د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ کال د تلې شپږمه د ولسمشریزو ټاکنو نیټه اعلان کړې، او په هغو کې د درغلیو د مخنیوي له پاره د بایومتریک سیستم څخه ګټه اخلي. د رای ورکولو د لایحې له مخې، د رای ورکولو د هر محل له پاره د بایومتریک یوه دستګاه ځانګړې شوې او د هر محل د برښنايي نوملړ له پاره د تګلارې سره سم د بایومتریک یو ماشین د ګټې اخیستلو له پاره ایښودل شوی. د رای ورکولو د هر محل چاپي نوملړ د ټاکنیزو توکو سره یو ځای هماغه محل ته استول کیږي. دغه نوملړ د بار کود یوه ځانګړې شمیره لري چې بایړومتریک دستګاه د هغو په لوستلو سره د هماغه محل د رای ورکونکو نوملړ موندلای شي. رای ورکونکي اړ دي، وړاندې تر دې چې رای پاڼه تر لاسه کړي، خپله د تابعیت اصلي تذکره، یا د نوم ثبتونې هغه تصدیق له ځانه سره ولري چې کمیسیون یې د پیژنګلوۍ له پاره ورکړیدی .

 موظف کارکونکی، د رای ورکونکي د نوم ثبتونې د ځانګړي تصدیق سره د رای ورکونکو په نوملړ کې د شته معلوماتو له مخې نور ټول معلومات د بایومتریک سیستم ته وردننه کوي.  کله چې د رای ورکونکی نوم د نوم ثبتونې نوملړ ته د نورو معلوماتوو سره وردننه شو، د رای ورکونکي ځانګړنې اخیستل کیږي او په هماغه محل کې د رای ورکونکو په ډله کې ورزیاتیږي. دا رنګه د رای ورکونکو په چاپي نوملړ کې د رای ورکونکي د نوم مخې ته نښه ایښودل کیږي چې له هغې سره سم بیا هغه کس ته د رای ورکولو اجازه ورکول کیږي. د رای ورکونکو چاپي نوملړ د بایو متریک په دستګاه کې د شته نوملړ سره باید یو شان وي. خو که چیرته د رای ورکونکي د نوم ثبتونې ځانګړی تصدیق د رای ورکونکو په نوملړ کې نه وي، او یا د هغه په اړه معلومات سره سر و نه خوري، نو د اړونده تګلارې له مخې هغه کس چې د رای ورکولو په محل کې په شرایطو برابر ونه ګڼل شي نو هغه ته دې سپارښتنه وشي چې هغه مرکز یا محل ته ورشي چې هلته یې نوم ثبت شوی وي.

په بایو متریک سیستم کې د ځانګړتیاو د ثبتولو لارې چارې

موظف کارکونکی په شرایطو د برابرو رای ورکونکو عکس، څیره، تذکره او دواړو لاسونو د ګوتو نښې له هغو څخه اخلي. د دغو ځانګړنو تر معلومیدو او بایو متریک ثبت وروسته QR)  Code) چاپیږي او د رای ورکولو د پاڼو د ویش کارکونکی د رای پاڼې په شاتنۍ برخه کې چې رای ورکونکي ته سپارل کیږي نصبوي. خو دغه څه د رایو محرمیت له منځه نه وړي. کله چې د رای ورکونکي ګوته غوڅه شوې وي، د بل لاس د ګوتې نښه یې اخیستل کیږي، که چیرته د رای ورکونکي ټول لاس پرې شوی وي، د تګلارې له مخې د هغه د بل لاس د دواړو ګوتو نښه اخیستل کیږي، او که د رای ورکونکي دواړه لاسونه پرې شوي وي، نو یوازې د هغه په عکس، څیرې او تذکرې بسنه کیږي، او هغه کس کولای شي رایه ورکړي، چې په دې حالت کې دغه موضوع د محل په ژورنال کې ثبتیږي.

  د رای ورکولو د هر مرکز له پاره د بایومتریک سیستم یوه اضافي دستګاه هم په پام کې نیول شوېده. که چیرته په کوم محل کې کومه دستګاه کار ور نه کړي، نو له دغې اضافي دستګاه څخه هلته کار اخیستل کیږي.

کله چې په کوم محل کې د هر دلیل له مخې که دغه دستګاه کار ورنه کړي، د محل مشر دې په سر کې هڅه وکړي دغه ستونزه هواره کړي، خو که ډیر ژر دغه ستونزه نه هواریده، د رای ورکولو د مرکز مدیر کولای شي د بایومتریک اضافی دستګاه د هماغه مرکز د ریس په واک کې ورکړي، او موضوع دې ژورنال ته ورسوي او په اړه یې باید ولایتي دفتر ته هم معلومات ورکړي.

د محل ریس او کارکونکی د بایو متریک سیستم له وسیلو نه باید سم کار واخلي، او د دغه سیستم په ساتنه  کې د هغوی زیات مسوولیت لري، او که په دستګاه کې هر ډول خرابي پیښه شوه، نو مسوولیت یې د هغو په غاړه دی.

 

د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ.

  معلوماتي پاڼه ۱۱