د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

کوچیان د افغانستان هغه اوسیدونکي دي چې د موسم په بدلیدلو سره د هغوی مېنې هم بدلیږي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۸ کال د تلې میاشتې په شپږمه نیټه د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د کوچیانو له پاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

په شرایطو برابر رای ورکونکي کوچیان چې پخوا یې نومونه ثبت کړي وي، کولای شي د کوچیانو د نوم ثبتونې د نوملړ د رایو په مرکزونو او محلونو کې چې د کمیسیون له خوا د کوچیانو له پاره جوړ شوي رایې ورکړي.

د رای ورکولو پړاوونه

  • د رای ورکونکو د کتارونو تنظیمول: د کتارونو کنترولونکی، شیبه په شیبه د رای ورکونکو کتارونه ګوري، او هغه رای ورکونکي چې نوي د رای ورکولو له پاره راځي د رای ورکولو د محل د باندې څخه یې تنظیموي. که چیرته کوم معلول کس، یا سپين ږیری او یا هم میندوارې میرمنې په کتارونو کې ولیدل شي د کتار کنترولونکی هغه په ډیر درناوي سره د کتار سر ته راولي او هغو ته لومړیتوب ورکوي. دا رنګه د کتار کنترولونکی دا ډاد هم تر لاسه کوي چې دغه رای ورکونکي د نوم ثبتونې د تصدیق سره ملې د تابعیت تذکرې هم لري.
  • د رای ورکونکي د پیژنګلوۍ تصدیق: د پیژنګلوی د تثبیت مامور، د رای ورکونکي د دواړو لاسونو ګوتې ویني او دا ډاډ تر لاسه کوي چې د هغه ګوتې پخوا د نه پاکیدونکي رنګ په وسیله نه دي رنګ شوي. دا رنګه هغه د دې تر څنګ چې د رای ورکونکي د تذکرې تصویر د هغه سره پرتله کوي د تذکرې شاتنۍ برخه هم د ځانګړی څراغ په رڼا سره ویني چې ډاډمن شي د نوم ثبتونې تصدیق (استیکر) په تذکره کې درج شویدی. هغه همدارنګه د رای ورکونکی د تذکرې شاتنۍ برخه په ځانګړي څراغ وینی او ځان ډاډمنوي چې د (X)  نښه درج شوې که نه؟ په پای کې د رای ورکونکي د نوم ثبتونې د تصدیق شمیره په لوړ آواز سره د بایومتریک مامور ته لولي.
  • د رای ورکونکی بایومتریک: د بایو متریک مامور د نوم ثببتونې د تصدیق شمیره د بایومتریک سیستم کې ګوري او که درای ورکونکی نوم د محل د نوم ثبتونې په نوملړ کې نه وي، رای ورکونکی اړونده محل ته لیږي. په هغه صورت کې چې د دبایومتریک مامور تائید کړي چې د رای ورکونکي په اړه معلومات (نوم، د پلار نوم، د نیکه نوم او مسلسله شمیره) د همدغه محل سره تړاو لري، د رای ورکونکي مسلسله شمیره د رای ورکونکو په چاپي نوملړ کې د معلوماتو د ارزولو په موخه د (√) نښه د هغه د نوم په څنګ کې د «رای ورکونکو په چاپي نوملړ کې» ږدي. وروسته د بایو متریک مامور، د رای ورکونکي عکس، د رای ورکونکي د تذکرې عکس، د نوم ثبتونې د تصدیق عکس او د رای ورکونکی د دواړو لاسونو د ګوتو نښې اخلي. د رای ورکونکي د پیژنګلوی د دغه بهیر تر بشپړیدو وروسته د هغه د بایو متریک ثبت (QR code) چاپیږي او رای ورکونکی د رای پاڼې د ویش مامور ته ورپيژندل کیږي.
  • د رای پاڼو ویش: د رای پاڼو ویشونکی د رای ورکونکي د کیڼ لاس د شهادت ګوته وروسته له دې چې په دستمال یې پاکوي هغه په ځانګړي رنګ سره رنګوي او له رای ورکونکي غواړي چې خپله د شهادت ګوته تر هغې پاکه نه کړي چې وچه شوې نه وي. وروسته د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره رای پاڼه مهروي او رای ورکونکي ته یې سپاري او هغه ته د نښه کولو او قاتولو طریقه ښيي. بیا رای پاڼه چې قات شوې وي هغه بیرته هواروي او د بایومتریک تصدیق له پرنتره یې بیلوي. د بایومتریک د ثبت تصدیق (QR code) د مهر په پورتنۍ برخه کې د رای پاڼې شا ته نصبوي او رای ورکونکي ته وايي چې یوازې په هغه قلم چې په غرفه کې د رای ورکولو له پاره ایښودل شوی د خپلې خوښې کاندید په نښه کړي.
  • د رای پاڼې کارونه: رای‌ ورکونکی د رای پاڼې د تر لاسه کولو وروسته د رای ورکولو هغې تشې غرفې ته ځي او په ځانګړي قلم چې په غرفه کې ایښوذل شوی د خپلې خوښې کاندید د نوم څنګ ته په تشه خانه کې نښه ږدي. وروسته رای پاڼه داسې قاتوي چې د بایومتریک مهر او تصدیق (QR code)  د رای پاڼې شاته د لیدلو وړ وي او له هغې وروسته له غرفې وځي او هلته چې د رایو صندوق ایښودل شوی هلته ورځي.
  • د رای ورکولو په صندوق کې د رای پاڼې اچونه: د صندوق کنترولونکی، د رایو د محرمیت په اړه د ډاډ تر لاسه کولو وروسته رای ورکونکي ته لارښوونه کوي چې قات شوې رای پاڼه په صندوق کې واچوي. دا رنګه هغوی ډاډ تر لاسه کوي چې رای ورکونکی خپله تذکره له ځانه سره لري او پرته له رای پاڼې بل هیڅ شی په صندوق کې نه اچوي. په صندوق کې د رای پاڼې تر اچولو او د کنترولونکي تر سپارښتنې وروسته د رای ورکولو له مرکزه وځي.

 

د زیاتو معلوماتو له پاره ۱۹۰ شمیرې ته زنګ ووهئ.

ستاسو رایه، ستاسو راتلونکې

 

معلوماتي پاڼه ۶