.

د ټاکنیزو مبارزو شرطونه