د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

ټاکنې څه شی دي؟

ټاکنې د ولسواکۍ یا ډیموکراسۍ هغه غوښنه برخه ده چې له مخې یې د خلکو له خوا د حکومت واکمني ټینګیږي. د ټاکنو معنا دا ده چې خلک د خپل ولسمشر، د ملي شورا، د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو د استازو په ټاکنه کې برخه اخلي او خپل سیاسي مشران ټاکي

خو هغه څه چې په ټاکنو کې ډیر ارزښتناک دي، هغه دا دي چې خلک په ټاکنو کې د رایو مرکزونو ته ځي، او د رایو په صندوقونو کې خپلې رایې اچوي؛ ځکه په ټاکنو کې د خلکو ګډون، د سیاسي او ولسواک نظام د ټینګښت ضمانت کوي. په ټاکنو کې ګډون، په نړۍ کې د هر وګړي د سیاسي او بنسټیزو حقونو په توګه پیژندل کیږي. چې دغه حق بیا د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام په اساسي قانون کې په پام کې نیول شوی دی.

د اسلام مقدس دین هم پر حکومت جوړونه کې د خلکو پر ونډې اخیستنې ټینګار کړی، خو «ټاکنې» په نننۍ معنا سره له مشر یا حاکم څخه د خلکو د «بیعت» په معنا راغلې او خلکو ته سپارښتنه شوې چې مسلمانان دې د خپل مشر په ټاکنو کې د وګړنیزو حقونو په پام کې نیولو سره برخه واخلي او خپل مشر دې وټاکي، آن تر دې چې د اسلام په مبارک دین کې د بیعت د مشروعیت حدود داسې دي که چیرته حاکم شخص پر خلکو ظلم کوي او یا د خلکو پر حقونو سترګې پټوي، نو د خلکو له خوا عزل کیږي او پر ځای یې بل کس ټاکل کیږي.

نن سبا د هیواد ټول اوسیدونکې که هغه  «ښځه وي که نر»، «زوړ وي که ځوان»، «شتمن وي که غریب»، «بیسواده وي که با سواده»، «که حکومتي کس وي او یا عادی وګړی»، که د نوم ثبتونې شرایط یې بشپړ کړي وي، نو حق لري چې په ټاکنو کې برخه واخلي، او د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي او په دې توګه  د خپل هیواد د راتلونکی سیاسي برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلي.

د ټاکنو ارزښت

د ټاکنو لومړني پایله او ارزښت دا دی چې سیاسي واک د اکثریتو خلکو په خوښه، د خلکو د عامه ګټو د خوندي کولو له پاره د ټاکنو له لارې تر لاسه کیږي. په ځانګړې توګه موږ کولای شو چې په لاندې ډول د ټاکنو ارزښت او ګټو ته اشاره وکړو:

  • په ټاکنو کې د انتخابولو او یا د ځان د کاندیدولو حق چې د خلکو یو له بنسټیزو حقونو څخه دی؛
  • د ولسواکۍ یا د خلکو د واکمنۍ د فرهنګ پیاوړي کول؛
  • په ټولنه کې د سالمې سیالۍ او د یو بل د منلو د فرهنګ دودیدل؛
  • د دولت په مشرتابه کې د وړو کسانو ګومارل او په مسالمت امیزه توګه د سیاسي واک د لیږدولو بهیر؛
  • حکومت ته د مشروعیت ورکول او د سیاسي واک اعمالول؛
  • د هیواد په پرمختګ او سوکالۍ کې د خلکو ګډون؛
  • د سولې او امنیت راوستنه.

 

 

معلوماتي پانه ۷