د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

زموږ هیواد د ډیرو سترو او ارزښتناکو تاریخي، سیاسي، او ټولنیزو پیښو په درشل کې دی. د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه نیټه ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیدونکې دي، او خلک به یې له مخې د پنځو کالو له پاره خپل سیاسي برخلیک وټاکي،  له همدې امله په ټاکنو کې د خلکو پراخه ونډه د زیات ارزښت وړ بلل کیږي، په ټاکنو کې خلک چې د هرې کچې او هره  پوړه وي د هغوی ونډه اخیستنه زیاته ضروری او اړینه ده، له دې ډلې په ټاکنو کې د ښځو پراخ ګډون بنسټیزه اړتیا ده چې د هغوی له ونډې پرته ښايي ټاکنې بې ارزښته، پیکه او نیمګړې وي.

د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام د اساسي قانون له مخې د نارینه و او ښځینه و حقونه برابر ښودل شوي او په ټاکنو کې یې د هغوی پر وړانډې تاکید کړی. دغه څه د اسلام په سپیڅلي دین کې هم راغلي او په ټاکنو کې یې د نارینه و تر څنګ د ښځو پر برخې اخیستنې ټینګار کړی، او په دې برخه کې یې د هغوی برخه اخیستنه د بیعت په توګه یاده کړې، او په دې برخه کې هیڅ ډول شرعي ستونزه نه لیدل کیږي.

له ښه مرغه، په تیره یوه نیمه لسیزه کې په هیواد کې د ولسواکي د تمثیل په پړاو کې میرمنې د نارینه و تر څنګ په ټولو سیاسي، فرهنګي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې دریدلي او په ډیرو سیاسي او ټولنیزو پرمختګونو کې د هغوی ونډه د پام وړ ده. میرمنې کولای شي چې د روان وضیعت څخه په ګټه اخیستنې د خپل اوسني او راتلونکي ژوندانه په اړه پریکړه وکړي، هغوی اوس دا واک تر لاسه کړی چې په خپله خوښه خپل مشر وټاکي، او د خپل ځان او خپل هیواد برخلیک په خپله تعیین کړي. هغوی غواړي چې په خپله د هیواد د راتلونکې له پاره پریکړه کونکي، مدیرانې او راتلونکې مشرانې واوسي. او د دغه هیواد له ګوټ، ګوټ څخه خپل غږ اوچت او تر ټولو خلکو یې ورسوي.

 د ټاکنو خپلواک کمیسیون هڅه کوي چې داسې ټاکنې تر سره کړي چې ټول وګړي په کې برخه واخلي، او د جنسیتي تعصبونو څخه یې پاکې تر سره کړي. په بله وینا کمیسیون په پام کې لري چې د خلکو ټول قشرونه، که ښځې وي که نارینه له تعصبه پرته په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې کاندیدانو ته رایې ورکړي.

خو تیر ته په کتو چې دغلته ښځمنې په  ډیرو برخو کې محرومې پاتې شوې وې او د افغانستان دودیزې ټولنې د یو شمیر ستونزو له امله میرمنې تر ډیره د سیاسي برخلیک په ټاکلو کې بې برخې وې د ټاکنو خپلواک کمیسیون پتییلې چې میرمنې به په راتلونکو ټاکنو کې پراخه ونډه ولري چې «یا ټاکنو ته ځانونه ونوموي» او یا هم  «بل کس وټاکي».  دا رنګه د هر اړخیز پرمختګ له پاره ضروری ده چې د ټولنې د ټول ځواک څخه ګټه واخیستل شي، چې بیا د ټولنې نیمايي ځواک میرمنې جوړوي. افغان میرمنو په ټولو برخو کې په پت، میړانې، او سپیڅلتیا برخه اخیستې، او دا یې حق دی چې له نارینه و سره له برابرو سیاسي او ټولنیزو حقونو څخه برخمنې واوسي.

د اسلامي اصولو له مخې نه نارینه لومړنی جنس بلل شوی او نه هم میرمنې په دویم جنس کې یادې شوي؛ بلکې ښځینه او نارینه برابر حقونه لري، او د هیواد په ټولو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي چارو کې یو شان ونډه لرلای شي.  

له همدې امله د هیواد په ټولو میرمنو غږ کوو چې د هیڅ ډول شرعي او قانوني محدودیتونو پرته د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې د شپږمې نیټې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د خپل راتلونکي ولسمشر په ټاکنو کې خپله وجیبه پر ځای کړي.

د زیاتو معلوماتو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ.

 

معلوماتي پاڼه ۳