انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنیزو کمیسیونونو مشرتابه پلاوي د دغو کمیسیونونو ترمنځ د همغږۍ خبر ورکړ او د تلې په شپږمه یې د خلکو، امنیتي ځواکونو، همکارو بنسټونو او رسنیو له ګډون او ملاتړ نه مننه وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کمیسیون او امنیتي ارګانونو د تخنیکي او امنیتي تیاریو، د دغې پروسې له شفافیت نه د هېوداوالو د ډاده کېدو او په ټاکنو کې د ګډون لپاره د خلکو د هڅولو په موخه د کمیسیون په تالار کې مطبوعاتي کنفرانس جوړ کړ.

په ټاکل شوي وخت له نوماندۍ څخه تېرېدل د نوماندانو مسلم حق دی. دغه موضوع د ټاکنو قانون د ۷۵مادې په لومړۍ فقره کې داسې ذکر شوې ده:" که چېرې کوم نوماند له خپلې نوماندۍ منصرف شي، مکلف دی چې په ټاکنیز مهالوېش کې تر ذکر شوې نېټې وړاندې موضوع په لیکلې بڼه له کمیسیون سره شریکه کړي" همدارنګه د دغې مادې په دویمه فقره کې راغلي دي: " کله چې کوم نوماند په ټاکنیز مهالوېش کې تر ذکر شوې نېټې وروسته له نوماندۍ تېر یا وفات شي، یا د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون لخوا د نوماندانو له لیسته وایستل شي، د رایې شمېرلو پر وخت په ده پورې اړوندې رایې نه شمېرل کېږي" پر دې اساس نوماندان د رایې شمېرلو پر وخت په دوی پورې د اړوندو رایو د نه شمېرلو په خاطر مکلف دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون په لیکلې بڼه له خپل انصرافه خبر کړي.