د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کميسيون د غزني په ولايت کې د رای ورکونکو د نوم ثبتونې بهير د روان کال د غبرګولي په اتلسمه نيټه پيلوي چې د چنګاښ تر اتمی نيټې پورې به بشپړه شي.

هغه کسان چې د رای ورکولو په شرايطو برابر وي، نو د کميسيون له لورې په دغې ټاکل شوې نيټه دې د نوم ثبتونې نژدې مرکز ته ورشي او په راتلونکو ټاکنو کې د برخې اخيستلو له پاره دې خپل نومونه ثبت کړي.

 د رای ورکونکو د نوم ثبتونې له پاره شرطونه په لاندې ډول دي:

  • د افغانستان تبعه وي؛
  • د ټاکنو په ورځ قانوني عمر (18 کلنۍ) ته رسيدلای وي؛
  • د قانون يا محکمې په حکم له مدني حقونو نه وي محروم شوی.

 د ټاکنو خپلواک کميسيون په شرايطو برابر رای ورکونکي د هغوی د تذکرو له مخې چې يواځينی معتبر ملي سند دی او هر ډول يې د باور او منلو وړ دی پيژني او په شرايطو برابر کس کولای شي په خپله د نوم ثبتونې مرکز ته ورشي او خپل نوم د رای ورکونکو په نوملړ کې وليکي.

 د رای ورکونکو د نوم ثبتونې بهير او د هغوی پر نوملړ  د ۱۳۹۸ کال د غبرګولي له اتلسمې نيټې څخه د چنګاښ تر اتمی نيټې (د جمعې په ګډون)، د رای ورکوونکو تولو مرکزونو کې هره ورځ د سهار له اوو بجو څخه د مازديګر تر څلورو بجو پورې کار روان دی.

د نوم ثبتونې هر مرکز دوه جلا، جلا «نارينه» او «ښځينه » محلونه لري او د رای ورکونکو په ښځينه مرکزونو کې ښځينه کارکونکې ګومارل شويدي. د رای ورکولو پر شرايطو برابرې ټولې ميرمنې کولای شي چې دغو مرکزونو ته ورشي او په ټاکنو کې د ګډون له پاره خپل نومونه ثبت کړي. 

کوچيان او هندوان هم کولای شي چې مرکزونو ته ورشي او په ټاکنو کې د برخې اخيستنې له پاره خپل نومونه ثبت کړي.

 ياد ولرئ چې د نوم ثبتونې په وخت کې د اصلي تذکرې شته والی حتمي او ضروري دی.

 د زياتو معلوماتو له پاره ۱۹۰ شميرې ته زنګ ووهئ.

 معلوماتي پاڼه ۳