د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي څانګه خلکو ته د اطلاع رسولو او پوهې ورکولو ځانګړې څانګه ده چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په اډانه کې د عامه پوهاوي له پاره د تګلارو او پلانونو د پلي کولو دنده په غاړه لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي څانګه مسولیت لري چې د ټاکنو د ټولو پړاوونو او لاسته راوړنو له ( د رأی ورکونکو له نوم ثبتونې نیولې بیا د کاندیدانو یا نوماندانو تر نوم ثبتونې ، کمپاینونو، د رأی ورکولو ورځې، رأی شمیرنې، خلکو ته د اطلاع رسولو، د ټاکنو د ترسره کولو او د ټاکنو د پایلو تر اعلانیدو پورې) د مهال ویش سره سم خلکو ته پخپل وخت اطلاعات ورسوي ، او معلوماتي توکي تر چمتو کیدو وروسته د رسنیو له لارې خلکو ته خپاره کړي:

  1. د معلوماتي ویدیو ګانو خپرول؛
  2. د معلوماتي پوسترونو، بیلبورډونو، پل ساینونو او بروشورونو خپرول؛
  3. د ټاکنیزو معلوماتي پاڼو خپرول؛
  4. د راډیویي او ټلویزیړني پیغامونو خپراوی؛
  5. د ټولنیزو رسنیو له لارې د خبرونو، اطلاعیو، اعلامیواو پیغامونو خپرول؛
  6. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په ویب پاڼو کې د ټاکنو مهمو مطالبو ته ځای ورکول؛
  7. د خبر پاڼو خپرول؛
  8. د ټیلیفوني اړیکو څانګه (کال سنټر)؛
  9. مطبوعاتي ناستې؛
  10. مشورتي غونډې؛
  11. د مخامخ جلسو نیول(مبلغین)؛
  12. د ښوونیزو سمینارونو او ورکشاپونو جوړول؛
  13. او په ښارونو او ولایتونو کې د ګرځنده تیاتر جوړول.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د ریاست د اطلاعاتو او رسنیو سره د اړیکو څانګه، د اطلاع رسونې او له رسنیو سره د نژدې اړیکو د پاللو په پار، د دې تر څنګ چې د کمیسیون د پروګرامونو او ناستو د خبري پوښښ لپاره کار کوي یو لړ مطبوعاتي کنفرانسونه، علني جلسې، مشورتي ناستې، خبري او مطبوعاتي اعلامیې هم خپروي. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي

د ریاست له رسنیو څخه د څار څانګه هم لري چې د رسنیو خپرونې څاري او هره ورځ خپل رپوټ او د پام وړ توکي د کمیسیون مشرتابه او ویاندویانو ته استوي. دا رنګه د ټاکنو په تړاو یو لړ اړین موضوعات د خپلو ټاکنیزو ملګرو ( سیاسي ګوندونو، مدنې ټولنې، د څار بنسټونو او رسنیو) سره چې د خلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو لپاره مهم او اړین دي د ټاکنو د قانون او د افغانستان د اساسي قانون سره سم چمتو کوي او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ویب پاڼې له خوا یې خپروي.