د ۱۳۹۸ کال ټاکنې

انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

نن د غرمې وروسته د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیسې مېرمن حواعلم نورستانۍ د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې وویل:  د رایه ورکوونکو د تقویتي نوم ثبتونې پروسه چې د غبرګولي په اتلسمه پېل شوې وه؛ د غزني ولایت پرته د روان کال د چنکاښ په اتمه نېټه پای ته رسېږي.

مېرمن نورستانۍ د دغه بنسټ د رسنیو په مرکز کې د خپلو وېناوو د دوام په ترڅ کې داسې وویل: په غزني ولایت کې به د نوم ثبتونې لړۍ تر یوې اونۍ پورې نوره هم وغځېږي.

همدارنګه مېرمن نورستانۍ د رایه ورکوونکو د نوم ثبتونې د ارقامو په اړه وویل د تقویتي نوم ثبتونې په ۴۵۹ مرکزونو او د غزني ولایت په ۲۵۲ مرکزونو کې له ۲۳۵ زره کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي چې له ۸۱ زرو تنو څخه، ډېرې ښځې او ۳۱۷۲ تنه يې کوچیان دي.

په پای کې مېرمن نورستانۍ، د افغانستان له ټول مېړني ملت، سیاسي ګوندونو، دولتي بنسټونو او مدني ټولنو له فعالانو څخه وغوښتل چې د نوم ثبتونې په برخه کې له کمېسیون او خلکو سره خپلې جدي همکاري وکړي؛ ترڅو خلک د خپل مدني حق څخه محروم نشي.