د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون، د امنیتي بنسټونو سره په همغږۍ، د رای ورکونکو د رای ورکولو په ټولو مرکزونو کې کوټلي امنیتي ګامونه پورته کړي او د ټاکنو د ښه ترسره کولو له پاره یې امنیت ټینګ کړیدی. د رای ورکولو د مرکزونو د امنیت ټینګښت، د تقنیني اسنادو او تفاهم لیکونو له مخې د امنیتي ځواکونو په غاړه دی او امنیتي ځواکونه کولای شي د رای ورکولو په ټولو مرکزونو کې حضور ولري.

سیمه ییز تنظیمونکي او د رای ورکولو د مرکزونو چارواکي، د ټاکنو پر ورځ دنده لري چې د رای ورکولو په مرکزونو کې نظم او سمون راولي، د ټاکنو کارکونکي، رای ورکونکي، څارونکي، کتونکي او ځانګړي میلمانه د رای ورکولو په خاصو محلونو کې دنده لري چې د رای ورکولو په مرکزونو کې د سیمه ییزو ناظمانو او د رای ورکولو د مرکزونو د مسوولینو پریکړې په پام کې ونیسي.

د رای ورکولو په مرکزونو کې د حضور پر مهال باید دغه ضروري ټکو ته پاملرنه وشي:

  • د امنیتي چارواکو پرته، هیڅوک نه شي کولای وسلې یا داسې نور څیزونه چې د وسلو په بڼه وکاریږي د رای ورکولو مرکزونو ته له ځانه سره یوسي، آن تر دې چې د رای ورکولو په  ۱۰۰ مترۍ کې هم د وسلو ګرځول منع دي.
  • امنیتي چارواکي کولای شي د رای ورکولو په مرکزونو کې د نظم او ښه امنیت د ټیګښت له پاره یا د څارونکو او د رای ورکولو د مرکزونو د چارواکو په غوښتنه د رای ورکولو مرکزونو ته د ننه شي او د نظم او امنیت د ټینګښت وروسته دې ډیر ژر له هغې سیمې ووځي.

امنیتي مسولین باید:

  • د رای ورکولو د مرکزونو د باندې دې امنیت ټینګ کړي.
  • د رای ورکولو په مرکزونو د ننه دې د بې نظمیو او ګډوډیو مخه ونیسي.
  • د مرکزونو یا د رای ورکولو د محلونو د مسولینو په غوښتنه دې د رای ورکولو د ننه د نظم په ټینګښت کې مرسته وکړي.
  • د رای ورکولو مرکز د مسوول په غوښتنه دې، هغه څوک چې د رای ورکولو په مرکز کې ګډوډي جوړوي هغه دې د رای ورکولو له مرکزه د باندې وباسي.
  • د رای ورکولو د محل د ریس په غوښتنه دې د ټاکنیزو توکو امنیت ټینګ وساتي.

لومړۍ یادونه: د کورنیو چارو وزارت دې هغه امنیتی مسوولین چې د ټاکنو د تګلارو په برخو کې یې روزنه لیدلې باید د ټاکنو پر ورځ د رای ورکولو په مرکزونو کې وګوماري.

دویمه یادونه: د ملي پوځ ځواکونه هم کولای شي چې د رای ورکولو د مرکزونو د امنیت په ټینګښت کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره مرسته وکړي.

دریمه یادونه: نړیوال ځواکونه هم کولای شي چې په ترینګلیو حالاتو کې د رای کولو بهیر د امنیت په ټینګښت کې همکاري وکړي.( خو په دې شرط چې  د افغانستان حکومت یې غوښتنه وکړي)

 

د زیاتو معلوماتو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ.

ستاسو رایه، ستاسو راتلونکې

 

معلوماتي پاڼه ۴