د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ کال د تلې په شپږمه نیټه چې د ( ۲۰۱۹  کال د سپتمبر له  ۲۸) سره سمون خوري، ولسمشریزې ټاکنې ترسره کوي. ولسمشریزې ټاکنې، ډیرې ارزښتناکې او برخلیک ټاکونکې ملی ټاکنې بلل کیږي، چې په افغانستان کې د نوی ولسمشر د ټاکلو له پاره په هرو پنځو کالو کې یو ځلې ترسره کیږي. د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون له مخې د هیواد هر اوسیدونکی چې په شرایطو برابر وي، کولای شي د دغې مهمې څوکۍ د خپلولو له پاره ځان دغو ټاکنو ته ونوموي.  د دغه پست کاندیدان، د ولسمشرۍ څوکۍ له پاره باید د ټولو قانونی رایو څخه پنځوس جمع یوه رایه خپله کړي که چیرې داسې و نه شي، د ولسمشریزو ټاکنو دوه تنه هغه کاندیدان چې تر نورو هغو یې زیاتې رایې اخیستې وي، د ټاکنو په دویم پړاو کې په خپلو کې سیالۍ ته وځي او رای ورکونکي هغوی ته خپلې رایې کاروي.

په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي په اړه تدبیرونه

د ټاکنو خپلواک کمیسیون، ژمن دی چې د روان کال د تلې په شپږمه نیټه ترسره کیدونکې ولسمشریزې ټاکنې به په راڼه، خپلواکه، عادلانه او سرتاسري توګه ترسره کړي. کمیسیون د درغلیو او ټاکنیزو سرغړونو د مخنیوي له پاره کوټلي ګامونه پورته کړي، چې په بایومتریک سیستم (د ګوتې نښه، عکس او څیره) په کې اخیستل کیږي او د رای ورکولو پر ورځ د رای ورکونکو د ګوتو رنګول، په داسې مارکر چې (دلیدو وړ نه وي)، دا رنګه دغه بهیر د کورنیو څارونکو (پر ټاکنو د څارونکو بنسټونو، د نوماندانو، سیاسي ګوندونو او ائتلافونو د څارونکو) رسنیو او نړیوالو کتونکو له خوا چې کمیسیون ورته باور لیکونه ورکړي څارل کیږي. نو خلک او نورې اړونده خواوې باید د ټاکنو، د پر وخت ترسره کولو، رڼو، عادلانه او له سرغړونو او درغلیو څخه د پاکو ټاکنو له امله ډاډمن واوسي.

په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون

د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون له مخې، ټول په شرایطو برابر کسان د رای ورکولو په برخه کې برابر حقونه لري، او د هرکس رایه له برابر ارزښت څخه برخمنه ده. نو د ټولو رای ورکونکو له پاره،
پرته د جنسیتي، قامي، مذهبي، دیني، ژبنیو او سیمه یزو تعصبونو، د دې زمینه برابره شوې چې په راتلونکو ولسمشریزو  ټاکنو کې برخه واخلي او په خلاص مټ د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکړي چې په دې توګه خپله ملي وجیبه تر سره کړي.

رای‌ ورکونکي باید لاندې شرطونه ولري:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • د ټاکنو په ورځ یې اتلس کلنۍ عمر بشپړ کړی وي.
  • په ټاکنو کې یې د رای ورکونکي په توګه خپل نوم ثبت کړی وي.
  • د قانون یا محکمې په حکم له مدنی حقوقو څخه محروم شوی نه وي.

د ټاکنو پر ورځ د ټاکنو بهیر، د سهار په اوو بجو پیل او د مازدیګر تر دریو بجو پورې به روان وي. رای ورکونکي کولای شي چې په ټاکلې ورځ او ټاکل شوي وخت د رای ورکولو مرکزونو ته ورشي او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي. 

 

د لا زیاتو معلوماتو د تر لاسه کولو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ.

ستاسو رایه، ستاسو راتلونکي