انځورونه

Tweets by @AfghanistanIEC

د ولسمشریزو ټاکنو د تقویم په هکله د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشرتابه پلاوې له خوا د یوخبري کنفرانس په لړ کې معلومات ورکړل شو.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییسې آغلې حوا علم نورستانۍ وویل: «کمېسیون مخکې د ښکېلو خواوو د مرستې په شرط مخکنیو ټاکنو د ترسره کولو اعلان کړی وو؛ خو اوس کمېسیون د یو لړ مشورو د پایلو پر بنسټ د ولسمشرېزو د ټاکنو تقویم اعلانوي.»

هغوې زیاته کړه چې پاتې ټاکنې به له یو لړ مالي او تخنیکي مساېلو د څېړنو وروسته او د وخت د شراېطو په پام کې نیولو سره اعلان شي.

 آغلې نورستانۍ همدا راز زیاته کړه چې د وخت له کموالي او مالي ستونزو له کبله ومو نه شوه کولای چې د ولسمشریزو ټاکنو تر څنګ د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت ټاکنې ترسره کړو. نوموړې د حکومت او نړېوالې ټولنې وغوښتل چې خپلې مالي او تخنيکي مرستې عملي کړي.

دا کنفرانس د ۱۳۹۸ ل.ل کال د غبرګولي په ۸ نېټه د دغه کمېسیون مشرتابه، د ننیو او بهرنیو کمیشنرانو او د ګڼو رسانیو په ګډون ترسره شو.