د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

ټاکنې داسې پروسه ده چې بېلابېلې دولتي او نادولتي ډلې پکې شاملې دي. په ټاکنو کې د ښکېلو ډلو په اړه روښانه او واضح تعریف نشته. په ټاکنو قانون او اساسي قانون کې د دولتي او نادولتي بنسټونو ارزښت ته په کتو په ټاکنو کې ښکېلې خواوې داسې تعریفولای شو: په ټاکنو پورې اړوند بنسټونه او ښکېلې خواوې هغه بنسټونه او ډلې دي چې په یو ډول نه یو ډول په ټاکنو کې دخیلې وي. په بله وینا: رایه ورکوونکي، نوماندان، مدني او نړیوال بنسټونه، رسنۍ، مېرمنې او دولتي بنسټونه د ټاکنو ښکېلې خواوې دي چې له دغې پروسې اغېزمنې دي.

ټاکنې یوه ټولشموله او پېچلې پروسه ده چې پکې ښکېلې خواوې او بنسټونه مهم او بنسټيز رول پکې لري. د سالمو او منل شوو ټاکنو ترسره کېدل یوازې د اړوندو بنسټونو د همغږۍ او همکارۍ په صورت کې امکان لري. په ټاکنو کې ټولې ښکېلې خواوې د ټاکنو په ترسره کېدو، سالموالي او روڼتیا کې ځانګړی مسوولیت لري. که له دغو خواوو یوه هم خپل مسوولیت په سم ډول ادا نه کړي، د ټاکنو پروسه له خنډونو او ستونزو سره مخ کېږي. په دغه لنډه لیکنه کې په ټاکنو پورې اړوند بنسټونه او ښکېلې خواوې تشریح شوې دي:

لومړی ـ رایه ورکوونکي

رایه ورکوونکي په ټاکنو کې مهمه ښکېله ډله ده چې په ټاکنو کې مستقیم او بنسټیز رول لري. رایه ورکوونکي په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوملیکنه کوي، د ټاکنو په ورځ د رایې ورکولو مرکزونو ته ځي چې د اداري بستونو مدیران، د هېواد  ستر سیاسي مشران او د قانون جوړونې په مجلس کې خپل استازي وټاکي. په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو د ګډون کچه د هېواد سیاسي، اقتصادي او فرهنګي شرایطو او د ټاکنو له پروسې نه د خلکو رضایت ته په کتو توپیر کوي. په پرمختللو هېوادونو کې خلک ښه او ارام ژوند لري، له ډېرو امکاناتو او هوساینې برخمن دي، نو په ټاکنو کې یې د ګډون کچه کمه وي. خو په وروسته پاتې هېوادونو کې د اوسېدونکو ژوند تر اقتصادي فشارونو لاندې وي، ناامني وي، خلک له شته ټولنیز وضعیت څخه ناراضه وي، نو په ټاکنو کې د ګډون کوونکو شمېر هم نسبتا زیات وي. رایه ورکوونکي په ټاکنو کې د ګډون په وسیله اړوندو سیاسي مشرانو او مسوولو او زړه سواندو استازو ته رایه ورکوي او له دې لارې د سیاسي او ټولنیز وضعیت د ښه کولو هڅه کوي.

د ټاکنو ترسره کوونکي بنسټونه دنده لري چې ټولو خلکو ته په ټاکنو کې د عادلانه او ټولشموله ګډون زمینه برابره کړي. د هرو ټاکنو په لړ کې له ټولو پړاوونو خلک پر وخت خبر کړي. رای شمېرنه او د پایلو اعلان د رسنیو او ټاکنیزو څارونکو په مخکې ترسره کړي او خپل بې پرېتوب وساتي. عمومي امکانات په مساوي او برابر ډول د خلکو په واک کې ورکړي. د ټاکنو پایلې ټولو ته د منلو وړ وي او دیموکراسي نوره هم پیاوړې شي.

دویم ـ نوماندان

نوماندان د ټاکنو مهمه ښکېله خوا ده. دوی د سیاسي، اداري او قانون جوړونې بنسټونو د مشرۍ لپاره ځانونه نوماندوي، د ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې خپلې برنامې او طرحې له خلکو سره شریکوي. د بریا او  خلکو د ملاتړ د جلب په صورت کې هغوی ته د خدمت ډاډ ورکوي. نوماندان ټاکنو ته د خلکو په هڅولو کې مهم رول لري. د ناستو، ویناوو او خلکو د راغونډولو په وسیله شته وضعیت ارزوي. ستونزې او نیمګړتیاوې مطرح کوي او حللارې ورته مومي.

د ټاکنیزو مبارزو پر وخت د نوماندانو رول او مسوولیت خلکو ته سیاسي پوهه ورکول دي. خلک په غونډو کې د ګډون په وسیله له ستونزو او نیمګړتیاوو خبرېږي. هڅه کوي چې په مهمو بستونو کې وړ او پوهو کسانو ته د رایې ورکولو له لارې تغیر او ښه والی راولي. خلک پر خپلو حقوقو او مسوولیتونو پوهول کېږي. همدارنګه د ټاکنو ترسره کوونکي بنسټونه دنده لري چې ټولو نوماندانو ته یو ډول امکانات او فرصتونه برابر کړي. نوماندان د ټاکنیزو مبارزو په ترڅ کې د ټاکنو د پروسې ستونزې، نیمګړتیاوې او پرمختګونه له خلکو سره شریکوي او د خپلو څارونکو په وسیله د ټاکنو ټول پړاوونه څاري.

درېیم ـ د ټاکنو څارونکي بنسټونه

د مدني ټولنې د ټاکنو څارونکي بنسټونه د ټاکنو یو مهم، ښکېل او اغېزناک لوری دی. مدني ټولنه د ټاکنو د ترسره کوونکو بنسټونو ټول کارونه تر نظر لاندې ساتي او هر ډول سرغړونه او قانون ماتونه له خلکو سره شریکوي. مدني ټولنه د ټولو ټاکنیزو پروسو څارنه په همدغه ډول کوي. د ټاکنو او په هغو پورې د اړوندو مسایلو په اړه خلک روزي. د ټاکنو څارونکو ته زده کړه ورکوي او د دغې پروسې پر ټولو اړوندو  مسایلو یې پوهوي. د ټاکنو څارونکي بنسټونه تل هڅه کوي چې د ډیموکراسۍ په پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولري. همدا رنګه ټاکنو ته د خلکو هڅول یو اصل دی. دوی تل اقلیتونه او مېرمنې په دیموکراسۍ او ټاکنو کې ګډون ته هڅوي او ملاتړ یې کوي.

مدني ټولنه د ټاکنو د څارونکي بنسټ په توګه د دغې پروسې په روڼتیا او سالموالي کې مهم او اغېزناک رول لري. دوی د منل شوو او ټولشموله ټاکنو لپاره د ترسره کوونکو بنسټونو پر بې پرېتوب، د قوانینو پر شتون، له طرزالعمل سره سم د کار پر مخته بېولو، ټاکنیز مهالوېش او طرحو ټینګار کوي. د مدني ټولنې بنسټونه د رڼو او بې پرې ټاکنو د ترسره کېدو هڅه کوي. پر ډیموکراسۍ ولاړو نظامونو کې ازادې او عادلانه ټاکنې یو بنسټیز اصل دی. په تصمیم نیولو او اداري جوړښتونو کې د عادلانه ګډون د فرهنګ ترویج یوازې د ټاکنو له لارې ممکن دی. د مدني ټولنې مهمې موخې د ډیموکراسۍ ټینګښت او د اسانتیا او نرمۍ د فرهنګ رامنځته کول دي.

څلورم ـ حکومت

حکومت په ټاکنو کې د مهمې ښکېلې خوا په توګه د ټاکنو د ترسره کېدو لپاره د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې د ټاکنو د ترسره کولو مسوولیت لري. همدارنګه حکومت باید د رایې ورکولو د مرکزونو او محلونو د ټاکلو لپاره له دولتي امکاناتو د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي، د دفترونو، د نوملیکنې او رایې ورکولو د مرکزونو او محلونو امنیت ټینګ کړي، د ټاکنو له پروسې نه د خلکو د پوهاوي زمینه برابره کړي. د دې تر څنګ حکومت مسوولیت لري چې د ټاکنو له کمیسیونونو سره د دغې پروسې د ترسره کولو لپاره لازمه همغږي ولري. د اساسي او ټاکنو قانون پر اساس حکومت د ټاکنو په پروسه کې د لاسوهنې هېڅ حق نه لري. باید یوازې د ټاکنو له کمیسیونونو سره په همکارۍ هغه مسوولیتونه ترسره کړي چې قانون ورته ټاکلي دي.

په ځينو هېوادونو کې حکومتونه د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه کوي. دغه پېښه ډېر ځله په غیردیموکراتیکو او هغو نظامونو کې رامنځته کېږي چې له ټاکنو نه د یوې وسیلې په توګه ګټه اخلي. په دیموکراتیکو او پر دیموکراسي ولاړو نظامونو کې ټاکنې د خلکو د واک د خورا مهم اصول په توګه له روڼتیا څخه برخمنې وي. په هغو هېوادونو کې چې دیموکراتیک نظامونه پکې منل شوي وي د ټاکنو ترسره کېدو او مدیریت ته خپلواک بنسټونه جوړېږي چې د ټاکنو د ترسره کولو مسوولیت لري. دغه بنسټونه باثباته وي او د رڼو او سالمو ټاکنو د ترسره کولو ضمانت کوي. په افغانستان کې د دغې موخې لپاره د ټاکنو خپلواک کمیسیون جوړ شوی دی.

پنځم ـ رسنۍ

په افغانستان کې رسنۍ د اطلاعاتو رسولو د خورا مهمې وسیلې په توګه ځانګړی ځای لري. د رسنیو اصلي دنده خبررسونه ده. دوی تل په دې هڅه کې دي چې د ټاکنو ټوله پروسه تر نشراتي پوښښ لاندې ولري او د ټولو بېلابېل نظرونه وارزوي. اوس رسنۍ په ټولو مهمو پروسو په ځانګړي ډول په ټاکنو کې د خلکو د سترګو او غوږونو حیثیت لري. رسنۍ په ډېرو مواردو کې هڅه کوي چې خنډونه، ستونزې او پرمختګونه په پراخ ډول منعکس کړي. همدارنګه رسنۍ په ځينو مواردو کې د ټاکنو پر پروسه دومره اغېز لري چې یاده پروسه په جدي ډول ننګولی شي. رسنۍ باید د ټولنې ښکاره او پټ واقعیتونه او سیاسي او ټولنیز تغیرات په بې پرېتوب تر خلکو ورسوي. خلک ټاکنو ته د یوه برخلیک جوړوونکي اصل په سترګه ګوري او رسنۍ په دغه برخه کې پر عمومي افکارو ډېر اغېز لري.

رسنۍ په ذهنیت جوړولو، د پوهاوي په رامنځته کولو او خلکو ته په زده کړه ورکولو کې مهم رول لري. د دې تر څنګ د ټاکنیزو فعالیتونو پرمختګونه او څرنګوالی شېبه په شېبه تر خلکو رسوي. د رایې ورکولو لپاره نوملیکنې ته د خلکو هڅول، په ټاکنو کې ګډون او د ټولنې د سیاسي برخلیک د ټاکلو په برخه کې د مسوولیت د حس رامنځته کول مهمې چارې دي. په اداري، سیاسي او قانون جوړونې په چارو کې په اګاهانه ډول د مسوولینو د ټاکلو لپاره له ټاکنیزو کمپاینونو د خلکو خبرول مهمه او برخلیک ټاکونکې موضوع ده.

شپږم ـ څارونکي او کتونکي

د ټاکنو د کمیسیون د فعالیتونو او ټاکنیزو پړاوونو څارنه د ډیموکراسۍ مهم اصل بلل کېږي او د ټاکنو روڼتیا او بشپړتیا تضمینوي. په ټاکنو کې د څارونکو او کتونکو شتون د ټاکنو په باور او سالموالي کې مهم رول لري. د ټاکنو څارونکي او کتونکي د دې موخې لپاره کار کوي چې د ټاکنو ټوله پروسه د څارونکو، کتونکو او رسنیو تر نظر لاندې وي. د ټاکنو څارنه د هغو مشروعیت، سالموالی او روڼتیا زیاتوي. د ټاکنو په پروسه کې د څارونکو، کتونکو او رسنیو شتون تر ډېره د درغلۍ او سرغړونې مخه نیسي.

په افغانستان کې د ټاکنو قانون سیاسي ګوندونو او ملي او نړیوالو څارونکو ته موکه برابره کړې چې د ټاکنو د ټولې پروسې څارنه وکړي. څارونکي بنسټونه د ټاکنو د روڼتیا او سالموالي پر څارنه سربېره د ټاکنو کمیسیون ته د سالمومشورو ورکولو دنده لري. څارونکي بنسټونه دنده لري چې خپلې موندنې، مشورې او ملاحظې له ټاکنیزو کمیسیونونو سره شریکې کړي. د ټاکنیزو مبارزو څارنه له څو اړخونو مهمه ده. لومړی دا چې په دې وسیله ټول ګوندونه او قومونه له مادي امکاناتو برخمن کېږي. دویم دا چې د ټاکنو د سالموالي په موخه د رایو اخیستلو او شمېرلو څارنه کېږي او درېیم دا چې د سیاسي ګوندونو او نورو سیاسیونو تر منځ د سیاسي واک د لېږد د څرنګوالي او ټاکنو د پایلو څارنه کېږي.

اووم ـ سیاسي ګوندونه

په ټاکنو کې د سیاسي ګوندونو رول تر ډېره په هېوادونو کې په حاکم ټاکنیز نظام اودې پورې اړه لري  چې ټاکنیز نظام ګوندونو ته څه ارزښت ورکوي. په ټولو ټاکنیزو نظامونو کې د سیاسي ګوندونو رول د ټاکنو پر پروسه اغېز لري. په ډیموکراتیکو نظامونو کې سیاسي ګوندونه تر ټولو مهم سیاسي لوبغاړي دي. په دیموکراتیکو نظامونو کې سیاسي ګوند د تر ټولو لوی سیاسي جوړښت بېلګه ده چې د سیاسي فعالیتونو په ځانګړي ډول د ټاکنو بنسټ جوړوي. اوس سیاسي ګوندونه هغو تشکیل شوو او سازمان شوو ډلو ته ویل کېږي چې د قانوني لارو چارو او ټاکنو له لارې د سیاسي نظام په چوکاټ کې د واک د ترلاسه کولو او حکومت جوړولو لپاره کار کوي. په اوسنۍ دیموکراسۍ کې سیاسي ګوندونه د خورا مهمو سیاسي سازمانونو په توګه د واک د ترلاسه کولو او خپل نفوذ زیاتولو لپاره هڅې کوي.

پر دې اساس سیاسي ګوندونه په ټاکنو کې د خلکو په ګډون، پوهاوي او د نوماندانو په معرفي کولو او ملاتړ کې مهم رول لري. سیاسي ګوندونه د ټاکنو د نورو څارونکو بنسټونو تر څنګ د ټاکنو د ټولې پروسې څارنه کوي، ټاکنیزې سرغړونې او نیمګړتیاوې کموي. د ټاکنو ټولیزه څارنه، روڼتیا او سالموالی تضمینوي. په اوسنۍ دیموکراسۍ کې سیاسي ګوندونه د ټاکنو له ترسره کوونکو بنسټونو سره خپلې طرحې او مهمې برنامې شریکوي چې ټاکنې په ښه ډول ترسره شي. سیاسي ګوندونه د یوه مهم او اغېزناک بنسټ په توګه په ټوله ټاکنیزه پروسه کې د ټاکنو له کمیسیونونو سره همکاري کوي.

اتم ـ نړیواله ټولنه

په ډیموکراتیکو نظامونوکې د ټاکنو د مشروعیت او سالموالي کچه د کورنیو او نړیوالو څارونکو په تایید او منلو پورې اړه لري. په افغانستان کې پر کورنیو بنسټونو سربېره نړیوال څارونکي بنسټونه هم د ټاکنو څارنه او مالي او تخنیکي ملاتړ کوي چې له دې ډلې نړیوال بشري حقوق او د ملګرو ملتونو سازمان ډېر فعال دي. همدارنګه نړیوال څارونکي بنسټونه سیاسي ګوندونو او په ټاکنو کې ښکېلو ډلو ته هم د څارنې تګلاره ورښيي. دغه بنسټونه په مدني او سیاسي زده کړو کې هم مهم رول لري. اوس د ملګرو ملتونو څارنه د ټاکنو مشروعیت زیاتوي. تر اوسه نړیوالو سازمانونو په څو ځله ټاکنو کې مشورې ورکړي د ټاکنو له پروسې نه یې مالي او تخنیکي ملاتړ کړی دی.

د ټاکنو له پروسې سره د ملتونو د سازمان د مرستې تر څنګ د نړیوالې ټولنې هیله د ازادو، عادلانه، ټولشموله او له منل شوو نړیوالو معیارونو سره د برابرو ټاکنو ترسره کېدل دي. د ټاکنو له ترسره کوونکو بنسټونو څخه د دوی هیله دا ده چې ټولو هغو څارونکو بنسټونو، رسنیو او سیاسي ګوندونو ته د ټاکنو د ټولو پړاوونو د څار او کتنې زمینه برابره کړي چې باورلیکونه ولري. ټاکنیز بنسټونه باید په مالي چارو کې حساب ورکول او روڼتیا رامنځته کړي او په ټاکنو کې ټولو ښکېلو خواوو ته ځواب ووايي. له نړیوالو معیارونو سره سمې ټاکنې چې د خلکو او په ټاکنو کې نورو ښکېلو اړخونو رضایت ترلاسه کړي، په افغانستان کې د ځوانې دیموکراسۍ له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

نهم ـ مېرمنې

د ځينو شمېرنو پر اساس مېرمنې د افغانستان نیم نفوس جوړوي. په اساسي او ټاکنو قانون کې د مېرمنو ځای ته په کتو ښځې هم د نارینه وو غوندې له ټولو حقونو په ځانګړي ډول د رایې ( رایې ورکولو او نوماندېدلو) له حقه برخمنې دي. مېرمنې په ټاکنو کې ځانګړی رول او ارزښت لري. په ټاکنو کې د مېرمنو فعال او اګاهانه ګډون د ټاکنو دعمومیت له اصل سره مرسته کوي او د ښځو انساني او بنسټیز حقونه تضمینوي. د افغانستان اساسي قانون په ټاکنو او د هېواد په اداري جوړښت کې ښځو او نارینه وو ته برابر حق ورکړی چې دا د سیمې په کچه او په اسلامي نړۍ کې یو مهم او بې ساري ګام دی.

د ټاکنو په پروسه کې ټولو هغو وړ کسانو ته د رایې ورکولو او نوماندېدو حق ورکړل شوی چې شرایط یې پوره کړي وي. د ښځو ګډون د ټاکنو مشروعیت او ټولشمولیت تضمینوي. له دې سره په افغاني ټولنه کې خلک د مېرمنو له ټولنیزو فعالیتونو سره موافق نه دي، نو د ښځو لپاره په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون لپاره ډېرې ستونزې شته. د فرهنګي جوړښت دغو خنډونو د ټاکنو ترسره کوونکو بنسټونو ته هم ډېرې ستونزې جوړې کړې دي. د ټاکنو کمیسیون د ښځو له بنسټونو او مدني ټولنې سره په همغږۍ هڅه کوي چې ښځو ته په ټاکنو کې د ګډون زمینه برابره کړي. هڅې روانې دي چې مېرمنې له خپلو حقونو خبرې او د مدیریت لپاره سیالۍ ته وهڅول شي. د افغانستان قوانینو په ځينو مواردو کې ښځو ته تر نارینه وو ډېر فرصتونه ورکړي، د بېلګې په ډول په ولسوالیو شوراګانو کې ۲۵سلنه چوکۍ او له هر ولایت نه دوې چوکۍ مېرمنو ته ورکړل شوې دي.