د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د نړیوالو معیارونو پر بنسټ، د ټاکنو په بیلابیلو بهیرونو کې د څارونکو او کتونکو شتون، په ټاکنو کې د رڼښت، عدالت او سرتاسري والي ضمانت کوي. څارونکي او کتونکي د ټاکنو له بهیر پر کره  څارنې، د ټاکنیزو جرمونو مخنیوی کوي، تر څنګ یې له ټاکنو وروسته د پیښیدونکو شخړو مخه هم نیسي. هغه څارونکي او کتونکی چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه باور لیکونه تر لاسه کوي، لاندې دندې او مکلفیتونه لري:

الف. کورني څارونکی او کتونکي

کورني څارونکي چې د سیاسي ګوندونو او خپلواکو کاندیدانو له خوا پر ټاکنو د څار په موخه پیژندل کیږي، د ټاکنو د قانون له مخې لاندې حقونه او مکلفیتونه لري:

  • د کمیسیون څخه د باور لیک تر لاسه کول او د طرزالعمل له مخې معلوماتو ته لاسرسی.
  • د ټاکنیزو توکو پر تخصیص یا ځانګړتیا څارنه، د رای ورکولو په مرکزونو کې د محلونو پرانیسته، د رای ورکولو په مرکز کې رای شمیرنه، په فورمو کې د پایلو رسول، په ځانګړو کڅوړو کې د پایلو ځای پر ځای کول، په محلونو کې د ټاکنیزو توکو ساتنه، د رایو بیا شمیرنه، د ځانګړو کڅوړو د محلونو میندنه (انتک) او د رایو د ملي جمعبندۍ مرکز.
  • د څارونکو له خوا د شکایت رسول او د اعتراض کول اړونده ادارې ته کله چې سرغړونه او یا ټاکنیز جرم وویني.
  • د ټاکنو د بهیر په اړه د رپوټ ورکول او د رپوټ لیکلو په وخت کې ریښتینی پاتې کیدل او د څارونکي له خوا د شکایت درجول.
  • د پروپاګند له خپرولو څخه ډډه کول، او په تګلارو کې د وړاندې شویو مواردو په پام کې ساتل.

ب. نړیوال څارونکي او کتونکي

نړیوال څارونکي او کتونکي، د ټاکنو د قانون سره سم لاندې حقونه او مکلفیتونه لري:

  • نړیوال څارونکي او کتونکي د ټاکنو په بهیر کې معلوماتو ته د لاسرسي حق لري، په بې پرې توګه د ټاکنو له بهیره رپوټ چمتو کوي چې وروسته هغه بیا حکومت، د ملګرو ملتونو استازي دفتر او رسنیو ته استوي. نړیوال څارونکي او کتونکي د ټاکنو د قانون د حکمونو او نورو تقنیني اسنادو او تګلارو مراعتولو ته ژمن دي او په ځینو برخو کې کولای شي چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته اعتراض یا شکایت وکړي.

اړین او ضروري ټکي:  

  • کله چې څارونکي او کتونکي د رای شمیرنې پر مهال حاضر نه وي، نو د رای ورکولو د مرکز مشر رای شمیرنه پیلوي او د څارونکو او کتونکو ناسوبتیا په ژورنال کې ثبتوي. په دې حالت کې د هغو محلونو رایې معتبرې شمیرل کیږي چې په اړه یې شکایتونه نه وي درج شوي.
  • هیڅوک حق نه لري چې څارونکي یا کتونکي د رای ورکولو یا رای شمیرنې له مرکزه وباسي، خو کله چې رای شمیرنه بشپړه شي او صندوقونه مهر و لاک شوي وي.
  • څارونکي او کتونکي کولای شي چې د دغو څیزونو په کتو سره اعتراض وکړي: که رای ورکونکی په شرایطو برابر نه وي، یا یې د رای ورکولو پر وخت تذکره سټیکر و نه لري، یا سټیکر له رای ورکونکي سره سر و نه خوري او یا هم یو څوک دوه ځلې رایه ورکړي. اعتراض هغه وخت کیدای شي چې یو کس رای پاڼه مخکې له دې چې صندوق کې یې واچوي تر لاسه کړي، د دې له پاره چې د کتونکو او څارونکو اندیښنه د رای ورکولو د مرکز د چارواکي له خوا له منځه تللی وي، څارونکي او کتونکي کولای شي خپل اعتراض د کمیسیون په ولایتي دفتر یا د ټاکنیزو شکایتونو په کمیسیون کې ثبت کړي.

محدودیتونه:

  • څارونکي او کتونکي نه شي کولای د ټاکنو په بهیر کې د رای ورکولو او یا د پټو رایو په اړه مداخله وکړي. هغوی ته نه ښايي چې د رای ورکونکو په شخصي چارو کې لاسوهنه وکړي. دا رنګه هغوی نه شي کولای د ټاکنو په اجرایي چارو کې ځانونه ښکیل کړي، یا د رای ورکونکو سره د رای ورکولو په اړه همکاري وکړي. که د څارونکو او کتونکو شمیر په یو محل کې زیات شي، د مرکز مدیر یا د محل ریس کولای شي هغوی ته په نوبت سره د حضور اجازه ورکړي.
  • د ټاکنو پر مهال او رای شمیرنه کې یوازې ښځینه څارونکې کولای شي چې ښځینه محل ته وردننه شي.
  • د ټاکنو خپلواک کمیسیون کولای شي د اصولو څخه د سرغړونې پر مهال د سیاسي ګوند یا بنسټ او یا د څارونکو او کتونکو د پيژنګلوۍ کارټونه باطل کړي.

 

د زیاتو معلوماتو له پاره د کمیسیون ویب پاڼې  www.iec.org.af  ته سر ورښکاره کړئ او یا هم ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ.

 

معلوماتي پاڼه ۸