چاپ

په ولسواکو نظامونو کې د هیواد هر وګړی حق لری چې په ټاکنو کې د عدالت او رڼښت په برخه کې ونډه واخلي. د ټاکنیزو درغلیو او سرغړونو او هغوی ته د رسیدلو په موخه د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون جوړ شویدی.

دغه کمیسیون د ټاکنو پر مهال د ټولو اعتراضونو او شکایتونو چې په هغو کې ټاکنیزې سرغړونې، درغلۍ او ټاکنیز جرمونو راځي د هغو د ارزونې مسوولیت پر غاړه لري، دا رنګه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا دنده هم لري چې پر ټاکنو د خلکو د باور د زیاتولو او ولسواکۍ د پیاوړي کولو په برخو کې کار وکړي. لکه څنګه چې د خلکو شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو په مرکزي یا ولایتي دفترونو کې ثبت او له هغې وروستهد قانون له مخې ارزول کیږي، نو وروسته تر ارزولو د دغو شکایتونو په اړه پریکړه د رسنیو له لارې تر خلکو رسیږي.

د ټاکنو د قانون د یو نوي یمې او څلور اویایمې مادو له مخې خلک او سیاسي ګوندونه کولای شي چې د دوو کاري ورځو په ترڅ کې او یا هم د کاندیدانو د لومړني نوملړه دوه اونۍ وروسته د کاندیدانو د نه نوماندیدو په تړاو خپل اعتراضونه وکړي.

دا رنګه نوماندان او د هغوی استازی کولای شي چې د رأی ورکولو او د رأی شمیرنې پر مهال او یا هم د ټاکنو تر تیریدو وروسته د دوو کاري ورځو په ترڅ کې خپل شکایتونه په مرکز او ولایتونو کې ثبت کړي، د ټاکنیزو شکایتونو ولایتی دفترونه دنده لری چې د شکایتونو له ثبتیدو وروسته د پنځلسو کاري ورځو په ترڅ کې د خپلو ارزونو پایلې بشپړې، ډاګیزه او خپرې کړي. خو که چیرته اعتراض کوونکي د ولایتی کمیسیون د ارزولو په پایلو قانع نه وي، نو کولای شي بیا خپل شکایت د دریو کاري ورځو په ترڅ کې د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزي دفتر سره شریک کړي.

د شکایتونو مرکزي کمیسیون بیا اعتراضونه او د ولایتي دفترونو پریکړې د لاسوندونو او مدرکونو سره یو ځای بیا له سره ارزوي او وروسته بیا پریکړه کوي. د ټاکنو د قانون د ۹۳ مادې له مخې د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزي دفتر پریکړه وروستی ده او هیڅ کورنۍ او بهرنۍ اداره نه شي کولای چې انتخاباتي قضیې د ټاکنیزو شکایتونو له دایرې وباسي او یا هم د سرغړونو او درغلیو په اړه پریکړه وکړي. د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د نافذه قوانینو او اړونده تګلارو له مخې پخپلو پریکړو کې چارې مخته بیايي او د عدالت، رڼښت، او د ټاکنیزو شکایتونو د ارزولو واک لري.

د ځانګړو ارزونو کمیسیون

د ټاکنو د قانون د ۴۴ مادې د دویمې فقرې له مخې د ځانګړو ارزونو کمیسیون په کار پیل کړی. د دغه کمیسیون په اډانه کې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو، د ملي امنیت د عمومي ریاست او د سیمه ییزو ارګانونو د ادارو استازي ونډه لري چې مشري یې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د مشر په غاړه ده.

د هغو نوماندانو د ارزولو لپاره هم کمیسیون جوړیږي چې د نا مسوله وسله والو ډلو سره تړاو لري او یا پخپله وسله وال کسان لري. دغه کمیسیون دنده لري چې د نا مسووله وسله والو ډلو سره د نوماندانو غړیتوب د خلکو د شکایتونو او یو لړ اسنادو، شواهدو او لاس وندونو پر بنسټ له پیژندنو وروسته ثابته کړي چې کوم نوماند نا مسوله وسله وال کسان لري او یا پخپله د کومې نا مسوله وسله والې ډلې غړی دی. دغه بهیر د نوماندانو د نوم ثبتونې سره هم مهاله پیلیږي او د کاندیدانو د وروستي نوملړ تر اعلانیدو پورې دوام مومي. په نا مسوله وسله والو ډلو کې د کاندیدانو د غړیتوب ارزونه « د ناقانونه وسله والو ډلو د مشرۍ ځانګړی کمیسیون » په غاړه لري او له هغې وروسته یې په اړه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پریکړه کوي.