انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

 ټاکنو قانون د ۲۲مې مادې د لومړې فقرې له مخې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د خپلو اداري او اجرائیوي چارو مخته وړلو لپاره دارالانشاء لري چې په سر کې یی رئیس وي. د ټاکنو قانون د ۲۲مې مادې د دریمې فقرې له مخې، په شرایطو پوره کسانو له منځه، د ټاکنو خپلواک کمیسیون ددې پوست لپاره درې کسه یی ولسمشر ته وړاندیز کوي چې له هغوی څخه یو کس یی د دارالانشاء د رئیس په توګه وټاکي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د اساسي قانون د ۱۵۶مې پر بنسټ په افغانستان کې، د هر ډول ټاکنو د ادارې، څارنې او عمومي رأیو ته د مراجعې مسؤلیت د ټاکنو قانون پر بنسټ لري. څرنګه چې ټول خبر دي دغه کمیسیون به، په ۱۳۹۷ کال کې د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کړي.

د ټاکنو قانون د شپږمې مادې د ۱ او ۴مې فقرې او د اتمي مادي پر بنسټ د ټاکنو خپلواک کمیسیون پریکړه کړې ترڅو په ورقي تذکرې د رأی ورکوونکو نوملیکنه ترسره او د رأی ورکوونکو نوملړ چمتو کړي چې له مخې به یی هر رأی ورکوونکی د رأی اچونې له یوه مرکز سره ونښلول. د نفوسو د احوالو د ثبت اداره هغو کسانو ته چې تذکرې نلري او په شرایطو پوره دي د رأی ورکوونکو د نوملیکنې له پیلیدو څخه مخکې نژدې لس میلیونه خلکو ته به تذکري وویشي.