د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دغې پروسې د لا شفافیت لپاره د ټاکنو د قانون له احکامو، لایحو او طرزالعملونو سره سم په شرایطو برابرو او علاقه مندو بنسټونو ته د ټاکنو د ټولې پروسې د څارنې، کتنې او د دغې پروسې په اړه د راپور برابرونې زمینه برابره کړې ده.

د ۱۳۹۸ د ولسمشریزو ټاکنو له مهالوېش سره سم څارونکي او کتونکي بنسټونه او رسنۍ کولای شي د باورلیکونو د ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه د ۱۳۹۸کال د ثور(غوايي) میاشتې له شپږمې د وږي تر دېرشمې نېټې پورې د کمیسیون مرکزي یا ولایتي دفترونو ته وسپاري. کمیسیون، ترلاسه کړي اسناد څېړي او په شرایطو برابرو بنسټونو ته باورلیکونه ورکوي. 

کمیسیون تر اوسه د ولسمشرۍ ټولو نوماندانو او (۶۲) کورنیو او بهرنیو بنسټونو ته د څارنې، کتنې او راپور برابرولو باورلیکونه ورکړي او له دغو بنسټونو هیله کوو چې وروستیو ورځو ته په تمه نه شي، خپل څارونکي، کتونکي او راپور ورکوونکي د کمیسیون د ویبپاڼې په ډیټابیس کې ثبت کړي، پېژندکارتونه ورته چاپ کړي او د تایید لپاره یې د کمیسیون مرکزي یا ولایتي دفترونو ته وسپاري. 

د یادونې وړ ده چې څارونکي او کتونکي بنسټونه او رسنۍ کولای شي د باورلیکونو د ترلاسه کولو لپاره خپل غوښتنلیکونه د روان کال د وږي میاشتې تر دېرشمې نېټې د کمیسیون مرکزي او ولایتي دفترونو ته وسپاري. تر یادې نېټې وروسته د کمیسیون لخوا نه منل کېږي.