انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

ټاکنې د یوه لوی بهیر په توګه، د دولتي او غیردولتي بنسټونو هر اړخیزې مرستي ته اړتیا لري. د ټاکنو د قانون د نهمې مادې له مخې ټول دولتي او غیردولتي بنسټونه مکلف دي چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون سره همکاري او مرسته وکړي، همکاري هغه وخت اغېزمنه او ګټوره بلل کیږي چې ګډې هڅې او لازمه همغږي رامنځته شي.

د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرتابه له اووه غړو څخه جوړ ده؛ خو له بده مرغه د ځینو لاملونو پر بنسټ، ددې کمیسیون له غړو څخه یوه غړي یی خپل غړیتوب له لاسه ورکړ او اوسمهال دده څوکۍ خالي ده. ددې قانون د ۱۶مې مادې پر بنسټ، د کمیسیون د یوه یا څو غړو د ګوښه کیدو، استعفی او د یا د مړیني په صورت کې، د افغانستان ولسمشر د یوې اوونۍ په موده کې د کمیسیون لپاره نوی غړۍ یا غړي معرفي کوي.

د ټاکنو د قانون د ۲۲مې مادې له مخې، کمیسیون د اداري او اجرائیوي چارو د پر مخ وړلو لپاره د دارالانشاء درلودونکې ده چې په سر کې یی یو شخص رئیس وي. د افغانستان د اسلامي جمهوریت قدرمن ولسمشر د روان کال د تلې میاشتې د ۲۹مې نیټې په غونډه کې د کمیسیون د غړو او د نړیوالې ټولنې د استازو په مخ کې د کمیسیون د دارالانشاء رئیس په شفاهي ډول له دندې څخه ګوښه کړ.