د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرې میرمن حوا علم نورستانۍ د دغه بنسټ د رسنیو په مرکز کې د ګډونوالو له برخې اخیستنې د مننې تر څنګ وویل: د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرتابه پلاوی او کارکونکي د تلې د شپږمې نیټې په ټاکنو کې د بې پرې، رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دي.

میرمن نورستانۍ زیاته کړه، د کمیسیون مشرتابه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په اوومه نیټه ۵۵ ګڼه پریکړه لیک تصویب کړی چې له مخې یې ټول هغه سرغړونکي ( کارکونکي) چې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې درغلۍ کړي هغو دې له پيژندلو نه وروسته قانوني بنسټونو ته وروپيژندل شي، او د  کمیسیون دغه پریکړه لیک د اکثریتو غړو په رایو تصویب شویدی.

په هغه پریکړه لیک کې چې د میرمن نورستانۍ له خوا ولوستل شو راغلي، د مجازاتو او مکافاتو د اصل په رعایتولو سره او د ټاکنو د قانون د احکامو سره سم باید د تلې په شپږمه نیټه راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې په راڼه ډول ترسره شي او کمیسیون په دې اړه پریکړه کړې چې:

ټول هغه کسان چې د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې په ټاکنو کې په سرغړونو او درغلیو تورن دي باید د اسنادو له مخې د هغوی له پيژندلو وروسته له قانوني چلند سره مخامخ شي.
له هغو کسانو سره چې د وظیفوی امکاناتو څخه یې د کوم کاندید په ګټه یا زیان ناوړه ګټه اخیستې  وي، یا یې د ټاکنیزو توکو په ساتلو کې بې غوري کړې وي، یا یې ګډوډیو ته زمینه برابره کړې وي، یا یې کتابونه او یا بایو متریک ماشینونو په ورکولو کې ناغیړي کړې وي، او که چا د سرغړونو په اړه رپوت نه وي ورکړی له هغو ټولو سره به قانوني چلند وشي.
هغه دایمي کارکونکي چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون له خوا له دندو لرې کړای شوي، هغه دې له پیژندلو وروسته په کمیسیون کې له کاره لرې شي.
د هغو مرکزونو، ولسوالیو او ولایتي مشران چې سرغړونې یې نه وي کړي، هغوی ته یې معاشونه ورکول کیږي.
دا هغه څه دي چې په پریکړه لیک کې یې یادونه شوې.

دغه کنفرانس د روان کال د چنګاښ په نوولسمه نیټه د کمیسیون د رسنیو په مرکز کې د کمیسیون د مشرې آغلې حوا علم نورستانۍ، د کمیسیون مرستیال ښاغلي عصمت الله مل، د کمیسیون منشي ښاغلي مسافر قوقندي، او کمیشنرانو هر یو ښاغلي مولانا محمد عبدالله او ښاغلي محمد حنیف دانشیار، او بهرنیو کمیشنرانو آغلې ایلوینا روبنسن او ښاغلي احمد اسحق حسن په ګډون جوړ شوی و.